Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېر اونۍ له دوو ګمرکونو لسګونه ټانکره بې‌کیفیته تېل بېرته ګرځول شوي

کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۳): د افغانستان د مالیې وزارت وايي، تېره اونۍ د فراه او هرات ولایتونو له ګمرکونو ۶۰ ټانکره بې‌کیفیته تېل بېرته ګرځول شوي دي.

مالیې وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد وزارت د نفتي توکو د کیفیت او څارنې ریاست تېره اونۍ د افغانستان د فراه ولایت د ابونصر فراهي او د هرات د تورغونډۍ له ګمرکونو ۶۰ ټانکره وارد شوي بې‌کیفیته تېل بېرته ګرځولي دي.

مالیې وزارت زیاته کړې، د دغه وزارت د نفتي توکو د کیفیت او څارني ریاست د ټاکل شوو معتبرو معیارونو له مخې، افغانستان ته د لوړ کیفیت او معیاري نفتي توکو وارداتو ته زمینه برابروي او د بې‌کیفیته نفتي توکو له راتلو په کلکه مخنیوی کوي.

د مالیې وزارت د تېرې لړم میاشتې په ۱۹مه هم ویلي وو چې په یوه اونۍ کې د فراه، نیمروز او بلخ ولایت له ګمرکونو ۶۰ ټانکره بې‌کیفیته تېل بېرته ګرځول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.