Language

“اروپايي ټولنه د بشري مرستو لپاره کابل کې خپل دفتر فعالوي”

کابل (پژواک ۷ لیندۍ ۱۴۰۰): حکومت وايي، اروپايي ټولنه هوډ لري چې له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي او د همدې موخې لپاره په کابل کې خپل بشري دفتر فعال ساتي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په مشري د حکومت لوړرتبه پلاوي د اروپايي اتحاديې له خوا د افغانستان ځانګړي استازي توماس نکالسن او مل هيئت سره دوه ورځني تفصيلي خبرې ترسره کړې.

سرچينه زياتوي، پلاوو په سياسي، بشري، صحي، امنيتي، افغانستان ته د تلو راتلو خوندي لارو او مرستو په هکله بحثونه او وضاحتونه وکړل.

سرچينه کاږي، په دې ترڅ کې اروپايي اتحاديي هوډ ښکاره کړ چې د افغانستان له خلکو سره به مرستو ته دوام ورکوي او د همدې هدف لپاره یې په کابل کې خپل بشري دفتر د موجوديت د دوام په اړه خبر ورکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان پلاوي ورته د امنيت ډاډ ورکړ، غوښتنه يې وکړه چې بشري موضوعات بايد له سياسي ملحوظاتو بېل وساتل شي او ټينګار يې وکړ چې د فشارونو پرځای بايد د همکاريو له لارې پرمختګ وشي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ناستو په وروستۍ برخه کې درې اړخیزه (افغانستان، قطر او اروپایي ټولنه) ګډه ناسته هم تر سره شوه او طرفونو هوکړه وکړه چې په راتلونکي کې به هم دا ډول ناستو ته دوام ورکوي.