ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نیمروز خلک د څښاک اوبو له نشتوالي شکایت کوي

د نیمروز خلک د څښاک اوبو له نشتوالي شکایت کوي

author avatar
11 Dec 2021 - 18:08
د نیمروز خلک د څښاک اوبو له نشتوالي شکایت کوي
author avatar
11 Dec 2021 - 18:08

زرنج (پژواک، ۲۰ لېندۍ  ۱۴۰۰): د نیمروز اوسېدونکي وايي، که څه هم د کمال خان بند له پرانیستې سره یې هیله درلوده چې د څښاک د پاکو اوبو په برخه کې به د دوی ستونزې هوارې شي، خو دا ستونزه لا هم پر خپل ځای ده او د ځینو سیمو خلک د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.

خو د دغه ولايت مسوولین وايي چې په یاد ولايت کې د څښاک اوبو ستونزې هواري لپاره یې ځیني اقدامات ترسره کړي.

د پژواک د يوه راپور له مخې، د مخکني حکومت مسوولینو د روان کال د وري په پنځمه د دغه بند د پرانيستې مراسمو پر مهال ويلي وو چې د یاد بند په پرانيستل کېدو سره به نه يوازې ايران ته د اوبو د جريان مخه ونيول شي، بلکې لسګونه زره هکټاره ځمکه به پرې خړوبه او زرګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.

د نيمروز د کنګ ولسوالۍ اوسېدونکی غلام سخي وايي: «موږ د کنګ ولسوالۍ اوسېدونکي د څښاک د پاکو اوبو له کمښت سره مخ يو؛ زموږ په سیمو کې نل کشي نه ده شوې، وچکالۍ څاګانې وچې کړې دي.»

هغه وويل چې د څښاک اوبو د ستونزې له امله له خپلې کورنۍ سره زرنج ښار ته راغلی، خو دلته هم پاکې اوبه په بیه دي.

هغه زیاته کړه: «زه مجبور شوم له خپلې کورنۍ سره زرنج ښار ته راشم، دلته هم اوبه خرڅېږي؛ یوه ۲۰ لیتره بوشکه په ۲۰ افغانې اخلو؛ ‎له محلي مسوولینو نه زما غوښتنه دا ده‎ چې زموږ ستونزې ته رسېدنه وکړي.»

د زرنج ښار بل اوسېدونکی وایي: «زموږ هیله دا وه چې په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند بشپړ شي، ښايي د نیمروز د ښاریانو په ځانګړې توګه د زرنج ښار اوسېدونکو د څښاک اوبو ستونزه هواره شي، خو دا ستونزه لا هم پر ځای ده.»

د هغه په ​​خبره، د څښاک پاکو اوبو يوه شل لېتره بوشکه په ٢٠ افغانۍ ده چې د ښار د يو شمېر اوسېدونکو لپاره چې له ښه اقتصادي وضعیته برخمن نه دي، لويه ستونزه ګڼل کېږي.

په ورته مهال د زرنج بل اوسېدونکي فرزاد وویل: «که د پاکو اوبو د نشتون ستونزې ته رسېدنه ونه شي، د دې ولایت ډېر خلک به خپل کورونه پریږدي.»

هغه د یادې ستونزې د هواري په برخه کې د مسوولینو د پاملرنې غوښتته وکړه او ویې ویل چې د دغه ولايت د ولسواليو ډېرى اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.

د نيمروز د اوبو رسولو شبکې رییس مولوي احسان الله پژواک خبري اژانس ته وويل: «د اوبو رسولو ریاست په فتح کلا کې ۸ څاګانې لري چې د مخکني حکومت پر مهال شپږ څاه ګانې غیرفعال وې؛ دا مهال ‎ موږ یوه څاه چې له درېیو کلونو راهیسې ویجاړه شوې وه، فعال کړې ده.»

د نوموړي په خبره، د اوبو ټولې غير فعال څاګانې تر کار لاندې دي، څو نيمګړتياوې یې له منځه يوړل او بېرته فعال شي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.