ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د کانال رييس: رښتينې رسنۍ د ولس غږ او سترګې دي

د ننګرهار د کانال رييس: رښتينې رسنۍ د ولس غږ او سترګې دي

author avatar
22 Dec 2021 - 12:15
د ننګرهار د کانال رييس: رښتينې رسنۍ د ولس غږ او سترګې دي
author avatar
22 Dec 2021 - 12:15

جلال اباد (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۰): د ننګرهار د کانال رييس د دغه کانال د ځمکو د غصب په برخه کې د پژواک راپور له خپرېدو وروسته وايي چې رښتيني رسنۍ د ولس غږ او سترګې دي.

پژواک خبري اژانس د لېندۍ په ۲۸مه په ننګرهار کې د کانال د ځمکو د غصب په تړاو يو راپور خپور کړې و چې له مخې يې د ننګرهار کانال د ۴۸۵۵ جريبه ځمکې ۱۱۴۷ غاصبين نه دي نيول شوي.

د دغه راپور له خپرېدو وروسته نن د مرغومي په لومړۍ نېټه د کانال ادارې پر فېسبوک پاڼه د دې ادارې د مشر له قوله د پژواک د خپاره شوي څېړنيز راپور ستاينه شوې ده.

په دې ليکنه کې د ننګرهار کانال وادي کرنيز شرکت د رييس مولوي غلام رحمن له قوله راغلي: ((رښتينې رسنۍ د ولس غږ او سترګې دي؛ موږ يې د رښتینو هڅو او همکاريو مننه کوو.))

نوموړی وايي چې د پژواک خبري اژانس د دې ښه او ستر څېړنيز راپور له امله مننه کوي او زياتوي، هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې د کانال ادارې حتى يوه لوېشت ځمکه هم غصب کړي.

د ننګرهار کانال رييس مولوي غلام رحمن وايي، يو شمېر کسانو چې له وخته يې ګټه اخیستې وه او تازه يې د کانال پر ځمکو کورونه، مارکېټونه او ابادۍ جوړ کړي وو، دوی يې ابادۍ ړنګې کړې، ځمکې يې بېرته راګرځولې او شاوخوا سل کسان يې نيولي دي.

په تېرو نږدې ۳۰ کلونو کې د ننګرهار د کانال له ۵۵زره جريبه ځمکې څخه نږدې ۶زره جريبه ځمکه غصب شوې چې له ۱۱۰۰ جريبه زياته يې بېرته راګرځول شوې، خو لا هم ۴۸۵۵ جريبه ځمکه د غاصبينو په لاس کې ده او ګټه ترې اخلي.

Visits: 962

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.