ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شپږیزې سپورټ فابریکې مسوول: کرکټ بورډ دې له وطني بېټونو استفاده وکړي

د شپږیزې سپورټ فابریکې مسوول: کرکټ بورډ دې له وطني بېټونو استفاده وکړي

author avatar
9 Dec 2021 - 16:35
د شپږیزې سپورټ فابریکې مسوول: کرکټ بورډ دې له وطني بېټونو استفاده وکړي
author avatar
9 Dec 2021 - 16:35

کابل (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۰): په کابل کې د بېټونو جوړولو یوې فابریکې مسوول په داسې حال کې چې د افغانستان له کرکټ بورډه د خپلې فابریکې له تولیداتو د استفادې غوښتنه کوي، وايي چې پلور یې ډېر شوی او په پام کې لري څو خپل تولید نور هم ډېر کړي.
د یادې فابریکې رییس اکرام الدین زیار پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې وروستیو کې يې تولیدات او پلور ښه شوي دي.
هغه وویل، په دې فابریکه کې یې- چې شاوخوا اووه کاله مخکې جوړه شوې- لږ تر لږه لس میلیونه افغانۍ پانګونه کړې ده.
هغه وایي: «د بېټونو د ډېر پلور یو علت د خلکو بېکاره کېدل دي چې نوره بوختیا نه لري او کرکټ کولو ته یې مخه کړې ده او بل دلیل یې په بهرنیو لیګونو کې د افغان لوبغاړي ځلېدل دي چې تر ډېره یې خلک مینه وال شوي دي.»
نوموړی وایي چې خپل کار پراخوي او هر څومره چې په هېواد کې تقاضا موجوده وي، هغومره بیټونه به تولید کړي او اړتیا به نه پېښېږي څو له بهره بیټونه وارد کړي.
هغه وایي: «د مارکېټ تقاضا نسبت پخوا ته ډېره شوې ده؛ مخکې چې مو تولید درلود، ټول مو پلورل خو اوس تقاضا ډېره شوې، کوشش کوو خپل تولید ډېر کړو.»
نوموړي زیاته کړه: «په افغانستان کې یوه ستونزه شته، که وطني تولید هر څومره کیفیت لرونکی هم وي، څوک یې نه اخلي، خو خارجي تولیدات چې وارد شوي وي او خارجي نښان ولري، که هر څو بې کیفیته هم وي، اخلي یې.»
د هغه په خبره، د ورځې شاوخوا ۱۰۰ بېټونه جوړوي چې د بیې یې له ۲۵۰ تر ۷۵۰ افغانیو پورې دي او دغه بېټونه د ټینس توپونو لپاره دي.
هغه زیاتوي چې مخکې یې شپږ میاشتې د کلکو توپونو «هارډبال» لپاره هم بېټونه جوړول خو په هېواد کې یې بازار نه درلود چې اوس هغه نه تولیدوي.
نوموړی وایي که کرکټ بورډ په داخلي لوبو کې د دوی له بېټونو نه استفاده وکړي او دا همکاري وکړي نو دوی به هم هماغسې په نړیوال سټنډرډ برابر «هارډبال بېټونه» تولید کړي.
د هغه په خبره، ځیني هټۍ وال ترې په ارزانه بیه بېټونه پېري او بیا پرې د بهرنیو ملکونو مارکونه وهي او پلوري یې چې دغه کار باید ونه شي؛ ځکه وطني تولید باندې باید خپله د وطن مارک ولګېږي.
سرچینه وایي چې اوسمهال په کندهار، هلمند، کونړ، ننګرهار، لغمان، پکتیا، خوست او غزني ولایتونو کې نماینده ګۍ لري.
ده وویل چې مخکې یې پاکستان هېواد ته هم بېټونه صادرول خو اوس د ټکس لوړېدو له امله یې نه صادروي.
نوموړی وایي چې د بېټونو لپاره له بامیان، میدان وردګ او غزني ولایتونو لرګي راوړي او ټول بېټونه د چنار له لرګیو جوړیږي.
هغه وایي، د تېلو د نرخونو په لوړېدو سره د موټرو کرایې لوړې شوې دي او اوس دوی ته لرګي په لوړه بیه راځي.
دی وایي چې مخکې یې یو کاماز موټر لرګي په ۶۰زره افغانۍ اخیستل خو هماغه موټر لرګي اوس په ۹۰زره افغانۍ اخلي.
ده له کرکټ بورډ او د کرکټ له لوبغاړو وغوښتل څو له وطني بېټونونه استفاده وکړي څو په هېواد کې نورې فابریکې هم جوړې شي او خلکو ته د کار زمینه برابره او اقتصاد پرمختګ وکړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل چې د افغانستان کرکټ بورډ له هغو سوداګرو مننه کوي چې په هېواد کې یې د کرکټ په برخه کې پانګونه کړې او دا یو نېک اقدام بولي.
نوموړي د یادې فابریکې له مسوولینو هم مننه وکړه او د کرکټ له ټولو ورزشکارانو نه یې وغوښتل چې له داخلي تولیداتو استفاده وکړي.

Views: 26

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.