ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاریون کوونکي: امریکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي

لاریون کوونکي: امریکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي

author avatar
21 Dec 2021 - 15:05
لاریون کوونکي: امریکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي
author avatar
21 Dec 2021 - 15:05

کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۰): په کابل کې یو شمېر لاریون کوونکي وایي چې د امريکا د بنديزونو له امله افغانان له سختو ستونزو سره مخ دي او دغه هېواد دې هر څو ژر د افغانستان کنګل کړې پیسې ازادې کړي.

شاوخوا څلور مياشتې وړاندې، کله چې د جمهوريت نظام سقوط شو او طالبان پر افغانستان واکمن شول، د امريکا متحده ايالتونو د افغانستان شاوخوا لس ميليارده ډالر کنګل کړي دي.

د یادې موضوع په تړاو د لېندۍ په ۳۰مه په کابل کې لسګونو کسانو لاریون وکړ او د امریکا پر ضد یې شعارونه ورکول.

لاریون کوونکو ويل چې د امریکا له لوري د اقتصادي بندیزونو له امله افغانان له ستونزو سره مخ دي.

د لاريون کوونکو له ډلې نذير خان پژواک ته وويل چې امريکا دې هر څو ژر د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي.

هغه وویل، که امریکا د افغانستان شتمني ازاده نه کړي، دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي او دغه لړۍ به ټولو ولایتونو ته وغځوي.

نوموړي له نړیوالو بشري سازمانونو غوښتنه وکړه چې خپله خاموشي دې ماته کړي او د افغانانو ترڅنګ دې ودریږي.

همدارنګه د لاریون يو بل ګډونوال محمد کبیر وویل چې امريکا بايد هر څو ژر د افغانانو حق ورکړي.

ده زياته کړه: ((افغانان په فقر کې ژوند کوي او نړیوال دې د دوی کنګل شوې شتمني ازاده کړي.))

نوموړي وويل، دوى به تر هغه خپلو لاریونونو ته ادامه ورکړي څو امريکا او نړيوالې ټولنې د افغانستان کنګل شوې پيسې ازادې کړې نه وي.

يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او يو پرېکړه ليک يې هم صادر کړل.

په پرېکړه لیک کې راغلي چې له کوم قید او شرط پرته دې د افغانانو کنګل شوې شتمني ژر تر ژره ازاده شي؛ ځکه دا د ټول ملت حق دی نه د کوم شخص او ډلې.

په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې افغانان نن تر هر وخت زیات له ناخوالو او ستونزو سره مخ دي، نړیوال دې بې طرفه او چوپ نه ياتې کېږي او باید هر ډول مرستې دې ورسره وکړي.

د يادونې ده، له دې مخکې په نورو ولايتونو کې هم ورته لاريونونه ترسره شوي او له امريکا يې د افغانستان د پيسو ازادولو غوښتنه کړې خو امريکا تر اوسه په دې اړه روښانه دريځ نه دى څرګند کړى.

Visits: 57

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.