ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

معلولین: اوس چې سوله راغلې، نور باید د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره کار وکړو

معلولین: اوس چې سوله راغلې، نور باید د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره کار وکړو

author avatar
21 Dec 2021 - 12:08
معلولین: اوس چې سوله راغلې، نور باید د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره کار وکړو
author avatar
21 Dec 2021 - 12:08

قلعه نو (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۰): په بادغیس کې معلولین وایي چې اوس سوله راغلې او نور باید ټول خلک د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره کار وکړي او حکومت دې د کار زمینه برابره کړي.

په افغانستان کې څلورو لسیزو جګړو او نا امنیو میلیونونه افغانان د هېواد پرېښودو ته اړ کړل او سلګونه زره نور یې د هېواد دننه له خپلو سیمو بېځایه کړل.

ځینې سرچینې د دغو جګړو تلفات یو میلیون خو ځینې یې بیا تر دوه میلیونه بولي او دغه راز د دې ویجاړوونکې جګړې له امله شاوخوا ۴،۴ میلیونه خلک- چې د هېواد د ټول نفوس ۱۳،۹ سلنه جوړوي- معلول شوي او اوس مهال نیمايي افغانان د فقر تر کرښه لاندې ژوند کوي.

هغو کسانو چې د یادې جګړې په پایله کې د خپل وجود غړي له لاسه ورکړي، وایي، هڅه دې وشي څو راغلې سوله دایمي شي او هېواد بیا ورغوو.

د بادغیس یو اوسېدونکی ۲۷ کلن محمد عارف وایي چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د ماین چاودنې له امله خپله یوه پښه یې له لاسه ورکړې ده.

نوموړی چې د قلعه نو ښار د باغک سیمې اوسېدونکی دی، د یاد ښار په یوه څنډه کې د برېښنايي وسایلو کوچنۍ غرفه لري او له همدې لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي.

نوموړي چې په ژوند کې له ډېرو ستونزو سره مخ دی، وویل: «که دغه جګړې نه وای، زه به اوس معلول نه وم، معلولیت زما د درس او پرمختګ خنډ جوړ شوی دی.»

هغه چې دوه لوڼې او یو زوی لري او په ژوند کې له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، وایي: « له الله (ج) نه ډېر شکر دی چې په هېواد کې سوله راغله، سوله زموږ د ټپونو مرهم او پټۍ ده.»

نوموړي په داسې حال کې چې ویل یې، دی او ټول معلولین حاضر دي چې د هېواد په ودانولو کې سهیم شي، زیاته کړه: «اسلامي امارت دې باید د کار او رغونې زمینه برابره کړي، خلکو ته دې کارونه پیدا کړي، څو له یوې خوا زموږ هېواد پرمختګ وکړي او له بلې خوا خلک له لوږې او بدمرغۍ خلاص شي.»

دغه راز یو بل معلول محمدغوث چې درې کاله مخکې یې په یوه چاودنه کې يوه پښه له لاسه ورکړې او اوسمهال ټکسي چلوي، وویل:«څلوېښت کلنې لعنتي جګړې ټول خلک بدبخته کړل؛ زما غوندې زرګونه خلک شته چې د بدن یو یا دوه غړي یې له لاسه ورکړي دي.»

دی چې د یوې اووه کسیزې کورنۍ سرپرست دی، په هېواد کې د اقتصادي ستونزو ډېرېدو له امله اندېښمن دی او له سرپرست حکومته غواړي چې خلکو ته دې د کار زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړه: «اوس چې سوله راغلې، خلک خوښ دي خو حکومت باید بېوزلۍ او فقر ته خاتمه ورکړي څو سوله او امنیت ټینګ شي او خلک د بېوزلۍ او فقر له امله جرایم ترسره نه کړي.»

Views: 58

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.