ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د اوړو او ډېزلو بیې ټیټې شوې دي

کابل ښار کې د اوړو او ډېزلو بیې ټیټې شوې دي

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۰): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د پټرولو او بورې بیې لوړې شوې، خو د اوړو او ډېزلو بیې ټيټې شوې دي.

د کابل ښار د تایمني څلورلارې د «هاشمي» تېلو ټانک کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو لېتر پټرولو بیه له ۷۱ څخه ۷۲ افغانیو ته لوړه شوې ده.

خو د نوموړي په خبره، نن د تېرې اوونۍ په پرتله د یو لېتر ډېزلو بیه له ۶۸ څخه ۶۳ افغانیو ته ټيټه شوې ده.

سرچینې د یادو موادو د بیې ټيټېدو او لوړېدو په اړه وویل، په کابل ښار کې د پټرولو او ډېزلو بیو تغییر په نړیوالو بازارونو کې د یادو موادو د بیو له تغییر سره تړاو لري.

خو د کابل ښار په کلوله پشتې سیمه کې د محمد شریف په نوم ګاز پلورونکي وویل، نن د تېرۍ اوونۍ په څېر یو کیلوګرام مایع ګاز په ۸۵ افغانۍ پلوري.

د اوړو بیه ټیټه خو د بورې لوړه شوې ده

کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې ریيس زمري صافي وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د ۴۹ کیلوګرام قزاقي اوړو بیه له ۲۳۰۰ افغانیو ۲۲۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

د ده په خبر، د قزاقي اوړو د وارداتو ډېرېدو له امله کابل ښار کې د اوړو بیه ټيټه شوې ده.

خو نوموړی وايي چې نن د تېرې اوونۍ په پرتله د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې عمده بیه د وارداتو د کمښت او تقاضا د ډېروالي له امله له ۲۹۰۰ څخه ۲۹۵۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

د ده په خبره، نن د تېرې اوونۍ په څېر د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو بیه له ۲۳۰۰ افغانۍ څخه ۲۵۰۰ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، نن د تېرې شنبې په څېر د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو بیه ۲۴۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام شین اندونیزیايي چای په ۳۵۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقايي چای په ۳۸۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځینو موادو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږې خو په ځینو کې ډېر توپیر لري.

د کابل ښار دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفي زاده وویل، نن د ۴۹ کیلوګرام قزاقي اوړو پرچون بیه ۲۳۰۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرام لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجو پرچون بیه ۲۴۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۰۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۲۵۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیايي شین چای په ۳۶۰  افغانۍ او یو کیلو تور افریقايي چای په ۳۹۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زرو بیې پر خپل حال پاتې دي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.