ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د سوالګرو عاید د پخوا په پرتله ۵۵ سلنه کم شوی

په کابل ښار کې د سوالګرو عاید د پخوا په پرتله ۵۵ سلنه کم شوی

author avatar
12 Dec 2021 - 15:05
په کابل ښار کې د سوالګرو عاید د پخوا په پرتله ۵۵ سلنه کم شوی
author avatar
12 Dec 2021 - 15:05

کابل (پژواک،۲۱ لیندۍ ۱۴۰۰): د پژواک موندنې ښیي چې په کابل کې د سوالګرو ورځنی عاید په داسې حال کې ۵۵ سلنه کم شوی چې د چارو د پوهانو په وینا، حکومت او شتمن خلک باید د اړو کسانو لاسنیوی وکړي او سوالګري د نورو ټولنیزو ستونزو لامل نه شي.

د چارو پوهان وایي چې د شتمنو خلکو او حکومت تر څنګ، دیني عالمان هم مسوولیت لري چې د اړو کسانو د لاسنیوي په برخه کې د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي.

حکومت په کابل ښار کې د سوالګرو د تثبیت او د هغوی لپاره د اړتیاوو (ځای، خوراک، پوښاک او درملو) برابرولو لپاره د یوې طرحې پر جوړولو کار کوي او دا مهال د هېواد په مرکز او ولایتونو کې له اړو کسانو سره د مرستو لړۍ روانه ده.

د پژواک څېړنه:

پژواک خبري اژانس د روانې لیندۍ میاشتې په ۱۶مه او ۱۷مه، د کابل ښار په ده افغانانو، عبدالحق څلور لارې، میرویس میدان پښتونستان واټ، صدارت څلور لارې، شهرنو او قلعۀ فتح الله سیمو کې له ۵۱ سوالګرو سره مرکه وکړې.

دغه کسان – چې ۳۱ یې ښځې او ۲۰ نارینه دي او عمرونه یې له لسو تر ۷۵ کلونو دي – په تصادفي ډول د مرکو لپاره په نښه شوي دي.

له دغو کسانو پوښتل شوي چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې یې څومره ورځنی عاید درلود او اوس یې د عاید کچه څومره ده؟

د یادو کسانو د معلوماتو پر بنسټ د پژواک محاسبه ښيي چې په منځنۍ کچه کابل ښار کې پخوا یوه سوالګر د ورځې ۳۱۸  افغانۍ تر لاسه کولای شوای، خو اوس دغه کچه ۱۴۴ افغانیو ته رالوېدلې ده.

د مرکه کوونکو معلومات ښیي چې د هرې سیمې د سوالګرو د عاید کچه توپیر لري.

د سوالګرو د اوسنيو عوایدو منځنۍ کچه ښيي چې یو سوالګر هره ورځ په عبدالحق څلورې کې ۱۵۳ افغانۍ، په میرویس میدان کې ۱۴۹ افغانۍ، په ده افغانانو کې ۱۴۴ افغانۍ، په شهرنو کې ۱۴۲ افغانۍ، په پښتونستان واټ کې ۱۲۵افغانۍ، په صدارت څلور لارې کې ۱۲۴ افغانۍ او په قلعه فتح الله کې ۹۰ افغانۍ تر لاسه کوي.

موندنې ښيي چې پخوا په منځنۍ کچه د یوه سوالګر د ورځني عاید ټیټه کچه ۹۰ افغانۍ، خو لوړه کچه یې ۵۵۰ افغانۍ وه. موندنې ښيي چې اوس یې هم د ورځني عاید تیټه کچه ۹۰ افغانۍ ده، خو لوړه یې ۲۲۵ افغانیو ته رالوېدلې ده.

سوالګر: حکومت دې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

۳۸ کلن قاري نعمت الله یو له دغو کسانو دی. هغه چې په دواړو سترګو ړوند دی، د دوو ماشومو لوڼو په مرسته د کابل په ده افغانانو کې خیرات ټولوي.

هغه پژواک ته وویل: «مخکې کاروبار ښه و، ۳۰۰ تر ۴۰۰ افغانۍ مې تر بیګا پیدا کولې، خو اوس ۲۰۰ افغانۍ هم تر بیګا نه شم پیدا کولی، مخکې د خلکو کاروبار ښه و، څوک به چې له ګلبهار سنټر څخه راووتل مرسته به یې راسره کوله، اوس خلک خپله وږي دي.»

هغه وایي، شپږ واړه بچیان لري، کور یې کرایي دی او کله، کله داسې هم کیږي چې بچیان یې وږي پاتې شي.

دی وایي چې حکومت باید له بیوزلو سره مرسته وکړي، په ځانګړي ډول اوس چې ژمی دی، هوا سړه ده خلک ډېر مرستې ته اړتیا لري.

۲۷ کلنه لیلما یوه بله سوالګره ده. هغه د پوهنې وزارت ته څېرمه په داسې حال کې په سیوري او سړه هوا کې ولاړه وه چې ماشومه لور یې هم غېږ کې وه.

هغه وایي، له څو کلونو راهیسې سوالګري کوي؛ پخوا به یې د ورځې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانیو پیدا کولې، خو اوس تر بیګا خلکو ته «عذر او زراۍ کوي» له اتیاوو تر سلو افغانیو زیاتې نه شي پیدا کولی.

لیلما وایي: «خاوند مي ښاروالۍ کې دنده درلوده، ټوله ورځ به یې سړکونه جارو کول، څو کاله مخکې په چاودنه کې ووژل شو، اوس مې ورځ ډېره بده ده، ګاز قیمته دی، اوړه قیمته دي، له حکومته غواړو ارامي راولي، له بیوزلو سره مرستې وکړي.»

جان محمد یو بل له دغو کسانو څخه دی چې د کابل ښار په پښتونستان واټ کې سوال کوي. هغه وایي: «مېرمن مې ګوډه ده، زه هم په پښه ګوډ یم، کاروبار نشته، مجبوره یو.»

هغه – چې ۴۹ کاله عمر لري ـ وایي چې پخوا به یې هره ورځ له ۳۰۰  تر ۴۰۰ افغانۍ پیدا کولې، خو اوس تر بیګا ۱۵۰ افغانۍ هم نه شي پیدا کولی.

سوالګر له حکومت او خلکو غواړي چې لاسنیوی یې وکړي.

د سوالګرو پر وړاندې د حکومت او شتمنو خلکو مسوولیتونه

دیني عالم عبدالمبین ماهر وایي چې تر ټولو د مخه حکومت مسوولیت لري چې د اړو کسانو له حاله خبر شي، ستونزې یې حل کړي او مرستې ورسره وکړي او تر څنګ یې خلک باید له سوالګرو سره د مادي مرستې تر څنګ، له هغوی سره سم چلند وکړي؛ ځکه چې سوالګرو ته معنوي ارزښت ورکول له هغوی سره له مادي مرستې هم لوړ ځای لري.

دی وایي: «که چېرې د افغانستان شتمن خلک خپل زکات ورکړي، نو هېڅ غریب او فقیر به په ټولنه کې پاتې نه شي.»

هغه زیاته کړه: «د دین علماء، هم د سوالګرو، هم د عامو خلکو او هم د شتمنو کسانو پر وړاندې مسوولیت لري، تر څو په جوماتونو، صنفونو، او مدارسو کې ځینې استفاده جو خلک (سوالګر) پوه کړي چې که دروغ وایي او غریبان نه وي او د غریبانو حق خوري، نو د الله (ج) عذاب به پرې نازل شي او شتمن خلک هم پوه کړي چې دنده یې ده تر څو له اړو خلکو سره مرستې وکړي او که مرستې نه کوي نو خدای (ج) به یې شتمنۍ ترې واخلي. د شتمنو کسانو دنده ده چې د نورو لاسنیوی وکړي.»

ماهر وايي چې که په یوه ټولنه کې حکومت، عام او شتمن خلک خپل مسوولیتونه وپېژنې او په امانتدارۍ یې ترسره کړي نو په ټولنه کې به د سوالګرۍ ستونزه حل شي.

کابل پوهنتون کې د ارواپوهنې استاد شرف الدین عظيمي وایي چې د هېواد اقتصادي وضعیت سم نه دی او خلک د پخوا په څېر له سوالګرو سره مرستې نه شي کولای؛ نو ځکه خو په لومړي سر کې د دولت مسوولیت دی چې سوالګرو ته پام وکړي او مرستې ورسره وکړي.

هغه زیاتوي: «خپله په افرادو کې هم مشکل دی، چې دلته هم باید دولت اقدام وکړي؛ مثلا یو څوک عادت دی، په سوالګرۍ روږدی دی، هغه کراهت چې له فرهنګې پلوه په سوالګرۍ کې و، اوس هغه نه دی پاتې، په ډېرې راحتۍ سره اوس خلک کاروبار نه کوي او خلکو ته لاس نیسي او سوال کوي.»

دی وایي چې خلک هم باید مسوول وګڼل شي او حکومت باید عامه پوهاوی را منځته کړي، تر څو خلک سوالګري ونه کړي؛ ځکه چې که مخه یې ونه نیول شي، «د ټولنیز رذالت، پر نشه یي توکو د روږدي کېدو، جنایي جرمونو او حتی تن پلورولو» لامل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د لړم په ۲۶ مه کابینې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته دنده سپارلې چې د کابل د امنیې قوماندانۍ او نورو اړوندو ارګانونو په مرسته په کابل ښار کې سوالګر تثبیت او د هغوی لپاره د اړتیاوو (ځای، خوراک، پوښاک او درملو) برابرولو لپاره طرحه چمتو او د ریاست الوزرا مقام ته يې وړاندې کړي.

په دې اړه مو د سرې میاشتې ټولنې له مطبوعاتي دفتر څخه د وټس اپ له لارې وپوښتل، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.

Visits: 159

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.