ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان صحتمندي پروګرام برخه کې ۱۰۰ میليون ډالر مرسته کوي

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان صحتمندي پروګرام برخه کې ۱۰۰ میليون ډالر مرسته کوي

author avatar
8 Dec 2021 - 15:52
د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان صحتمندي پروګرام برخه کې ۱۰۰ میليون ډالر مرسته کوي
author avatar
8 Dec 2021 - 15:52

کابل (پژواک، ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۰): حکومتي مسوولين وايي چې د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د صحتمندي پروکرام لپاره د راتلونکي کال تر نیمايي پورې سل میلیونه ډالره مالي سرچینه برابره کړې ده.

د حکومت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق په خپلې ټويټرپاڼې لیکلي چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د ملګرو ملتونو سازمان له استازي لیوډیپني سره لیدلي دي.

دی وايي، مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې افغانستان کې صحتمندي پروګرام سره د ملګرو ملتونو له مالي مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې حکومت به د دوی ټولو وړاندیزونو او غوښتنو ته مو رسېدنه کوي.

وثیق زیاته کړه چې په یاده لیدنه کې د روغتیا نړیوال سازمان استازو په افغانستان کې د صحتمندي پروژې سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

ده د هغوی له قوله لیکلي چې د یادې پروژې د دوام لپاره یې د روان کال تر پایه ۶۰ میلیون ډالر او د راتلونکي کال تر نیمایي پورې یې سل میلیونه ډالر مالي سرچینې برابرې کړې دي.

Views: 170

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.