ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونډې مېرمنې هېواد کې د دایمي سولې هیله لري، چې نور هېڅ ښځه کونډه او هېڅ ماشوم یتیم نه شي

کونډې مېرمنې هېواد کې د دایمي سولې هیله لري، چې نور هېڅ ښځه کونډه او هېڅ ماشوم یتیم نه شي

author avatar
18 Dec 2021 - 18:50
کونډې مېرمنې هېواد کې د دایمي سولې هیله لري، چې نور هېڅ ښځه کونډه او هېڅ ماشوم یتیم نه شي
author avatar
18 Dec 2021 - 18:50

قلعه‌نو (پژواک،۲۷ لیندۍ۱۴۰۰): بادغیس ولایت کې کونډې مېرمنې چې د خپلو یتیمو اولادونو سرپرستي کوي او د ژوند له سختو سره مخ دي هیله لري چې هېواد کې دایمي سوله راشي، له دې وروسته د دوی په څېر نورې ښځې کونډې او هېڅ ماشوم یتیم نه شي.

د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ اوسېدونکې سمیه چې ۲۷ کاله عمر لري، د خاوند تر وژل کېدو وروسته ــ چې د مخکني حکومت د پولیسو په لیکو کې له مخالفینو سره جګړه کې وژل شوی ــ له یو کال راهیسې د دغه ولایت په قلعه نور ښار کې ژوند کوي.

هغه چې د څلورو لوڼو او یو زوی مور ده د خپل خاوند تر وژل کېدو وروسته له قادس ولسوالۍ څخه قلعه نو ښار ته پناه راوړې ده.

نوړموړې اوس مهال له خپلو اولادونو سره یو ځای په یوه خاورین کور کې چې زړې توشکې او فرش په کې هموار دي کور کې له لومړنیو وسایلو پرته سخت ژمی تېروي.

سمیه چې تور ګلدار پړونی یې په سر او د کور په یوه کوټه کې له خپلو اولادونو سره ناسته وه پر دیوال د خپل وژل شوي خاوند انځور ته په اشاره وویل: ((که د وروڼو تر منځ جګړه نه وای، نن به مې خاوند ژوندی و او خوشاله ژوند به مو درلود، جګړه وه چې زه یې کونډه کړم او لوڼې مې بې پلاره شوې.))

یادې مېرمنې د خپل کونډتوب د ترخو ورځو یادونه وکړه او وویل: ((زما په څېر زرګونه، زرګونه ښځې کونډې شوې، زما اولادونو په څېر زرګونه نجونې او هلکان شته چې پلرونه یې شهیدان شوي او بې سرپرسته دي، که د غني د حکومت سرتېري و یا د طالبانو په لیکو کې و ټول وروڼه وو، ولې به یې یو بل وژل.))

هغه چې د خاوند تر وژلو وروسته د خلکو په کورونو کې د کار کولو له لارې اولادونو ته نفقه برابروي وايي: ((تر هغو چې خاوند مې ژوندی و دومره ښه ژوند مو درلود چې بل هېڅ شي ته مې فکر نه کاوه، خو اوس چې کونډه شوم پوه شوم چې جګړه څومره بده ده، موږ یې څومره بدبخت کړو، یو سړی چې وژل کطږي ټوله کورنۍ یې تباه کېږي.))

نوموړې وویل، پر هغه ماښام چې خاوند یې وژل شوی و ډېر وژړل او د لمانځه تر ادا کولو وروسته یې الله (ج) ته دعا وکړه چې هېواد کې دایمي سوله راشي.

سیمې زیاته کړه، نن چې کمه سوله او ارامي راغلې باید وساتل شي، باید هر افغان هېواد کې د ډېر ثبات لپاره هڅې وکړي، څو افغانستان کې جګړه ختمه شي، پرمختګ وکړي او پر پرمختللي هېواد بدل شي.

هغې وویل: ((زه یوه کونډه ښځه یم چې د جګړې او ورور وژنې ترخه مزه مې څکلې، زما په څېر زرګونه نورې ښځې هم شته چې د کونډتوب تور پړونی یې په سر دی، ټولې میندې باید خپلو اولادونو ته د سولې، ورورولی او یو بل زغملو درس ورکړي.))

هغې وویل، یوازې د جګړې له امله ښځې نه دي کونډې شوې، بلکې افغاني ټولنه کې یې خاوند د کورني تاوتریخوالي، قومي او ژبنیو اختلافونو، د ځمکې پر سر شخړو او لسګونه نورو مواردو کې وژل شوي دي.

مریم د بادغیس یوه بله کونډه ده چې د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې یې ژوند کاوه، خو د مېړه له وژل کېدو وروسته یې قلعه نو ته پناه راوړه.

هغې له پژواک سره د خبرو پرمهال وویل : (( مېړه مې یواځینی مهربانه او زړه سواندی کس و چې ارامه ژوند مې ورسره درلود، خو   تېرکال د طالبانو او د غني حکومت ترمنځ په جنګ کې یو راکټ یې پر دوکان ولګېد او ځای پرځای شهید شو.))

د مریم ستونی د مېړه د وژل کېدو په یادولو سره ډک شو او د یوې لحظې لپاره غلې شوه، بیا له څو دقیقو وروسته په ریږدېدلي غږ وایي : (( مېړه مې نه طالب و، نه مجاهد او نه عسکر، یو بې طرفه کس و، ولې ډېر مظلومانه ووژل شو، هرڅومره چې کوم زړه مې نه صبریږي د شپې مې خوب نه وړي.))

د نوموړې په وینا چې د مېړه له وژل کېدو وروسته یې د درې یتیمو لوڼو سرپرستي پرغاړه لري، د خیاطۍ او د خلکو په کورونو کې د کار له لارې د کورنۍ لګښت پوره کوي.

د هغې په خبره، سرپرست حکومت باید هغو کونډو ښځو ته چې د کار توان لري د کار زمینه برابره کړي، چې ترڅو وکولای شي یوه مړۍ حلاله ډوډۍ پیدا کړي او په خپلو پښو ودریږي.

نوموړې وایي ، چې په دغه ساړه فصل کې د خیر غوښتونکو کسانو په مرستې توانېدلې چې یوڅه زغال واخلي چې ترڅو خپلو ماشومانو ته صندلۍ کېږدي.

هغه چې د مېړه له وژل کېدو وروسته د خواښې له لوري ایستل شوې وايي : (( د مېړه له مړینې مخکې مې ښه ژوند درلود، زموږ کور دغه ډول وران نه و، ښه فرش او ظرف مې درلود،  لوڼې مې ښوونځي ته تللې او درس یې وایه ، خو د مړه له مړینې مې وروسته د هغه ټوله هستي خواښې واخیسته او موږ یې له کوره بهر کړو، دلته راغلو او له صفره مو پیل کړه.))

دغې کونډې په اوښلنو سترګو د دعا لاسونه پورته کړل او ویې ویل : (( کاشکې دغه سوله چې زموږ په هېواد کې راغلې ، دایمه پاتې شي.))

په افغانستان کې له څلورو لسیزو زیاتې جګړې او ناامنۍ په میلیونونه افغانان د هېواد پرېښودو ته اړ کړي او د هېواد په داخل کې   سلګونه زره له یوه ځایه بل ځای ته کډه شوي دي.

ځینې سرچینې د دغې جګړې تلفات له یومیلیون څخه زیات او ځینې یې تر دوه میلیون پورې ښیي. دغه راز ددغې جګړې له امله شاوخوا ۴، ۴میلیون چې د هېواد وګړو ۹، ۱۳جوړوي معلول شوي او اوس د هېواد نیم نفوس د فقر تر کرښې لاندې  ژوند کوي.

Views: 132

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.