ژبه

لوګر کې د بوکسېنګ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې

پل‌علم (پژواک، ۱۱ لېندۍ ۱۴۰۳): د لوګر ولایت مرکز پل‌علم کې د پنځو غوره کلبونو د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د بوکسېنګ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.

د لوګر بدنې روزنې او ورزش امر انجنیر مزمل نعیم‌زي پژواک ته وویل، دا سیالۍ د ولایت په کچه د پنځو غوره کلبونو د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې.

ده وویل: «له دې سیالیو جوړېدو څخه موخه لوګر ولایت کې د بوکسېنګ ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ تجربو شریکول او همدارنګه د بوکسېنګ ورزش غوره لوبغاړو په نښه کول دي.»

نوموړی زیاتوي، په ترسره شوو سیالیو کې لومړی ځای د باتوران، دویم ځای د خالد بن ولید او درېیم ځای د کډوالو ښارګوټي لوبډلې ورزشکارانو ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو یوه ګډونوال وسیم خان پژواک ته وویل، خوښ دی چې د بوکسېنګ په یادو سیالیو کې یې ګډون وکړ.

ده وویل، دغه شان سیالۍ له ورزشکارانو سره مرسته کوي څو ډېرې تجربې ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې تېره میاشت هم د لوګر ولایت د بدنې روزنې او ورزش امریت له لوري د ولایت په کچه د ۵۰ غوره لوبغاړو ترمنځ د غېږنېونې (پهلواني) یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.