ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څېړنه: د ننګرهار کانال د ۴۸۵۵ جريبه ځمکې ۱۱۴۷ غاصبين نه دي نيول شوي

څېړنه: د ننګرهار کانال د ۴۸۵۵ جريبه ځمکې ۱۱۴۷ غاصبين نه دي نيول شوي

جلال اباد (پژواک، ٢٨ ليندۍ ۱۴۰۰): د پژواک د موندنو له مخې، په ننګرهار کې د پخواني نظام د چارواکو د بې غورۍ او فساد له امله د کانال د شاوخوا ۴۸۵۵ جريبه ځمکې ١١٤٧ غاصبين نه دي نيول شوي او ځمکه هم ترې نه ده راګرځول شوې.

په دغو غاصبينو کې له څو بسوو نيولې بيا د سلګونه جريبه ځمکې غاصبين هم شامل دي چې په دې تړاو په تېرو ۱۴ کلونو کې د کانال ادارې ۲۸ مکتوبونه اړوندو امنيتي او عدلي ادارو او ولايت مقام ته د همکارۍ په موخه استولي، خو دغه کسان نه دي نيول شوي او نه هم ځمکې ترې راګرځول شوې دي.

د کانال ادارې څومره ځمکه غصب شوې؟

د ترلاسه شويو اسنادو له مخې، په تېرو نږدې ۳۰ کلونو کې د ننګرهار کانال له ۵۵ زره جريبه ځمکې څخه نږدې ۶ زره جريبه ځمکه غصب شوې چې له ۱۱۰۰ جريبه څخه زياته يې بېرته راګرځول شوې، خو لا هم ۴۸۵۵ جريبه ځمکه د غاصبينو په لاس کې ده او ګټه ترې اخلي.

د دغو اسنادو له مخې چې د ننګرهار کانال رياست (ننګرهار وادي کرنيز شرکت) له لوري پژواک ته په لاس ورکړل شوي اوسمهال ۱۱۴۷ حکمي او غير حکمي اشخاصو ياده ځمکه غصب کړې ده.

په غاصبينو کې دولتي ادارې، دولتي چارواکي، زورواکي او عام خلک شامل دي، خو د عامو خلکو له لوري غصب شوې ځمکه له جريب څخه کمه ده او يواځې د سرپناه لپاره استفاده ترې کوي.

د کانال ادارې ځمکه چا او چېرته غصب کړې ده؟

د اسنادو مخې، د ځمکو غصب له ۱۳۷۱ کال راهیسې پيل شوی چې په کې تر جريب کمه ځمکه د کورونو جوړولو لپاره او تر شاوخوا پنځوس جريبو پورې بيا د کرنيزو فعاليتونو لپاره غصب شوې ده.

د ننګرهار کانال ځمکې د جلال اباد ښار، بهسودو، سره رود، غني خېلو او بټي کوټ ولسواليو مربوطاتو کې غصب شوي چې ډېر کسان يې خپلې پلرنۍ ځمکې ګڼي او وايي، دا جايدادونه ورته له پلاره پاتې دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار کانال رييس مولوي غلام رحمن وايي، ټوله هغه ځمکه چې د دوی مربوط ده او نور خلک ترې استفاده کوي هغه که دولتي کسان وي يا غير دولتي غاصبين دي او ځمکه يې غصب کړې ده.

په ننګرهار کې د کډوالو دوه لوی کمپونه (د هډې فارم او شيخ مصري) هم د ننګرهار کانال په ځمکو باندې اباد شوي چې د کانال اداره يې غير قانوني کړنه ګڼي.

تېر کې د چارواکو بې غوري او فساد

د ننګرهار کانال اوسنۍ اداره وايي، چې په تېرو شلو کلونو کې نه یواځې د کانال د ځمکې د غصب مخه نه ده نيول شوې، بلکې د وخت چارواکو نور غصب ته هم زمينه برابره کړې ده.

کانال اداره که څه هم د تېر حکومت هغه چارواکي چې د ځمکو غصب کې يې لاس درلود او يا يې هم د بېرته راګرځولو په برخه کې همکاري نه ده کړې، نومونه نه افشاء کوي خو وايي، يوازې په تېرو څلورو کلونو کې د کانال ادارې له ادرسه د ننګرهار ولايت مقام، امنیه قوماندانۍ، نورو اړوندو ادارو او عدلي ارګانونو ته دغه برخه کې د همکارۍ ۲۸ مکتوبونه لېږل شوي خو هغوی همکاري نه ده کړې.

د ننګرهار کانال ادارې رييس مولوي غلام رحمن پژواک ته وويل: ((ما چې کوم معلومات تر لاسه کړي له ۱۳۸۷ نه تر ۱۴۰۰ کال پورې ۲۸ مکتوبونه د کانال ادارې ولايت مقام، امنيه قوماندانۍ، استخباراتو او نورو اړوندو ادارو ته لېږلي خو اقدام نه دی شوی.))

څومره ځمکه بېرته راګرځول شوې؟

د ننګرهار کانال اداره وايي، چې تېرو دوو لسيزو کې په داسې حال کې چې غصب هم روان و، يوازې څه باندې ۱۱۰۰ جريبه ځمکه بېرته له غاصبينو راګرځول شوې ده.

د ننګرهار کانال رييس مولوي غلام رحمن په دې اړه وويل چې هغه مهال ډېرو ځایونو ته د حکومت لاسرسی هم نه و او د فساد او بې غورۍ ستونزې هم موجودې وې چې له امله يې ډېرې ځمکې نه دي راګرځول شوي.

د تازه غصب په تړاو  سل کسان نيول شوي

د ننګرهار کانال اداره وايي، د تېر نظام د سقوط او د نوي نظام د فعاليت په لومړيو ورځو کې يو شمېر فرصت طلبه خلکو هڅه کړې چې د کانال ځمکې غصب کړي، خو دوی بېرته ترې ځمکې ګرځولي او يو شمېر کسان يې هم نيولي دي.

د ننګرهار کانال رييس مولوي غلام رحمن وايي، يو شمېر کسانو چې له وخت څخه يې ګټه اخیستې وه او تازه يې د کانال پر ځمکو کورونه، مارکېټونه او ابادۍ کړې وې، دوی يې ابادۍ ړنګې کړي، ځمکې يې بېرته راګرځولي او شاوخوا سل کسان يې نيولي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، نيول شوي کسان اوسمهال د ننګرهار په امنيه قوماندانۍ کې ساتل کېږي او ډېر ژر به يې په اړه محکمه پرېکړه وکړي.

د کانال ادارې رييس وايي، د کرنې وزير ورته لارښوونه کړې چې د ننګرهار کانال د ټولو ځمکو د خلاصون لپاره په پلان کار وکړي، ځمکې راوګرځوي او که اړتيا پېښه شوه نو له شنې قطعې څخه دې همکاري وغواړي.

هغه وايي، د کانال د غصب ځمکو د خلاصون لپاره هيڅ عدلي او قضايي ارګان ته اړتيا نشته د اصولو له مخې به دوی خپله ټولې ځمکې له غاصبينو را ګرځوي، ځکه څارونوالۍ او قضاء ته هغه قضيې ځي چې شک په کې موجود وي د کانال ځمکې ثابتې دي او خلکو غصب کړې دي.

د ننګرهار کانال په غصب شوو ځمکو کې د ننګرهار اړوند د هډې فارم او شيخ مصري د کډوالو کمپونه هم شامل دي چې د قانون له مخې بايد د کرنې وزارت له لارې د دغو کمپونو ځمکه کډوالو چارو او ښار جوړونې وزارتونو ته انتقال شي، خو دا چاره نه ده ترسره شوې او په خپلسر په کې کمپونه جوړ شوي چې غصب ګڼل کېږي.

خو په دغو کمپونو کې مېشت خلک وايي، دوی د دغو ځمکو د مالکيت دعوه نه ده کړې يوازې د ناچارۍ او په خپلو سيمو کې د ناامنۍ له امله دغه ځای کې د وخت د حکومت د حکم پر اساس ځای پرځای شوي دي.

دا کمپونه له ۱۳۷۱ کال وروسته اباد شوي او تر اوسه په کې زرګونه کورونه جوړ شوي چې يو يې د سره رود او بل يې هم د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې موقعيت لري.

د هډې فارم يوه اوسېدونکي مزمل پژواک ته وويل: ((۲۸ کاله وړاندې د هډې فارم په کمپ کې پيدا شوی يم، لوی شوی يم، واده مې کړی او اوس د بچيو پلار يم خو تر اوسه چا راته نه دي ويلي چې دا غصب دی او نه هم موږ په خپلسر دلته مېشت شوي يو.))

د شيخ مصري کمپ يو اوسېدونکی عنايت رحمن وايي، دوی نه په دغه ځای کې پخه ابادي کړې، نه يې توان لري او نه يې هم د ځمکو د مالکيت دعوه کړې ده.

دی وايي، حکومت چې هر وخت پرېکړه وکړي، دوی له دغه ځايه لرې کېږي خو دا يې پر حکومت حق دی چې دوی ته د اوسېدو او سرپناه لپاره ځای ورکړي.

بل لورته د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته د پخواني حکومت ډېرو چارواکو ته لاسرسى نه کيږي.

پژواک هڅه وکړه چې د پخوانيو چارواکو له ډلې د ننګرهار کانال ادارې د رييس محمد بصير حقيار نظر له ځانه سره ولري، خو هغه د پژواک د پوښتنو په ځواب کې هیڅ ونه ويل.

د يادونې ده چې د ننګرهار کانال ادارې سربېره د ننګرهار په روداتو، لعلپورې، مومندرې، کوټ، غني خېلو، هسکې مېنې، کامې، دوربابا، سره رود، چپرهار، حصارک او يو شمېر نورو ولسواليو کې ۱۱۰۶ کسانو ۲۷۵۸۵۶ جريبه دولتي ځمکه غصب کړې ده.

Visits: 865

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.