ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني کرونا مرکز لپاره د توکو په پېرلو کې څه باندې ۲،۶ میلیونه افغانۍ اختلاس شوی

د غزني کرونا مرکز لپاره د توکو په پېرلو کې څه باندې ۲،۶ میلیونه افغانۍ اختلاس شوی

author avatar
1 Nov 2021 - 15:13
د غزني کرونا مرکز لپاره د توکو په پېرلو کې څه باندې ۲،۶ میلیونه افغانۍ اختلاس شوی
author avatar
1 Nov 2021 - 15:13

غزني (پژواک، ١٠ لړم ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښيي چې د غزني د کرونا د درملنې مرکز لپاره یو شمېر طبي ماشینونه، درمل او نور وسایل په ډېره لوړه بیه اخیستل شوي چې له اصلي بیې سره په ټولیز ډول ۲ میلیونه، ۶۵۴ زره او ۵۰۲ افغانۍ توپیر ښيي.

تېر کال چې په هېواد کې د کرونا وبا خپره شوه نو حکومت یې د مخنیوي لپاره هر ولایت ته بودیجه ځانګړې کړه چې په دې لړ کې غزني ته ۶۰ میلیونه افغانۍ منظور شوې.

په غزني کې د تېر حکومت د چارواکو په خبره، له دغو پیسو ۲۰ میلیونه افغانۍ مصرف شوې او پاتې ۴۰ میلیونه افغانۍ بېرته د دولت خزانې ته تحویل شوي دي.

دوی زیاتوي، د لګول شوو ۲۰ میلیونه افغانیو له جملې څه باندې ۴،۵ میلیونه افغانۍ د دغه ولایت کرونا مرکز ته د طبي ماشینونو او تجهیزاتو په پېرلو لګول شوې دي.

پژواک د پېرل شوو توکو اسناد تر لاسه کړي او د هغو بیې یې د بازار له بیو سره ارزولې دي.

د بازار له بیو سره د پېرل شوو توکو د بیو توپیر

د غزني کرونا مرکز لپاره د ټاکل شوې کمېټې له لوري د ۴ میلیونه، ۵۵۶ زره او ۲۱۲ افغانیو په لګښت ۴۲ قلمه بېلابېل توکي پېرل شوي چې په کې روغتیايي وسایل، بېلابېل ماشینونه او تجهیزات شامل دي.

د پژواک له خوا د بیو د ارزونې په پایله کې معلومه شوه چې نږدې ټول اخیستل شوي توکي تر خپلې اصلي بیې دوه برابره ګران اخیستل شوي دي.

په ټولیزه توګه په اخیستل شوو توکو ۴ میلیونه، ۵۵۶ زره او ۲۱۲ افغانۍ لګول شوي، په داسې حال کې چې په بازار کې یې ټولیزه بیه ۱ میلیون، ۹۰۱ زره او ۷۱۰ افغانۍ کېږي.

په دې توګه د دغو توکو په پېرلو کې ۲ میلیونه، ۶۵۴ زره او ۵۰۲ افغانۍ حیف او میل شوي دي.

 

د بیو توپیر په بازار کې ټولیزه بیه په بازار کې د یوه واحد بیه د خریدارۍ ټولیزه بیه د اخیستل شوو توکو د یوه واحد بیه شمېر د جنس نوم شمېره
۷۳۶۸۰ ۱۵۰۰۰۰ ۱۵۰۰۰۰ ۲۲۳۶۸۰ ۲۲۳۶۸۰ ۱ MEDANIC CBC Machin ۱
۱۸۷۶۸۰ ۱۷۰۰۰۰ ۱۷۰۰۰۰ ۳۵۷۶۸۰ ۳۵۷۶۸۰ ۱ CBC Machine ۲
۹۸۲۲۵ ۲۸۰۰۰ ۲۸۰۰۰ ۱۲۶۲۲۵ ۱۲۶۲۲۵ ۱ ECG Machin ۳
۲۰۸۱۸۴ ۱۲۰۰۰۰ ۶۰۰۰۰ ۳۲۸۱۸۴ ۱۶۴۰۹۲ ۲ Cardiac Monitor ۴
۱۶۹۶۸ ۱۰۸۰۰ ۱۸۰۰ ۲۷۷۶۸ ۴۶۲۸ ۶ Pulse Oximeter Finger ۵
۵۲۰۰۰ ۳۴۰۰۰ ۱۷۰ ۸۶۰۰۰ ۴۳۰ ۲۰۰ طبي پېش بند ۶
۶۰۰۰ ۶۰۰۰ ۲۰۰ ۱۲۰۰۰ ۴۰۰ ۳۰ چپنه ۷
۳۷۰۰ ۳۳۰۰ ۳۳۰ ۷۰۰۰ ۷۰۰ ۱۰ د ډاکټرانو لباس ۸
۴۵۰۰ ۲۵۰۰ ۲۵۰ ۷۰۰۰ ۷۰۰ ۱۰ خدماتي لباس ۹
۴۳۰۰ ۲۳۰۰ ۲۳۰ ۶۶۰۰ ۶۶۰ ۱۰ Gloves Examination ۱۰
۳۱۰۰۰ ۳۹۰۰۰ ۳۹۰ ۷۰۰۰۰ ۷۰۰ ۱۰۰ PPE Kit ۱۱
۲۲۰۰۰ ۲۶۰۰۰ ۱۳۰۰۰ ۴۸۰۰۰ ۲۴۰۰۰ ۲ Syringe Pump ۱۲
۶۶۶ ۲۷۰۰ ۲۷۰۰ ۳۳۶۶ ۳۳۶۶ ۱ Pediatric Scale ۱۳
۴۲۵۸۸ ۲۸۰۰۰ ۲۰۰۰ ۷۰۵۸۸ ۵۰۴۲ ۱۴ Sphygmomanometer with Stethoscope ۱۴
۱۴۴۷ ۱۷۵۰ ۱۷۵۰ ۳۱۹۷ ۳۱۹۷ ۱ Negate scope ۱۵
۲۰۰۰۰ ۷۰۰۰ ۳۵۰۰ ۲۷۰۰۰ ۱۳۵۰۰ ۲ Sphygmomanometer with Stand ۱۶
۱۱۶۱۰ ۱۷۰۰۰ ۸۵۰۰ ۲۸۶۱۰ ۱۴۳۰۵ ۲ Suction Machine ۱۷
۲۵۰۰ ۳۵۰۰ ۳۵۰۰ ۶۰۰۰ ۶۰۰۰ ۱ Centrifuge EBA-200 ۱۸
۴۱۰۰۰ ۷۰۰۰ ۷۰۰۰ ۴۸۰۰۰ ۴۸۰۰۰ ۱ Hematocrit centrifuge ۱۹
۱۰۸۰ ۱۸۰۰ ۱۵۰ ۲۸۸۰ ۲۴۰ ۱۲ Small Tube Rack ۲۰
۹۵۰۰۰ ۱۸۵۰۰۰ ۱۸۵۰۰۰ ۲۸۰۰۰۰ ۲۸۰۰۰۰ ۱ Micro Lab 300 Merck ۲۱
۱۶۰۰۰ ۱۲۰۰۰ ۶۰۰۰ ۲۸۰۰۰ ۱۴۰۰۰ ۲ Bed for Blood Collection ۲۲
۶۰۰۰ ۱۲۰۰۰ ۱۲۰۰ ۱۸۰۰۰ ۱۸۰۰ ۱۰ Micropipette 10-100 micron ۲۳
۶۰۰۰ ۱۲۰۰۰ ۱۲۰۰ ۱۸۰۰۰ ۱۸۰۰ ۱۰ Micropipette 100-100 micron ۲۴
۳۷۵۰۰۰ ۱۲۰۰۰۰ ۱۲۰۰۰۰ ۴۹۵۰۰۰ ۴۹۵۰۰۰ ۱ Blood Gas Analyzer ۲۵
۸۵۰۰۰ ۸۵۰۰۰ ۸۵۰۰۰ ۱۷۰۰۰۰ ۱۷۰۰۰۰ ۱ Chroma 2 Machine ۲۶
۲۱۰۰۰ ۱۱۵۰۰ ۲۳۰۰ ۳۲۵۰۰ ۶۵۰۰ ۵ Wheel Chair ۲۷
۲۴۸۰۰ ۳۰۴۰۰ ۳۸۰۰ ۵۵۲۰۰ ۶۹۰۰ ۸ چپرکټ ۲۸
۲۹۷۰۰ ۶۹۳۰۰ ۶۳۰۰ ۹۹۰۰۰ ۹۰۰۰ ۱۱ Emergency Stretcher ۲۹
۹۰۲۰۰ ۹۸۴۰۰ ۱۲۰۰ ۱۸۸۶۰۰ ۲۳۰۰ ۸۲ IV Stand ۳۰
۱۵۸۰۰ ۶۰۰۰ ۳۰۰۰ ۲۱۸۰۰ ۱۰۹۰۰ ۲ کثافت دانۍ ۳۱
۴۳۹۸ ۵۷۰۰ ۱۹۰۰ ۱۰۰۹۸ ۳۳۶۶ ۳ لاستی لرونکې تذکره ۳۲
۱۲۷۴۰ ۱۵۰۰۰ ۱۵۰۰۰ ۲۷۷۴۰ ۲۷۷۴۰ ۱ برېښنايي سټریلایزر ۳۳
۵۰۴۰۰۰ ۱۴۴۰۰۰ ۱۲۰۰ ۶۴۸۰۰۰ ۵۴۰۰ ۱۲۰ د سېروم فلزي پایه ۳۴
۱۹۲۰۰۰ ۸۴۰۰۰ ۷۰۰ ۲۷۶۰۰۰ ۲۳۰۰ ۱۲۰ نالۍ او بالښت ۳۵
۱۲۰۰۰ ۲۴۰۰۰ ۱۰۰ ۳۶۰۰۰ ۱۵۰ ۲۴۰ روجايي ۳۶
۴۸۶۰۰ ۱۴۵۸۰۰ ۴۵۰ ۱۹۴۴۰۰ ۶۰۰ ۳۲۴ Trocar Thoracic with chest tube 30ch ۳۷
۸۹۴۹۶ ۶۷۳۲۰ ۱۷۰ ۱۵۶۸۱۶ ۳۹۶ ۳۹۶ Syringe insulin ice ۳۸
۲۷۳۰۰ ۵۴۰۰ ۱۸۰۰ ۳۲۷۰۰ ۱۰۹۰۰ ۳ Trash Trolley ۳۹
۶۶۶۰ ۲۷۰۰۰ ۲۷۰۰ ۳۳۶۶۰ ۳۳۶۶ ۱۰ Foldable Stretcher ۴۰
۱۲۳۰۰۰ ۷۵۰۰۰ ۲۵۰ ۱۹۸۰۰۰ ۶۶۰ ۳۰۰ Gloves latex powdered single use sterile pair size 7.5 ۴۱
۳۶۴۸۰ ۳۸۴۰ ۴۰ ۴۰۳۲۰ ۴۲۰ ۹۶ Blood set ۴۲
۴۲۰۰ ۲۴۰۰ ۶۰ ۶۶۰۰ ۱۶۵ ۴۰ مایع سفید کننده ۴۲
په اخیستل شوو توکو کې د بیو توپیر په بازار کې د توکو ټولیزه بیه په افغانیو ټولیزه بیه
۲۶۵۴۵۰۲ ۱۹۰۱۷۱۰ ۴۵۵۶۲۱۲

په غزني کې د روغتیايي وسایلو او تجهیزاتو د یوه شرکت مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادو شوو توکو بیې پخوا تر دې هم کښته وې.

ده زیاته کړه: «موږ تاسې ته د نن ورځې نرخونه درکړل، په داسې حال کې چې مخکې دغه توکي تر دې هم ارزانه وو، اوس چې په هېواد کې بدلون راغلی، لارې تړل شوي او د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه لوړه شوې، نو د توکو بیې هم ورسره لوړې شوې دي.»

له فساد کوونکو سره دې حساب وشي

د غزني اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت پخوانیو چارواکو په داسې حال کې د کرونا مرکز لپاره د روغتیايي وسایلو په پېرلو کې فساد کړی چې د کرونا ناروغۍ د خپرېدو له امله د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ وو.

دوی وايي، د خلکو تمه دا وه چې د مرکز له خوا د غزني لپاره ځانګړې شوې بودجه په شفاف ډول له کرونا سره پر مبارزه ولګول شي خو چارواکو ان په دې برخه کې هم پراخ فساد وکړ.

د غزني ښار اوسېدونکي نعمت الله پژواک خبري اژانس ته وویل، په اصل کې چارواکو له کرونا سره د مبارزې لپاره په ځانګړې شوې بودجه کې د فساد او اختلاس کولو د خلکو له ژوند سره لوبې کړې دي.

دی وايي، اوس چې نوی حکومت راغلی نو له پخوانیو هغو چارواکو سره دې حساب وکړي چې له کرونا سره د مبارزې لپاره په ځانګړو شوو پیسو کې یې فساد کړی دی.

د غزني ښار بل اوسېدونکي نورالحق پژواک خبري اژانس ته وویل، اوسنی حکومت باید د فساد د هغو ټولو مواردو پلټنه وکړي چې د تېر حکومت پر مهال پېښ شوي دي.

د ده په خبره، د غزني په هره اداره کې پراخ فساد شوی چې ثبوتونه یې هغه مهال ټولنیزو رسنیو ته هم راوتلي وو.

هغه زیاته کړه: «د نوي حکومت مسوولین دې د تېر حکومت د مفسدینو پر وړاندې اقدام وکړي ځکه ګڼ شمېر یې اوس هم په ادارو کې پاتې دي.»

د چارواکو غبرګون

د غزني د عامې روغتیا رییس مولوي محمد حنیف مصباح پژواک خبري اژانس ته وویل، حکومت پلان لري د تېر حکومت له هغو چارواکو او مامورینو سره چې په اداري او مالي فساد کې ښکېل وو او د ولس حق یې خوړلی، حساب او کتاب وکړي.

هغه زیاته کړه: «زه منم چې د تېر حکومت پر مهال نه یوازې په روغتیايي، بلکې په ډېرو نورو برخو کې هم پراخ فساد شوی دی، خو موږ به دغه ټول موارد وڅېړو او له مفسدینو سره قانوني چلند کوو.»

نوموړي له پژواک څخه د غزني د کرونا مرکز لپاره په اخیستل شوو توکو کې د شوي فساد د اسنادو یوه کاپي هم واخیسته او یادونه یې وکړه چې دغه اسناد به له مرکزي ادارې سره هم شریک کړي او په اړه به یې څېړنه پیل کړي.

ده ډاډ ورکړ چې د شوي فساد په اړه به د خپلو څېړنو پایله له رسنیو سره هم شریکه کړي.

د یادونې ده چې تېره میاشت هم پژواک د غزني د پوهنې په ریاست کې د مالي فساد اړوند یو لړ اسناد تر لاسه کړي وو چې له مخې یې دغه ریاست د ۲۸ زره افغانیو کمپیوټر په ۴۰ افغانۍ اخیستل شوی و.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 327

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.