ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هوایي چلند او ډګرونو عمومي شرکت اعلامیه:

د هوایي چلند او ډګرونو عمومي شرکت اعلامیه:

author avatar
29 Dec 2021 - 15:35
د هوایي چلند او ډګرونو عمومي شرکت اعلامیه:
author avatar
29 Dec 2021 - 15:35

د هوایي چلند او ډګرونو عمومي شرکت (GAAC)، د افغانستان هوایي ډګرونه له نړیوال سټنډرډ سره سم بېرته فعال او د الوتنو جوګه کړي او افغانستان ته د مرستو لېږدولو لپاره یې هوایي پل هم فعال کړی دی.

د یادو ډګرونو په ترمیم یو میلیون امریکايي ډالر لګښت راغلی چې د متحده عربي اماراتو له مرستو ورکړل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل هوایي ډګر سخت زیانمن شو او ډېرو هېوادونو افغانستان ته خپلې الوتنې بندې کړې، خو ګاک (GAAC) د کابل هوایي ډګر په ترمیم کې مرسته وکړه او دې ته لاره برابره شوه چې ځینې هېوادونه بیا افغانستان ته الوتنې پیل کړي.

سرچینه زیاتوي چې د افغانستان له حکومت سره د الوتنو د پیلېدو په موخه د افغانستان هوایي ډګرونو د بیا فعالولو، ساتنې، پر پرمختللې ټکنالوژۍ سمبالولو او له نړیوال سټنډرډ سره سم د اسانتیاوو برابرولو په برخو کې مخکې تړون لاسلیک شوی.

د دغه تړون پر بنسټ به د هوایي چلند او ډګرونو شرکت د کابل نړیوال هوایي ډګر ته تخنیکي او امنیتي خدمات وړاندې کوي او د هرات، بلخ او کندهار په هوایي ډګرونو کې به ځمکني عملیاتي خدمات هم پر غاړه ولري تر څو افغانستان سره د نړیوالې ټولنې بشري مرستې په دغه هېواد کې خلکو ته د هوایي ډګرونو له لارې ورسول شي.

Visits: 301

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.