Language

بلخ کې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

مزارشریف (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۳): ستره محکمه وایي، د بلخ ولایت په البرز ولسوالۍ کې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.

د سترې محکمې خبرپاڼه کې راغلي چې د بلخ ولایت د البرز ولسوالۍ د لومړنۍ محکمې د پرېکړې له مخې، دوو کسانو ته چې پر لواطت متهم وو، تعزیري سزا ورکړل شوه.

سرچينې لیکلي، لومړنۍ محکمې یاد متهمين پر څلور ـ څلور کاله تنفيذي بند او ۳۵ـ ۲۵ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو چې یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تایيد وروسته پر متهمینو تطبيق شوه.

دا په داسې حال کې ده چې نن په غور ولایت کې هم شپږو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې ده.

Related Topics