چاریکار (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښيي چې په هېواد کې د اقتصادي ستونزو له ډېرېدو سره په پروان ولايت کې د لیلامي جامو بازار غوړېدلی او د پلورونکو عواید یې دوه برابره ډېر شوي دي.
په وروستيو کلونو کې د لیلامي جامو او نورو توکو بازار د ډېری کورنيو له پامه لوېدلی و او خلک د نوو توکو له پېرلو سره عادت شوي وو؛ خو د مخکني نظام له سقوط او د نوي حکومت له واکمنېدو سره د نړیوالې ټولنې مرستې بندې شوې او امریکا د افغانستان نږدې لس میلیارده ډالر سرمایه کنګل کړه.
له هغه وروسته په افغانستان کې اقتصادي ستونزې ډېرې شوې، بېوزلي او بېکاري ډېر شوي او د هغو کسانو شمېر چې د نوو جامو اخیستو توان نه لري، هم زیات شوی دی.
د پژواک موندنې ښیي چې په پروان ولایت کې اوس ډېر خلک لیلامي او ارزان بیه جامې اخلي.
لیلامي پلورنځي د پروان د مرکز چاریکار ښار چوک ته څېرمه موقعیت لري.
په دغه بازار کې له بهره وارد شوي دویم لاس جامې او نور پلورل کېږي.
الله محمد- چې د دغه ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د یوه دولتي ښوونځي ښوونکی دی- هم خپلو ماشومانو ته په دغه بازار کې په کټونو پراته لیلامي اخلي.
هغه چې وروسته له دوو کلونو لیلامي توکي پېري، وویل: «بازار ته راغلم چې د ماشومانو لپاره ژمنۍ جامې واخلم... مخکې به مې د خپلو ماشومانو لپاره له دوکانه نوې جامې اخیستې، اوس چې څو میاشې کېږي معاش مې نه دی اخیستی، په پلورنځي کې یې نه شم پېرلی، مجبور یم چې اولادونو ته مې لیلامي واخلم؛ ځکه چې ارزانه دي.»
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د نوي حکومت له راتلو وروسته ډېری ښوونکو ته د یوې (زمري) میاشتې معاشونه ورکړل شوي او د نورو میاشتو پاتې دي. چارواکو ویلي چې په دې کار روان دی څو د ښوونکو معاشونه ورکړي.
۲۶کلنه مرسل هم دغه بازار ته د لیلامي جامو اخیستلو لپاره راغلې وه؛ هغه وايي چې د یوې دولتي ادارې کارکوونکې وه؛ خو اوس په کور کې ده او مجبور ده چې له دې وروسته د استعمالي جامو له اغوستلو سره ځان عادت کړي.
مرسل وایي: «دا زما لومړی ځل دی چې دلته راغلې یم؛ ما ډېری وخت په کابل کې خریداري کوله، ما او مېړه مې دنده لرله، اوس بېکاره یو، نو اړ یو لیلامي واخلو، کیفیت یې ډېر توپیر لري، د پلورنځي کالي مو لږ تر لږه دوه یا درې کاله استفاده کول؛ خو لیلامي کالي که دوه ځلې ومینځل شي، بیا نه اغوستل کېږي؛ ځکه زاړه دي. اوس موږ خپل ځان او خپلو ماشومانو ته لیلامي جامې اخلو»
لیلام پلورونکي: زموږ کاروبار ښه شوی دی
حشمت الله چې په چاریکار بازار کې د ليلاميو پلورنځی لري، وايي: "د مخکني حکومت له سقوط مخکې هم د ليلامي کالیو پېر او پلور ښه و؛ خو دومره نه لکه اوس؛ ځکه اوس د خلکو اقتصاد کمزورى شوی، خلک د نوو توکو پېرلو توان لري، ډېری خلک هڅه کوي چې ليلامي توکي واخلي، زموږ عواید د تېرو کلونو په پرتله زيات شوي؛ ځکه چې خلک له پلورنځیو د کالیو د پېر توان نه لري.
په چاريکار کې يو بل ليلام پلورونکى شېر پادشاه چې له ۲۰ تر ۳۰ افغانیو د ماشومانو کالي پلوري، وايي چې د نوي حکومت له رامنځته کېدو د مخه يې د لیلامي جامو د پلورلو له لارې د ورځې شاوخوا ٧٠٠ افغانۍ ترلاسه کولې؛ خو اوس شاوخوا ١٧٠٠ افغانۍ ترلاسه کوي.
محمد مایل د پروان ولایت په مرکز کې یو بل لیلامي پلورونکی دی چې د ژمي جرابې او د ښځو بخملي جامې پلوري. دى وايي، مخکې به يې د ورځې ٩٠٠ افغانۍ عايد درلود؛ خو اوس دغه عاید دوه زره افغانيو ته لوړ شوی دی.
د ډاکترانو توصیه You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP