ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تر راتلونکو دوو ورځو د چین یو میلیون دوز مرسته شوی واکسین افغانستان ته را رسېږي

تر راتلونکو دوو ورځو د چین یو میلیون دوز مرسته شوی واکسین افغانستان ته را رسېږي

author avatar
6 Dec 2021 - 14:50
تر راتلونکو دوو ورځو د چین یو میلیون دوز مرسته شوی واکسین افغانستان ته را رسېږي
author avatar
6 Dec 2021 - 14:50

کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۰): په چين کې د افغانستان سفير وايي، د چين حکومت له افغانانو سره د کرونا یو میلیون دوزه واکسین مرسته کړې چې تر راتلونکو دوو ورځو به افغانستان ته ورسېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت معلومات له مخې، تر اوسه په ټول هېواد کې ۷ میلیون دوزه واکسین تطبیق شوی او دا مهال په افغانستان کې تر سل زره دوز ډېر واکسین موجود دی.

په پیکینګ کې د افغانستان سفیر جاوېد احمد قایم نن (د لېندۍ ۱۵مه) پر خپل ټویټر لیکلي چې ټاکل شوې تر راتلونکو دوو ورځو یو میلیون دوز واکسین او ۱،۶ میلیونه سورنج یا ستنې کابل ته ورسېږي.

هغه ویلي، د چین چارواکو ژمنه کړې چې ژر به د افغانستان له خلکو سره د نورو روغتیایي تجهیزاتو او خوراکي توکو مرسته هم وکړي.

چین وایي چې دغه هېواد د افغانستان لپاره د ۴،۷ میلیونو ډالرو په ارزښت د بشري مرستو نوې بسته برابروي.

د پژواک د راپوره پر اساس، د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق نن سهار پر ټویټر پاڼه لیکلي چې چین د افغانستان لپاره د ۴،۷ میلیونو ډالر په ارزښت د مرستو نوې بسته چمتو کوي.

Visits: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.