کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۳): د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي، تېره یوه میاشت کې د افغانستان د څلورو بندرونو اوسپنې پټلیو له لارې ۴۵۲ زره او ۳۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د یاد وزارت ویاند محمداشرف حقشناس نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاده اندازه انتقالات د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په تېره لړم میاشت کې شوي دي.
هغه زیاته کړې، یاده موده کې د حیرتان بندر له لارې ۳۳۶ زره او ۲۳۳ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۴۰ زره او ۷۸۸ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۷۰ زره او ۷۸۰ ټنه او د خواف - هرات له لارې ۴۲۲۹ ټنه انتقالات شوي چې ټول ۴۵۲ زره او ۳۱ مټریک ټنه کېږي.
سرچینه زیاتوي، په انتقالاتو کې نفتي، غیرنفتي او نور توکي شامل دي.
د سرچینې په حواله، په دغو انتقالاتو کې ۱۹۵۷ ټنه ترانزيټي او صادراتي توکي وو چې لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي.
د سرچینې په خبره، هر څومره چې د اوسپنې پټلیو له لارې د انتقالاتو کچه لوړېږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابرېږي، ملي عواید زياتېږي او په ټوله کې د هېواد اقتصادي ثبات، ترقي او ځان بسياينې ته لار هوارېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP