کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۰): پاکستان وایي، په اسلام اباد کې د افغانستان په تړاو د اسلامي هېوادونو غونډه له میلیونونو افغانانو سره بشري مرستو ته د لارې هوارولو لپاره جوړیږي، خو دا په دې معنا نه ده چې د افغانستان نوی حکومت پر رسمیت پېژني.
ټاکل شوې چې دغه غونډه د اسلامي سازمان غړو هېوادونو د استازو په ګډون سبا یکشنبې (د لېندۍ ۲۷مه) په اسلام اباد کې جوړه شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د یاد سازمان ټولو غړو هېوادونو په دغه کنفرانس کې د ګډون بلنه منلې او د امریکا، چین، بریتانیا، روسیې او فرانسې استازي هم په کې ګډون کوي.
ټاکل شوې چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ په دې غونډه کې ګډون وکړي.
قریشي وایي، په دې ناسته کې- چې پرانيستونکې وینا به یې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان کوي- نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د وروستیو حالاتو په اړه معلومات ورکول کېږي.
د هغه په وینا، په غونډه کې په افغانستان کې له روان بشري ناورینه د وتلو پر لارو چارو غور کېږي او هڅه به وشي چې له دې لارې له میلیونونو افغانانو سره- چې له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي- په بېړنۍ توګه بشري مرستو ته لاره هواره شي.
خو ده زیاته کړه چې له دې ناستې موخه دا نه ده چې ګواکې د افغانستان اوسنی سرپرست حکومت دې پر رسمیت وپېژندل شي.
د راپورونو له مخې، د اسلامي کنفرانس سرمنشي حسین ابراهیم طه په دې ناسته کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته رسېدلی او له پاکستاني چارواکو سره یې د کنفرانس پر څرنګوالي خبرې کړې دي.
د افغانستان سرپرست حکومت چې شاوخوا درې میاشتې مخکې جوړ شوی، تر اوسه کوم هېواد پر رسمیت نه دی پېژندلی.
د افغانستان د پخوانی حکومت له ړنګېدو وروسته د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان نږدې لس میلیارد ډالره پانګه کنګل کړه او پر افغانستان یو لړ نور بندیزونه هم ولګول شول چې له امله یې افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.