کابل (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۰): عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا ناروغۍ د درملنې روغتونونه چې مخکې تړل شوي وو، بېرته پرانیستل کېږي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر جاوېد هژیر نن د لېندۍ په ۲۲مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په ټول هېواد کې د کرونا په برخه کې ۳۸ روغتونونو فعالیت درلود چې ۹ یې خصوصي او پاتې نورې یې دولتي وو.
هغه دې ته په اشارې چې د کرونا یو شمېر روغتونونه د ځینو ستونزو له امله تړل شوي وو، زیاته کړه: «د کرونا ټول بهیر نه و درېدلی، دا مهال هم په ټول هېواد کې د درېیو خصوصي روغتونونو په ګډون ۲۱ دولتي روغتونونه خدمتونه وړاندې کوي.»
نوموړي د کرونا په برخه کې د فعالیت لرونکو روغتونونو نمونه په ډګه نه کړل.
هغه څرګنده کړه چې دغه وزارت د کرونا ناروغۍ د روغتونونو د بیا پرانیستلو لپاره له مختلفو بنسټونو سره خبرې کړې چې په پایله کې ځینې نړیوال بنسټونه حاضر شول څو یادو روغتونونو مالي ملاتړ وکړي.
د کډوالو نړیوال سازمان (IOM)، د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او له ماشومانو د ملګرو ملتو د ملاتړ صندوق (UNICEF)، هغه نړیوال سازمانونه دي چې د کرونا د یو شمېر روغتونو مالي ملاتړ یې پر غاړه اخیستی دی.
د هغه په وینا، اروپایي ټولنې هم ژمنه کړې چې تر راتلونکو دوو اوونیو د کرونا له روغتونونو سره د ۱۵۰ ټنه درملو او طبي تجهیزاتو مرسته ترسره وکړي.
یاد روغتونونه داسې مهال بېرته خپل فعالیتونه پیلوي چې د روان کال د زمري په ۲۴ له سیاسي بدلون وروسته، د کرونا یو شمېر د روغتونونو فعالیتونه ځندېدلي وو چې عامې روغتیا وزارت د هغه لامل، د نړیوالو بنسټونو او نړیوالې ټولنې د مرستو درېدل بللي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د مخکني حکومت د عامې روغتیا وزارت، د کرونا ناروغۍ د خپراوي د مخنیوي لپاره ځانګړې پروګرامونه درلودل او له یادې ناروغۍ سره د مبارزې په موخه یې میلیونونه ډالر ځانګړي کړي وو.
خو د اوسني سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزرات تراوسه په دې اړه خپل پرګرامونه نه دي په ډاګه کړي.
دا چې اوس مهال د کرونا ناروغۍ نوې بڼه (اومېکرون) خپره شوې ده، اندېښه شته چې ډېری هېوادوال د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن