ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ اوسېدونکي د نړیوال بانک د نیمګړو پروژو د بشپړولو غوښتنه کوي

د بلخ اوسېدونکي د نړیوال بانک د نیمګړو پروژو د بشپړولو غوښتنه کوي

author avatar
20 Oct 2021 - 17:38
د بلخ اوسېدونکي د نړیوال بانک د نیمګړو پروژو د بشپړولو غوښتنه کوي
author avatar
20 Oct 2021 - 17:38

مزار شريف ( پژواک، ۲۸تله ۱۴۰۰): د بلخ ولایت اوسېدونکي له نړيوال بانک څخه غوښتنه کوي چې په افغانستان کې دې د ولسي تړون او ملي دسترخوان په ګډون خپلې پرمختيايي نیمګړې پروژې بشپړې کړي.

سلګونه دغه کسان چې د تلې په ۲۸مه په مزار ښاروالۍ کې د اعتراض په توګه راټول شوي وو، اندېښنه وښودله چې د نړيوال بانک د پروژو له ځنډېدو سره په ټول هېواد کې زرګونه کسان بې روزګاره شوي دي.

هغوی د دې تر څنګ په نړيوالې ټولنې او د امريکا په متحده ايالاتو غږ وکړ چې د افغان دولت میلیاردونه ډالره کنګل شوې شتمني هم ازاده کړي.

په مزارشريف کې د ولسي تړون شوراګانو يوه غړې ناجيه ناصري وايي، افغانان تمه لري چې په دغه نازک اقتصادي وضعيت کې د نړيوالې ټولنې له خوا مرستې ورسره وشي.

هغه زياتوي، د ولسي تړون او ملي دسترخوان په څېر لسګونه معيشتي پروژې بندې شوي چې له امله يې زرګونه کسان بې روزګاره شوي دي.

د هغې په خبره، نړيوال بانک بايد پر خپل تصميم بيا کتنه وکړي او په افغانستان کې دې خپلې نيمګړې پروژې بشپړې کړي.

ناجيه زياتوي: «زموږ خلک تر ستوني په فقر کې غرق دي، ايا نړيواله ټولنه نور هم غواړي چې زموږ خلک بېوزله شي، زرګونه کسان چې ډېری يې مېرمنې دي وزګار شوي دي، دا وضعيت نور د تحمل وړ نه دی، نړيواله ټولنه باید د افغانانو تر څنګ ودرېږي.»

د مزارشريف قومي مشر فيض محمد افريدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نړيواله ټولنه بايد له افغانانو سره خپلې اعلان کړې مرستې سياسي نه کړي.

هغه زياته کړه، د نوي تحول په راتلو سره هیڅ پلمه نشته چې نړيوال بانک دې په افغانستان کې خپلې پروژې وځنډوي.

د ده په وينا، نړيواله ټولنه بايد د اړينو مرستو تر څنګ د افغانانو کنګل شوې شتمني هم ژر تر ژره ازاده کړي څو د خلکو اقتصادي حالت مثبت لور ته لاړ شي.

افريدی له نوي حکومت څخه هم غوښتنه کوي چې بايد د خلکو اقتصادي ستونزې بابيزه و نه ګڼي او د حل لپاره یې باید لاس په کار شي.

نوموړي وويل: «که خلک په خېټه ماړه نه شي؛ نو په جرئت سره وايم چې ټولنيزې ستونزې به زياتې شي، غلاوې او بېلابېل جرايم به بيا پيل شي، که اوسنی حکومت غواړي حالات همداسې سوله ييز وي نو بايد د خلکو د دسترخوان ستونزه حل کړي.»

د بلخ دغو اعتراض کوونکو يو پرېکړه ليک هم خپور کړ، چې په کې له نړيوال بانک څخه غوښتنه شوې وه څو په افغانستان کې خپلې نيمګړې پروژې بشپړې کړي.

د پرېکړه ليک په يوه برخه کې راغلي وو: «نړيواله ټولنه او په ځانګړي ډول نړيوال بانک بايد د پراختيايي پروژو ځانګړې پيسې په عاجله توګه ازادې کړي، څو په دې ډول نيمګړې پروژې بشپړې شي.»

په پرېکړه ليک کې دغه راز راغلي وو چې د افغانستان د پراختيا په برخه کې ژمنه شوې مرستې دې نه سياسي کېږي.

بل خوا په بلخ کې د ولسي تړون مسوول بشيراحمد اورياخېل پژواک ته وويل، خلک په داسې حال کې د نړيوال بانک د پراختيايي پروژو د څرنګوالي په تړاو غږ پورته کوي چې له تېرو دوه نيم مياشتو راهیسې یې ټولې پروژې تعليق شوي او بوديجه يې هم کنګل شوې ده.

د ولسي تړون برنامې دغه مسوول همدا راز د اندېښنې په څرګندولو وويل چې د غير رسمي معلوماتو له مخې نړيوال بانک تصميم نيولی څو په افغانستان کې د ولسي تړون برنامه ودروي.

هغه زياته کړه چې د نړيوال بانک په دې اقدام سره به زرګونه افغانان په مستقيم او غير مستقيم ډول وزګار شي.

نوموړی وايي افغانان حق لري چې په اوسنيو بحراني شرايطو کې ورسره د نړيوالې ټولنې له خوا مرسته وشي.

د بلخ اوسېدونکي په داسې مهال له نړيوال بانک څخه په افغانسان کې د نيمګړو پروژو د بشپړولو غوښتنه کوي چې دمګړۍ ياد بانک خپلې اړيکې له افغانستان سره تعليق کړي دي.

Visits: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.