ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل کې اتیا سلنه ناروغۍ د هوا د ککړتیا له امله دي

په کابل کې اتیا سلنه ناروغۍ د هوا د ککړتیا له امله دي

author avatar
24 Nov 2021 - 18:41
په کابل کې اتیا سلنه ناروغۍ د هوا د ککړتیا له امله دي
author avatar
24 Nov 2021 - 18:41

کابل(پژواک،۳ لېندۍ۱۴۰۰): د یوې غونډې ګډونوالو په کابل ښار کې لوړ پوړې ودانۍ او صنعتي پارکونه د چاپېریال د ککړتیا اصلي لاملونه وبلل او ویې ویل چې د دغه ولایت ټول اوسېدونکي باید د هوا د پاکوالي له فلترونو کار واخلي.

دوی دغه راز وويل چې د چاپېريال ساتنې ملي اداره چې له درېيو مياشتو راهيسې فعالیت نه کوي، د بيا پيل لپاره يې کار روان دی او ژر به بېرته فعاله شي.

نن (د لېندۍ ۳مه) په هغه غونډه کې چې د اروپايي ټولنې سره په همغږۍ د کابل ښاروالۍ د ملاتړ پروژې له خوا د «هوا د ککړتیا او د هغې د کمولو او مخنیوي لپاره د حل لارو» تر عنوان لاندې جوړه شوې وه، د چاپیریال د ککړتیا د ستونزو د لاملونو او حل لارو په اړه په کې خبرې وشوې.

د «کابل ښاروالۍ د ملاتړ پروژې» رییس او همغږي کوونکي خوشحال بشر دوست وویل: «د هوا ککړتیا یوه ناوړه نړیواله پدیده ده چې له امله یې هر کال زرګونه کسان مړه کېږي.»

هغه زیاته کړه: «د دې پروګرام موخه دا ده چې څنګه کولای شو په کابل کې هوا نسبتاً ښه وساتو، د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین د اروپايي ټولنې له خوا تمویلیږي.»

سرچينې وویل:”د کابل د ٢٢ ناحیو په ښوونځيو کې د پلاستيکي توکو د زيانونو، د چاپ شوو کتابونو، تياترونو، د کثافات دانیو د نصبولو، د ښوونيزو پروګرامونو او د ښاري فرهنګ او نورو مسايلو په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شوي دي.”

د روغتیا او چاپېریال ساتنې رییس حسن غلامي وویل: “د هوا ککړتیا له وخته مخکې د ۱۰ سلنه مړینې، د سرطان، زړه، تنفسي ناروغیو او امیندوارۍ د ستونزو، د دماغي اضطراب او د اعصابو د زیانمنېدو لامل کېږي.”

هغه زیاته کړه: “په کابل کې د هوا د ککړتیا څلوېښت سلنه هوا زړو موټرو، ۳۰ سلنه د استوګنې کورونو، ۱۰ سلنه نور عواملو، ۱۰ سلنه ریګرېشنونو او د خښتو بټیو او ۱۰ سلنه صنعتي فابریکو ککړه کړې ده”

سرچينه وايي: “زموږ ننګونې، د ادارو اوسني اقدامات، د فرهنګ کمزورتيا، د رسنيو نه پاملرنه، د اوږدمهاله پلانونو نشتوالى، د مسوولینو نه پاملرنه، د ادارو تر منځ د همغږۍ نه شتون، د چاپېريال ساتنې ملي ادارې غير فعالوالی دي.»

د عامې روغتیا وزارت استازي ډاکټر میرویس احمدزي وویل: «اوس مهال په کابل کې د هوا د ککړتیا اصلي لامل د ډبرو سکرو کارول دي او دویم په خامه سړونو د موټرو تګ او راتګ دی چې د سرطان په څېر وژونکې ناروغۍ لکه د سږو سرطان، د سترګو ناروغۍ، رواني او تنفسي ناروغۍ رامنځته کوي.»

هغه زیاته کړه: «په کابل کې د ناروغیو ډېره سلنه په دغه ښار کې د ککړې هوا له امله ده او په روغتونونو کې د ارقامو له مخې، ۸۰سلنه ناروغان په کابل کې د هوا د ککړتیا له امله دي، یو انسان د ورځې ۱۵کیلوګرامه هوا تنفس کوي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معیین او د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په دې غونډه کې وويل: «د چاپېريال ساتنه او خلکو ته د هوسا او سالم ژوند برابرول زموږ او ستاسو د ټولو مسووليت دى، چې ټول بايد په دې برخه کې لاسونه سره يو کړو او د جګړې، بدبختیو او ستونزو په شرایطو کې چې موږ ته د ډیرو کلونو راهیسې راپاتې دي، باید مبارزه وکړه.»

د هغه په ​​وينا، په افغانستان کې د څلوېښت کلنې جګړې په پايله کې د چاپېريال په ګډون په بېلابېلو برخو کې ستونزې رامنځته شوې، چې بايد رسېدنه ورته وشي او ټول په ګډه کار وکړي.

هغه زیاته کړه: «د روغتیا وزارت او چاپېریال ساتنې ادارې له خوا ډېر ښه پلانونه وړاندې شوي او اوس د دې وخت دی چې عملي ګامونه واخیستل شي، دا د ټولنې د هر فرد مسوولیت دی چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره کار وکړي او له دې الهي نعمت څخه ګټه پورته کړو.»

نوموړي وویل: «په کابل ښار کې له حده ډېر تراکم د هوا د ککړتیا لامل شوی، باید ژمنه وکړو چې تر خپله وسه هوا ته زیان ونه رسوو، لومړی مسوولیت د عامې روغتیا دی چې د هوا د ککړتیا د زیانونو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي، ځکه څو چې پوهاوی نه وي، خلک ځانونه خوندي نه احساسوي.»

هغه وايي چې اړوندې ادارې دې د تړونونو د لاسليک پر مهال د چاپېريال ساتنې مسايل په پام کې ونيسي او فابريکو او نورو ځايونو ته چې له نفتي توکو کار اخلي، وویل شي چې له تصفیه کوونکو فلترونو کار واخلي.

د مجاهد په وينا، د سون توکو او تېلو لوګي هوا او چاپېريال ککړوي او د انسان روغتيا ته ډېر زيان رسوي، چې له همدې امله په افغانستان کې ناروغۍ ډېرې دي.

تر دې وړاندې د روغتیايي چارو متخصصینو ویلي وو چې په هېواد کې د چاپېریال ککړتیا له امله د زړه ناروغۍ، د زړه حملې او یو شمېر سرطانونه زیات شوي دي.

مجاهد زیاته کړه: «اسلامي امارت د هر ډول پرمختګ ترڅنګ ولاړ دی او د ټولنې د پرمختګ او د افغانستان د پرمختګ په ګټه یې ملاتړ کوي.))

هغه وويل چې حکومت اوس د هېواد د ستونزو د هواري او پرمختګ لپاره کار کوي.

په ورته مهال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند په غونډه کې وویل: «په تېرو شلو کلونو کې ډېرې پیسې لګول شوي؛ خو د چاپېریال د ککړتیا د مخنیوي لپاره هیڅ کار نه دی شوی.»

نوموړي له اروپایي ټولنې وغوښتل چې د چاپېريال د ککړتيا په مخنيوي کې له افغانستان سره لا زياتې مرستې وکړي. د بېلګې په توګه د برېښنا د فابریکو په جوړولو، د ګازو د تولید او په هغو فابریکو کې چې د ډبرو له سکرو کار اخلي د هوا د تصفیه کولو د فلترونو نصبولو کې همکاري وکړي.

Visits: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.