ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تخار کې د يوه ماشوم د سر پرې کولو په تور يو کس نيول شوى

په تخار کې د يوه ماشوم د سر پرې کولو په تور يو کس نيول شوى

author avatar
6 Dec 2021 - 11:45
په تخار کې د يوه ماشوم د سر پرې کولو په تور يو کس نيول شوى
author avatar
6 Dec 2021 - 11:45

تالقان (پژواک، ١٥ ليندۍ ١٤٠٠): د تخار ولایت حکومتي مسوولين وايي چې په رستاق ولسوالۍ کې د يوه ماشوم د وژلو په تور يو کس نيول شوى دى.

د تخار د اطلاعاتو او کلتور رييس انصارالله انصار د ليندۍ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې څو ورځې وړاندې په رستاق ولسوالۍ کې د نويد الله په نوم يو ماشوم وژل شوى و.

د هغه په وينا، د ياد ماشوم د وژلو په تور يو کس نيول شوى چې نيول شوي کس په لومړنيو څرګندونو کې ويلي چې د دغه ماشوم پلار پرې جنسي تېری کړى و نو ځکه يې زوى ورته وژلى دى.

بل لورته نيول شوى کس ذبيح الله وايي چې دغه ماشوم د ده له لوري د اوسپنې په وسيله وژل شوى دى.

هغه وايي: ((پلار یې پر ما تجاوز کړى و او بل ورور يې له ما سره جنګ کړى و، دروازه مې ورته ټک ټک کړه، دغه ماشوم بهر شو ما هم له لاسه ونيوه او يو بل ځاى ته لاړو هلته مې د اوسپنې په وسيله سر ترې پرې کړ.))

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې په تخار ولايت کې د مخکني حکومت دوه پوځيان هم د ناپېژانده کسانو له لوري وژل شوي وو.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.