ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقاني: پاکستان هر کال د ۱۵۰۰ تحصيلي بورسونو ژمنه کړې

حقاني: پاکستان هر کال د ۱۵۰۰ تحصيلي بورسونو ژمنه کړې

author avatar
26 Dec 2021 - 18:24
حقاني: پاکستان هر کال د ۱۵۰۰ تحصيلي بورسونو ژمنه کړې
author avatar
26 Dec 2021 - 18:24

کابل (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۰): د لوړو زده کړو سرپرست وزير د دې ترڅنګ چې وايي پاکستان ورسره هر کال د ۱۵۰۰ بورسونو د ورکولو ژمنه کړې، مالي ستونزې او تراوسه د نجونو او هلکانو د ټولګيو نه بیلېدل د دولتي پوهنتونونو د زده د بهير نه پيلېدو لامل ګڼي.

د لوړو زده‌ کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني نن په کابل کې خبريالانو ته وویل چې پاکستان ته يې د سفر پر مهال هلته د مېشتو محصلينو ستونزې تر اورېدو وروسته له اړوندو چارواکو سره شريکې او هغوی يې د حل ژمنه وکړه.

شاوخوا شل ورځې مخکې د لوړو زده ‌کړو سرپرست وزیر شیخ عبدالباقي حقاني د يوه تخنيکي پلاوي په مشرۍ د افغان محصلینو لپاره د بورسونو برابرولو او په تحصیلي برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په تړاو د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته په رسمي سفر تللی و.

حقاني زياته کړه، پاکستان تر دې وړاندې هر کال افغانستان د ۱۰۰۰ تحصيلي بورسونه ورکول خو د ده تر سفر وروسته پاکستان ژمنه کړې چې تر دې وروسته به هر کال افغانستان ته ۱۵۰۰ تحصيلي بورسونه ورکوي.

دی وايي: «پاکستان ته زموږ د سفر موخه په دغه هېواد کې د افغان محصلينو د ستونزو اورېدل او اړوندو چارواکو سره يې شریک وو، له نېکه مرغه چې ذیربطو پاکستاني چارواکو د ستونزو د حل په برخه کې ژمنه وکړه او دا مفاهمه وشوه چې ستونزو ته په وخت رسېدنه کېږي.»

حقاني د سکالرشيپ تر لاسه کولو وروسته په ځنډ د ویزو ترلاسه کول، په پولو کې د تګ راتګ پر مهال خنډونه، د کرونا اړوند د ټسټونو شتون او قرنطین، په وخت د سکالیرشيپونو د مالي امتیازاتو نه ورکول، په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو د لوړو زده کړو پر مهال د خنډونو شتون او د سکالرشيپونو د تحصيلي رشتو په انتخاب کې ستونزې هغه موارد وبلل چې افغان محصلين ورسره مخامخ وو.

ده وویل: «په پاکستان کې د افغان محصلينو بله ستونزه دا وه، که چېرې کوم محصل به تخطي وکړه، نو پوليسو به محصل پرته تردې چې افغان سفارت او يا قونسلګري ورباندې خبره کړه؛ پوځي مرکزو (تاڼو) بېوه؛ موږ دې مفاهمې ته سره ورسېدو چې تردې وروسته به دا کار د افغانستان د سفارت او يا قونسلګري له لارې ترسره کېږي.»

د ده په وينا، د ياد سفر پر مهال له پاکستاني لوريو سره دا مفاهمه وشوه چې څنګه د افغانستان د پوهنتونونو استادان ياد هېواد او د پاکستان استادان کابل ته راشي، خپلې تجربې سره شريکې او د دواړو هېوادونو له مثبتونو تجربو ګټه واخيستل شي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزير په نننۍ ناسته کې وويل، د افغانستان سرپرست حکومت د نجونو د لوړو زده کړو مخالف نه دی، بلکې د مختلطو زده کړو مخالف دی او په وينا يې پر دې کار روان چې څنګه افغان محصلينو هغه که هلکان وي که نجونې؛ د زده کړو مناسب چاپيريال ورته برابر شي.

هغه زياته کړه، مالي ستونزې او د نجونو او هلکانو د ټولګيو بېلول هغه لاملونه دي چې لا هم په دولتي پوهنتونونو کې د زده کړو بهير نه دي پیل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت له راتګ وروسته د هېواد په ډېرو سيمو کې د نجونو د تعليم او لوړو زده کړو مخه ډب شوې ده.

Views: 500

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.