ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هغه شاعر چې د خلکو دردونه یې ځوروي: ټول دې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره کار وکړي

هغه شاعر چې د خلکو دردونه یې ځوروي: ټول دې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره کار وکړي

author avatar
21 Dec 2021 - 17:46
هغه شاعر چې د خلکو دردونه یې ځوروي: ټول دې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره کار وکړي
author avatar
21 Dec 2021 - 17:46

هرات (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۰): ميوند زماني، هغه شاعر دی چې د خپلو هېوادوالو دردونه د شعر په ژبه انعکاس کوي، له خلکو په ځانګړي ډول ليکوالانو او شاعرانو څخه غواړي چې په ټولنه کې د سولې راتلو او تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره کار وکړي.

افغانستان هغه هېواد دی چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د جګړې په اور کې سوځېده چې له امله یې ډېر افغانان قرباني شوي دي.

د ځینو راپورونو له مخې، په دغو جګړو کې شاوخوا یو میلیون کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ډېری یې معیوب  او میلیونونه نور بیا بهرنیو هېوادونو ته کډه شوي دي.

په دې موده کې د سولې لپاره هم هڅې وشوې؛ خو جګړې په بېلابېلو نومونو دوام درلود، تر دې چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې د پخواني حکومت له سقوط او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، په هېواد کې جګړه درېدلې؛ خو لا هم کله ناکله چاودنې او بریدونه د خلکو ژوند اخلي.

د ټولنې بېلابېلو برخو تل د سولې لپاره خپل غږونه پورته کړي دي.

میوند زماني ۱۹کلن شاعر او د هرات اوسېدوکی دی چې له څو کلونو راهیسې یې د ټولنیزو فعالیتونو ترڅنګ تل د سولې لپاره هلې ځلې کړې، څو د شعر له لارې خپل د سولې غږ پورته کړي.

هغه له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، د خلکو درد او رنځ نه شي زغملای او شاعري د یادو دردونو د لرې کولو يوازینۍ لار بولي.

د راپورونو له مخې، پر کابل پوهنتون د تېر کال لړم په ۱۲مه د وسله وال برید په پایله کې چې مسوولیت یې داعش پر غاړه واخیست، ۱۹ کسان ووژل شول او ۲۲ نور ټپیان شول، چې ټول د دغه پوهنتون محصلین او ملکي کارکوونکي وو.

میوند زماني د یاد برید په اړه یادونه کوي؛ خپل ګران زوی ته د یوه پلار «جان پدر کجاستی؟» پیغام او هغه پیغام چې د ۱۴۱ بې ځوابه زنګونو له وهلو وروسته یې هېڅ ډول ځواب ترلاسه نه کړ، ځکه چې زوی یې په برید کې وژل شوی و.

زمانی وايي: «کله مې چې د دې پېښې خبر واورېد، چیغې مې کړې، پلار جان چېرته یې‎! او څو بیته شعر یوازینی کار ‎و چې له لاسه مې کېده.»

هغه چې د مرکې پر مهال يې هم ستونی ډک و، خپل شعر داسې ولوست:

جان پدر کجاستی از تو صدا نمی‌رسد

پیش که و که هاستی از تو صدا نمی‌رسد

این دل غمگسار من باز به غم فرو نشست

حال چرا به راستی، از تو صدا نمی‌رسد

خوب به آرزو بس وقت فراغتت شده

با قلم آشناستی از تو صدا نمی‌رسد

خدمت این وطن ز تو، جان پدر تلاش کن

بال گشا رهاستی، از تو صدا نمی‌رسد

ميوند زماني د څو نورو خونړيو پېښو لپاره هم شعرونه ویلي او د سولې غوښتنې فریاد د دغه ځوان شاعر د شعر په نورو بېلګو کې ليدلای شئ:

وطن صلح تو دایم چون خزان است

به هر جا می‌روم درد و فغان است

به هرجا می‌روم ماتم و غم‌ها

فقط راکت فقط بمب در کمان است

زماني وايي، اوس چې د جګړې اور مړ شوی دی، نور نه غواړي خپل غمجن شعرونه خپلو اورېدونکو ته واوروي. هغه هیله لري چې بیا هیڅکله د غمجن شعر ویلو ته اړ نه شي.

هغه زیاتوي، اوس پکار ده د هغو مسايلو په اړه خبرې وشي چې د جنګ ځپلو هېوادوالو په شونډو موسکا راولي.

نوموړی له ټولو افغانانو په ځانګړې توګه له لیکوالانو او شاعرانو غواړي چې په ټولنه کې د سولې او‎ تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره هڅه وکړي.

Visits: 299

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.