ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فراه کې د یوې غونډې ګډونوالو د تاوتریخوالي د کموالي لپاره پر هڅو ټینګار وکړ

په فراه کې د یوې غونډې ګډونوالو د تاوتریخوالي د کموالي لپاره پر هڅو ټینګار وکړ

author avatar
22 Dec 2021 - 12:21
په فراه کې د یوې غونډې ګډونوالو د تاوتریخوالي د کموالي لپاره پر هڅو ټینګار وکړ
author avatar
22 Dec 2021 - 12:21

فراه (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د پژواک په نوښت، فراه کې د جوړې شوې غونډې ګډونوالو، د ټولنیزو شخړو د راکمولو لپاره د قانون او شریعت پر تنفیذ، عامه پوهاوي، د زغم روحیې پر پیاوړتیا او د فقر او بېسوادۍ پر له منځه وړلو ټینګار وکړ.

دغه غونډه تېره ورځ پژواک خبري اژانس د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې (UNDP) او د ډنمارک سفارت په مرسته، د شخړو هوارولو او مدیریت کولو تر عنوان لاندې د فراه ولایت د مرکز اړوند په «ګلچین تالار» کې جوړه کړه.

په دغې ناسته کې د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رییس قاري بدرالدین او شلو تنو قومي مشرانو، استادانو او مدني فعالانو، برخه لرله.

یو تن قومی مشر حاجي تازه ګل خان، په ټولنه کې د شخړو او اختلافونو د هوارولو په تړاو خپلې تجربې د غونډې له ګډونوالو سره شریکې کړې.

ده په دې برخه کې د دیني عالمانو او قومي مشرانو ونډه ډېره مهمه وبلله او ویې ویل: «ډېر کله موږ هغه جنجالونه حل کړي چې حکومت ور نه عاجز و.»

د غونډې بل ګډونوال حافظ عصمت الله، د شریعت او نافذه قوانینو له اړخه د سولې پر ښېګڼو او د تاوتریخوالي پر بدو عواقبو رڼا واچوله او ټینګار یې وکړ چې ټول باید د شخړو د هواري په برخه کې خپله ونډه تر سره کړي.

ورپسې د فراه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس قاري بدرالدین وینا وکړه، په هېواد کې وروستي سیاسي تحول ته په اشارې یې وویل: «لله الحمد اوس سوله راغلې ده، دا یو ښه فرصت دی چې افغانان د خپل کلتور ساتلو سره، سره یو او بل و زغمي او د سولې د لا پیاوړتیا په موخه ګډې هڅې وکړي.»

د غونډې په وروستۍ برخه کې ګډونوال په درې کاري ډلو ووېشل شول او په ټولنه کې یې د شخړو هوارولو او مدیریت کولو لپاره پر طرحو کار وکړ او بیا یې خپلې طرحې وړاندې کړې.

په ټولیز ډول په دغو طرحو کې د ټولنیزو شخړو د راکمولو لپاره د قانون او شریعت پر تنفیذ، عامه پوهاوي، د زغم روحیې پر پیاوړتیا، د فقر او بېسوادۍ پر له منځه وړلو او د ماشومانو په سمه روزنه ټینګار شوی دی.

دغه راز په دغو طرحو کې راغلي چې د شخړو د له منځه تلو لپاره په کار ده چې عدالت پلی شي، کار د کار اهل ته وسپارل شي او دغه راز خپل او پردی او دوست او دښمن وپېژندل شي.

Views: 18

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.