کابل (پژواک، ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۰) : د پاکستان د سیند ایالت په کراچۍ ښار کې دچاودنې له امله ۱۶ تنه وژل شوي او یو شمیر نو ټپیان شوي دي.
پاکستانیو رسنیو خبر ورکړل چې دا چاودنه پرون ناوخته د کراچۍ ښار د شیرشاه پراچه چوک په سیمه کې د یوه خصوصي بانک د ودانۍ ترڅنګ شوې ده.
ځایي مسوولینو ویلي چې دچاودنې له امله د یاد بانک ودانۍ او نورو دفترونو او کورونو ته هم سخت زیانونه اوښتي دي.
د کراچۍ روغتیایي مسوولینو ویلي چې په چاودنه کې ۱۶ تنه وژل شوي او لس نور ټپیان شوي چې د ټپییانو روغتیایي حالت هم د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.
Views: 169
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن