ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جاپان: د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکوو

جاپان: د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکوو

author avatar
24 Nov 2021 - 13:47
جاپان: د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکوو
author avatar
24 Nov 2021 - 13:47

کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۰): د افغانستان لپاره د جاپان سفیر د ريیس الوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، جاپان غواړي چې د افغانستان له نوي حکومت سره خپلو کارونو ته دوام ورکړي او پرېکړه یې کړې چې که یې د امنیت خوندیتوب ډاډمن شي، خپل سفارت هم بېرته پرانیزي.

د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر خپله ټوېټرپانه لیکلي چې پرون د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د جاپان له سفیر تاکاشي اوکاتا سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.

ده لیکلي د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د جاپان سفیر ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ مناسبات تاریخي وبلل.

سرچینې د سفیر له قوله لیکلي: «زموږ پیغام دا دی چې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکوو.»

ده زیاته کړې، جاپان غواړي چې له نوي حکومت سره خپلو کارونو ته دوام ورکړي او د باور جوړولو په موخه په لومړي قدم کې له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتوي او یادې بشري مرستې باید افغانستان ته د ژمي له را رسېدو مخکې ورسېږي.

په دغه متن کې راغلي، د جاپان سفیر په افغانستان کې د اقتصادي بحران د مخنیوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکه ټینګار کړی دی.

سمنګاني د جاپان د سفیر له قوله لیکلي: «موږ تصمیم لرو چې د امنیت له ډاډمنېدو وروسته خپل سفارت بېرته پرانیزو او د عملي اقداماتو په موخه باید یو ګډ چوکاټ جوړ شي.»

 

Visits: 29

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.