ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يونيسف افغان ښوونکو ته د معاشونو د مستقيمې ورکړې سيستم د جوړولو ژمنه وکړه

يونيسف افغان ښوونکو ته د معاشونو د مستقيمې ورکړې سيستم د جوړولو ژمنه وکړه

author avatar
4 Nov 2021 - 10:26
يونيسف افغان ښوونکو ته د معاشونو د مستقيمې ورکړې سيستم د جوړولو ژمنه وکړه
author avatar
4 Nov 2021 - 10:26

کابل(پژواک، ۱۳لړم ۱۴۰۰): د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) وايي چې داسې یو سیستم به جوړ کړي چې افغان ښوونکو ته په مستقیم ډول معاشونه ورکړي.

د افغانستان لپاره د یونیسف د روزنې برخې مشرې ژانت وګلار رويټرز خبري اژانس ته ویلي چې یونیسف د داسې سیستم جوړولو په حال کې دی چې د ښوونکو معاشونه په مستقیم ډول هغوی ته ورکړي او حکومت ته يې د ورکړې اړتيا نه وي.

د هغې په وینا، یونیسف د افغانستان د ښوونځیو د ټولو ښوونکو د نوم لیکنې په حال کې دی.

نوموړې ویلي: «په افغانستان کې له نجونو او د دوی له زده کړو د ملاتړ لپاره تر ټولو غوره لار، له ښوونځیو او ښوونکو د ملاتړ دوام دی، یونیسف له مرستندویانو غواړي چې افغان ماشومان ناهیلي نه کړي.»

سرچینې لیکلي،‎ په افغانستان کې عمومي خدمات په تېره بیا د روغتیا او زده کړو په برخو کې واک ته د نوي حکومت له رسېدو راهیسې له ستونزو سره مخ شوي دي.

راپور کې راغلي، چې بشردوستانه مرستې په خوراکي توکو او جامو پورې محدودې شوې او د عمومي خدماتو کارکوونکو له هغې ډلې ښوونکو له څو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي اخیستي.

له بلې خوا، د افغانستان بانک میلیاردونه ډالر شتمني چې له هېواده بهر ساتل کېده کنګل شوې ده.

Visits: 697

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.