کابل(پژواک، ۱۳لړم ۱۴۰۰): د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) وايي چې داسې یو سیستم به جوړ کړي چې افغان ښوونکو ته په مستقیم ډول معاشونه ورکړي.
د افغانستان لپاره د یونیسف د روزنې برخې مشرې ژانت وګلار رويټرز خبري اژانس ته ویلي چې یونیسف د داسې سیستم جوړولو په حال کې دی چې د ښوونکو معاشونه په مستقیم ډول هغوی ته ورکړي او حکومت ته يې د ورکړې اړتيا نه وي.
د هغې په وینا، یونیسف د افغانستان د ښوونځیو د ټولو ښوونکو د نوم لیکنې په حال کې دی.
نوموړې ویلي: «په افغانستان کې له نجونو او د دوی له زده کړو د ملاتړ لپاره تر ټولو غوره لار، له ښوونځیو او ښوونکو د ملاتړ دوام دی، یونیسف له مرستندویانو غواړي چې افغان ماشومان ناهیلي نه کړي.»
سرچینې لیکلي، په افغانستان کې عمومي خدمات په تېره بیا د روغتیا او زده کړو په برخو کې واک ته د نوي حکومت له رسېدو راهیسې له ستونزو سره مخ شوي دي.
راپور کې راغلي، چې بشردوستانه مرستې په خوراکي توکو او جامو پورې محدودې شوې او د عمومي خدماتو کارکوونکو له هغې ډلې ښوونکو له څو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي اخیستي.
له بلې خوا، د افغانستان بانک میلیاردونه ډالر شتمني چې له هېواده بهر ساتل کېده کنګل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP