ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې له مامورینو سره د مرستې لپاره د ارزاقو په نوم ریاست جوړ شو

په کندهار کې له مامورینو سره د مرستې لپاره د ارزاقو په نوم ریاست جوړ شو

author avatar
28 Oct 2021 - 16:28
په کندهار کې له مامورینو سره د مرستې لپاره د ارزاقو په نوم ریاست جوړ شو
author avatar
28 Oct 2021 - 16:28

کندهار (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۰): حکومت په کندهار کې د ارزاقو په نوم ریاست فعال کړی او له دې لارې له مامورینو سره د خوراکي توکو مرستې کوي.

د ارزاقو ریاست له کلونو راهیسې فلج و چې اوس یو ځل بیا فعال شوی او مامورینو ته لومړني خوراکي توکي ورکوي.

خو مامورین بیا ټینګار کوي چې باید د معاشونو چاره یې وشي څو له پورونو او نورو اقتصادي ستونزو خلاص شي.

په کندهار کې د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون یوه مامور صدیق الله عالم پژواک خبري اژانس ته وویل، د خوراکي توکو مرسته چې دوی يې تر لاسه کوي ښه ده خو بسنه نه کوي.

هغه وایي، مامورین معاشاتو ته اړتیا لري خو د طالبانو له راتګ وروسته مامورینو ته معاشات نه دي ورکړل شوي.

دغه راز د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست یو مامور صلاح الدین هم وایي، دوی ته له اوړو پرته یوه اندازه خوراکي توکي لکه لوبیا، شيدې، نخود، یو کوچنی بوتل غوړي او نور ورکول کېږي، خو بنیادي او اساسي مرسته نه ده.

هغه زیاته کړه، دولتي مامورینو ته باید معاشونه ورکړل شي او یا یې په بدل کې د معاش پر بنسټ خوراکي توکي ورکړل شي څو له پورونو او نورو مجبوریتونو خلاص شي.

یو بل دولتي مامور عبدالواحد هم وایي، له یوې خوا معاشات نشته، له بلې خوا د خوراکي توکو بیه ډېره لوړه شوې او هر څه په پور اخلي.

دی وایي، مسوولین باید لاس په کار شي او دولتي مامورینو معاشات ورکړي ځکه اوس دوی ته څوک پور هم نه ورکوي.

پر همدې مهال له طبیعي پېښو سره د مبارزې ريیس سردار محمد باراني وایي، دوی او د ارزاقو په نوم نوی جوړ شوی ریاست په ګډه هڅه کوي چې ټولو دولتي مامورینو او بې وزلو کورنیو ته د خوراکي توکو مرستې ورسوي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، اوس مهال شاوخوا ۴۵۰۰ دولتي مامورینو ته د خوراکي توکو مرسته جریان لري چې په هغه کې غوړي، لوبیا، شیدې، نخود او ځیني نور توکي شامل دي.

د ده په خبره، دغه مرسته د متحده عربي اماراتو، بحرین او نورو هېوادونو له خوا افغانستان ته ورکړل شوې ده.

ده زیاته کړه، دغه راز د کندهار په ټولو ولسوالیو کې هم د امارت پر غړو او بې وزلو کورنیو غنم وېشل کېږي چې اوس مهال ولسوالیو ته ۱۲۱۰ ټنه غنم رسېدلي دي.

باراني وویل، که څه هم په کندهار کې د بهرنیو موسساتو او خیریه ټولنو مرستې کمې شوي خو دوی ورسره په جریان کې دي څو د ژمي په موسم کې له اړو او بې وزلو کورنیو سره مرستې وشي.

که څه هم د طالبانو د مالیې وزارت چارواکو ویلي، چې ګمرکي عواید په تېرو دوو میاشتو کې تر پخوا ډېر زیات شوي خو لا هم په افغانستان کې د دولتي مامورینو معاشات نه دي ورکړل شوي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.