زرنج (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۰): د نیمروز اوسېدونکي وايي، که څه هم د کمال خان بند له پرانیستې سره یې هیله درلوده چې د څښاک د پاکو اوبو په برخه کې به د دوی ستونزې هوارې شي، خو دا ستونزه لا هم پر خپل ځای ده او د ځینو سیمو خلک د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.
خو د دغه ولايت مسوولین وايي چې په یاد ولايت کې د څښاک اوبو ستونزې هواري لپاره یې ځیني اقدامات ترسره کړي.
د پژواک د يوه راپور له مخې، د مخکني حکومت مسوولینو د روان کال د وري په پنځمه د دغه بند د پرانيستې مراسمو پر مهال ويلي وو چې د یاد بند په پرانيستل کېدو سره به نه يوازې ايران ته د اوبو د جريان مخه ونيول شي، بلکې لسګونه زره هکټاره ځمکه به پرې خړوبه او زرګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.
د نيمروز د کنګ ولسوالۍ اوسېدونکی غلام سخي وايي: «موږ د کنګ ولسوالۍ اوسېدونکي د څښاک د پاکو اوبو له کمښت سره مخ يو؛ زموږ په سیمو کې نل کشي نه ده شوې، وچکالۍ څاګانې وچې کړې دي.»
هغه وويل چې د څښاک اوبو د ستونزې له امله له خپلې کورنۍ سره زرنج ښار ته راغلی، خو دلته هم پاکې اوبه په بیه دي.
هغه زیاته کړه: «زه مجبور شوم له خپلې کورنۍ سره زرنج ښار ته راشم، دلته هم اوبه خرڅېږي؛ یوه ۲۰ لیتره بوشکه په ۲۰ افغانې اخلو؛ له محلي مسوولینو نه زما غوښتنه دا ده چې زموږ ستونزې ته رسېدنه وکړي.»
د زرنج ښار بل اوسېدونکی وایي: «زموږ هیله دا وه چې په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند بشپړ شي، ښايي د نیمروز د ښاریانو په ځانګړې توګه د زرنج ښار اوسېدونکو د څښاک اوبو ستونزه هواره شي، خو دا ستونزه لا هم پر ځای ده.»
د هغه په خبره، د څښاک پاکو اوبو يوه شل لېتره بوشکه په ٢٠ افغانۍ ده چې د ښار د يو شمېر اوسېدونکو لپاره چې له ښه اقتصادي وضعیته برخمن نه دي، لويه ستونزه ګڼل کېږي.
په ورته مهال د زرنج بل اوسېدونکي فرزاد وویل: «که د پاکو اوبو د نشتون ستونزې ته رسېدنه ونه شي، د دې ولایت ډېر خلک به خپل کورونه پریږدي.»
هغه د یادې ستونزې د هواري په برخه کې د مسوولینو د پاملرنې غوښتته وکړه او ویې ویل چې د دغه ولايت د ولسواليو ډېرى اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.
د نيمروز د اوبو رسولو شبکې رییس مولوي احسان الله پژواک خبري اژانس ته وويل: «د اوبو رسولو ریاست په فتح کلا کې ۸ څاګانې لري چې د مخکني حکومت پر مهال شپږ څاه ګانې غیرفعال وې؛ دا مهال موږ یوه څاه چې له درېیو کلونو راهیسې ویجاړه شوې وه، فعال کړې ده.»
د نوموړي په خبره، د اوبو ټولې غير فعال څاګانې تر کار لاندې دي، څو نيمګړتياوې یې له منځه يوړل او بېرته فعال شي.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP