کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۰): په چين کې د افغانستان سفير وايي، د چين حکومت له افغانانو سره د کرونا یو میلیون دوزه واکسین مرسته کړې چې تر راتلونکو دوو ورځو به افغانستان ته ورسېږي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت معلومات له مخې، تر اوسه په ټول هېواد کې ۷ میلیون دوزه واکسین تطبیق شوی او دا مهال په افغانستان کې تر سل زره دوز ډېر واکسین موجود دی.
په پیکینګ کې د افغانستان سفیر جاوېد احمد قایم نن (د لېندۍ ۱۵مه) پر خپل ټویټر لیکلي چې ټاکل شوې تر راتلونکو دوو ورځو یو میلیون دوز واکسین او ۱،۶
هغه ویلي، د چین چارواکو ژمنه کړې چې ژر به د افغانستان له خلکو سره د نورو روغتیایي تجهیزاتو او خوراکي توکو مرسته هم وکړي.
چین وایي چې دغه هېواد د افغانستان لپاره د ۴،۷ میلیونو ډالرو په ارزښت د بشري مرستو نوې بسته برابروي.
د پژواک د راپوره پر اساس، د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق نن سهار پر ټویټر پاڼه لیکلي چې چین د افغانستان لپاره د ۴،۷ میلیونو ډالر په ارزښت د مرستو نوې بسته چمتو کوي.
Visits: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن