ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلور نابینایان؛ تیاره نړۍ- روښانه ګامونه

څلور نابینایان؛ تیاره نړۍ- روښانه ګامونه

کابل، هرات، کندوز، شبرغان (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۰): په انساني ټولنو کې تل داسې خلک موجود دي چې ټولو محدودیتونو ته یې نه ویلي او د سختو کارونو په ترسره کولو، تصمیم نیولو او صبر سره یې ناممکن کارونه ممکن کړي دي. که څه هم نانینایان د لید له نعمته بې برخې دي؛ خو د زړه په سترګو يې تياره نړۍ ځانته روښانه کړې او په ټولنه کې يې د خپل شتون او استعداد د ثابتولو لپاره روښانه ګامونه پورته کړي دي.

پژواک خبري اژانس په دې راپور کې له څلورو هغو نابینایانو سره مرکې کړې، چې د لیدو له نعمته بې برخې دي؛ خو د هغه د قوي تصمیم په برکت یې نه یوازې د نابینایانو؛ بلکې د بینا کسانو ترمنځ ځانونه د غوره الګوګانو په توګه ثابت کړي دي.

شبرغان: یو نابینا درې ځایه دنده ترسره کوي او د  ۱۲ کسیزې کورنۍ لپاره نفقه برابروي

قاري مصور زړور ځوان چې کلونه مخکې یې د سترګو لید له لاسه ورکړی، په درېیو برخو کې کار او د خپلې ۱۲ کسیزې کورنۍ سرپرستي کوي.

دغه ځوان چې اوس په شبرغان ښار کې د شجاع راډیو مدیریت ور په غاړه دی؛ د قرانکریم قاري دی، د خوراکي توکو کوچنی تجارت کوي او په دې وروستیو کې یې د عکاسۍ او فلم جوړولو یو مرکز هم جوړ کړی دی.

هغه له پژواک سره په خبرو کې وویل: «په دوولس کلنۍ کې چې کومه ناروغي راته پیدا شوه، ورو ورو مې د سترګو دید له لاسه ورکړ، خو هېڅکله مې ستونزو ته سر نه دی ټیټ کړی.»

نوموړي زیاته کړه: «په ټولنه کې د ځینو خلکو د انګېرنې خلاف مې له ننګونو او ستونزو سره خپل ژوند جوړ کړ، ښوونځی مې پای ته ورساوه او وروسته په شبرغان ښار کې د یو شمېر سوداګریزو شرکتونو د محصولاتو د پلور استازی شوم او د روغتیايي او خوراکي توکو د پلور په برخه کې مې کاروبار پیل کړ.»

هغه زياته کړه، خوراکي او روغتیایي توکي شرکتونو له بلخ ولایته شبرغان ښار ته ورلېږدوي او دی یې په عمده ډول پر هټيوالو پلوري او په بدل کې يې کمېشن ترې اخلي.

مصور وایي: «پلار محې درې کاله مخکې مړ شوی او اوس زه، زما دوه مېرمنې او درې زامن له دوو خویندو، درېیو وروڼو او مور سره چې ټول ۱۲ کسان کېږو، یوځای ژوند کوو او د کورنۍ د ژوند لګښتونه زما پر غاړه دي.»

هغه زياته کړه چې د خوراکي توکو پر پلور سربېره يې د تېر کال په غبرګولي میاشت کې د شجاع راډيو بنسټ کېښود، چې په لومړيو کې څلور معيوبينو پکې کار کاوه، وروسته يې د کارکوونکو شمېر زیات کړ.

مصور وویل: «هېڅکله فکر نه کوم چې زه یو معلول کس یم؛ ځکه پوهیږم چې که په دې اړه فکر وکړم د کار لپاره مې اراده کمزورې کوي.»

هغه زیاته کړه: «غواړم دا ثابته کړم چې که یو سړی تصمیم ونیسي، کولای شي د ژوند د لویو ننګونو پر وړاندې ودریږي او زه د ژوند د ګډوډیو پر وړاندې ښه بیلګه یم؛ ځکه چې ما په خپل پوستکي او غوښې ټول تکليفونه لمس کړي ترې تېر شوی يم.»

د هغه په ​​وينا، په راډيو کې یې ۱۹ کسان د رضاکارانو په توګه کار کوي، شپږ يې د فلم او عکاسۍ په څانګه او درې او په سوداګريزو کارونو کې ورسره کار کوي چې ۹ کسانو ته یې معاش ورکوي.

هغه خوښي څرګندوي چې توانېدلی د یوه معلول انسان په توګه د ۹ کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

مصور زیاته کړه چې د نننۍ ټولنې خلک بايد له هغه څه ناامېده نه شي چې شاوخوا يې تېریږي، هڅه دې وکړي او د ټولنې له ټولو ناخوالو سره دې مبارزه وکړي، څو ستونزې له منځه يوسي.

هغه څرګنده کړه: «لوی تصمیمونه لرم څو خپل کارونه پراخ کړم چې خپل اولادونه ورسوم، هېواد او خلکو ته خدمت وکړي.»

دغه ځوان هم له اوسني وضعیته اغېزمن دی او له اقتصادي کړکېچ او بېکارۍ سره چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي، مخ دی.

هغه په خپلو خبرو کې وویل: «د حالاتو بدلون زما په ورځني کار هم بده اغېزه کړې او زه هیله لرم چې حالات د خلکو په ګټه بدل شي او د خلکو ژوند ښه شي.»

په همدې حال کې د قاري مصور شجاع ملګری او همکار سمیع الله زیارمل وايي، هغه یو پوه او هوښیار ځوان دی چې په خپل کار کې د خلاقیت په لرلو سره توانېدلی چې د خپلو د شاوخوا یو شمېر کسانو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړه، معلولیت وروسته پاتې والی او بېوسي نه ده او د یوې رسنۍ د مدیر، د ښه سوداګر او ښه نوښتګر په توګه د قاري مصور فعالیتونه د هغو خلکو په خوله کلکه ضربه ده چې معلولیت ناتواني ګڼي.

هغه څرګنده کړه: «زه قاري له ۱۵ کلونو راهیسې پېژنم او د رسنیو په برخه کې مې ورسره ګډ کار کړی؛ کاش نور ځوانان چې سالم بدن لري هم ورته کارونه ترسره کړي.»

سمیع وایي چې د قاري مصور فعالیت کولای شي نورو معیوبینو ته هم انګېزه ورکړي، څو هغوی هم…..

هرات: یوې نابینا ښځې تر دوولسم ټولګي د زده کړو ترڅنګ، ټول قرانکریم هم حفظ کړی دی

یوه هراتۍ نابینا مېرمن د اقتصادي ستونزو او سترګو د لید له محروموالي سربېره توانېدلې چې له دوولسم ټولګي د فراغت سربېره، ټول قرانکریم هم حفظ کړي.

حنيفې صميمي له پژواک سره د خبرو پر مهال وويل، د هېواد د کورنيو جګړو له امله یې په ماشومتوب کې خپلې سترګې له لاسه ورکړې او معلوليت يې د ژوند پای نه دی ګڼلي.

دا وايي، له معلولیت سره سره نه یوازې دا چې ناهیلې نه شوه، بلکې په دې کلونو یې ورسره مبارزه کړې او اجازه یې نه ده ورکړې چې د هغه د ودې او موخو ته یې د رسېدو پر وړاندې خنډ شي.

صمیمي وايي چې څه باندې لس کاله تېر شوي، تر دې چې توانېدلې د صوت اورېدو له لارې ټول قرآن کریم حفظ کړي.

مېرمن صمیمي چې په ۲۲ کلنۍ یې قرانکریم حفظ کړی او اوس مهال یو کوچني اتاق کې هره ورځ د قرانکریم صوت غږوي، دغه راز خپلو مخکنیو صوتونو ته پایند پاتې شوې او اوس مهال د ماشومتوب په شوق د قران کریم ایتونو ته غوږ نیسي.

د قرآن کريم حافظ حنيفه صميمي د هرات ولايت د پښتون زرغون ولسوالۍ اوسېدونکې ده. هغه په ۱۳۶۵هـ ش کال کې په ​​ډیره بېوزله کورنۍ کې زیږیدلې ده.

کله چې له هغې د سترګو د ليدو د له لاسه ورکولو په اړه وپوښتل شول، نو د يو څو ثاینو لپاره  د خپلو تېرو وختونو په فکر کې شوه او د سر په حرکت او پړوني په کشولو سره یې ساه واخیسته او د نابینایۍ اصلي لامل یې کورنۍ جګړې وبللې.

هغې وویل: «زه شپږ کلنه ماشومه وم چې پښتون زرغون ولسوالۍ کې زموږ پر کور یو توپ ولګېد؛ هغه مهال د توپ پارچه زما پر سر ولګېده او خپلې دواړه سترګې مې له لاسه ورکړې.»

دغې مېرمنې چې له پژواک سره یې د خبرو پر مهال ستونی کلک و، په ژړغوني اواز یې وویل، د قران کریم د ۲۷ سېپارې تر حفظ کولو پورې یې پلار ډېر ملاتړ کاوه، خو له هغه وروسته چې پلار یې مړ شو، بل ملاتړ کوونکی یې نه درلود.

د هغې په ​​وينا، د څه مودې لپاره د قرآن کريم له حفظ او اورېدلو لرې پاتې شوه؛ خو څه موده وروسته یې مور تسلیت ورکاوه، تر دې چې وتوانېده قرآن کریم په بریالیتوب سره یاد کړي.

هغه په داسې حال کې چې د خپل ژوند له ترخې کیسې وروسته یې د پړوني په پیڅکه خپلې اوښکې پاکولې، زیاته کړه: «ښوونځی مې هم په ډېرو ستونزو او سختیو سره خلاص کړ.»

مېرمن صميمي فکر وکړ او څو شېبې وروسته يې د پژواک خبریال ته وویل: «ښوونځی مې تر څلورم ټولګي ولوست؛ دا چې زه ځوانه شوې وم؛ ښوونځی هم زموږ له کوره ډېر لرې و، مور او پلار به مې یوازې نه پرېښودلم چې ښوونځي ته لاړه شم او څه موده ښوونځي نه تلم، تر دې چې زموږ یو خپلوان خپله لور چې زموږ د ښوونځي زده کوونکې وه، له ما سره یوځای کړه او دویم ځلي مې ښوونځي ته ادامه ورکړه د پښتون زرغون له لېسې فارغه شوم.»

دغه روڼ اندې او په عصري او قرآني علومو سمبالې مېرمنې په هرات ولایت کې د صداقت علمي، فرهنګي او ټولنیزې ټولنې مشره هم ده؛ خو پر دې سربېره هم له خراب اقتصادي وضعیت سره مخ ده.

هغې د خپل تېر ژوند په اړه چې پورته یې یادونه وشوه، په داسې حال کې چې په لاسونو یې خپلې عینکې سمولې، وویل: «هیله لرم چې خپلې لوړې زده کړې هم پای ته ورسوم، خو بد اقتصادي وضعیت اجازه رانکړه چې خپلې دغې هیلې ته ورسېږم.»

د دې په خبره، تر اوسه یې واده نه دی کړی؛ خو دا مهال نوموړې، مور، یوه کوچني ورور او درېیو خویندو سره یې ټول شپږ کسان دي چې نوموړې د کورنۍ یوازیني سرپرسته ده او دغه راز د میاشتې یوازې ۳۵۹۹ افغانۍ د کور کرایه ورکوي.

نوموړې له مرستندويه بنسټونو، سوداګرو او حکومته غواړي چې ټولو معلولينو ته د زده کړو زمينه برابره کړي، څو وکولای شي خپلو هیلو ته ورسېږي.

د قرآن کریم حافظه مېرمن صمیمي ټینګار کوي؛ که د زده کړو زمینه ورته برابره شي، غواړي د دوکتورا تر کچې زده کړه وکړي.

هغه وايي چې په ډېره سختۍ سره شاګردانو ته د درس ورکولو له لارې د کورنۍ مصارف او د انجمن کرایه ترلاسه کوي.

هغې وويل چې د انجمن د کرايې او د ژوند د لګښتونو پوره کولو لپاره ٦٠ شاګردانو ته په درېیو ټولګیو کې د دیني، قرانکريم او ټولنيزو علومو د مضامینو درسو ورکوي چې له هر یوه یې د میاشتې له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانۍ اخلي.

امنه عرب د مېرمن صمیمي نږدې ملګرې ده؛ هغه مېرمن صمیمي روڼ اندې بولي او ټینګار کوي چې ښوونځی یې په ډېر درد او کړاو سره پای ته رسولی دی؛ د هغې په ​​وينا، دغه روڼ اندې ښځه د خپل ښوونځي اول نمره وه چې د فراغت سند یې هم پر لوړو نمرو ترلاسه کړی دی.

هغې وویل، لومړی د صمیمي مور او پلار نه حاضرېدل څو هپله لور په ښوونځي شامله کړي؛ ځکه چې دوی په اند د لیدلو توان یې نه درلود، خو له دې بې خبره وو چې نابینا لور ته یې الله (ج) ځانګړی استعداد ورکړی دی.

مېرمن عرب چې د اغلې صميمي مخې ته ناسته وه، هغې ته يې وکتل او له پژواک سره يې خبرو کې وویل: «د مېرمن صمیمي له لیوالتیا او هلو ځلو وروسته هغه په ​​ښوونځي کې شامله شوه او څه موده وروسته ولیدل شول چې دغه نابینا نجلۍ په رښتیا هم د زده کړو لپاره ځانګړی استعداد لري، هغه له  لومړي تر دوولسم ټولګي پورې د خپل ښوونځي عمومي اول نمره وه.»

مېرمن عرب هم له سوداګرو او مرسته کوونکو بنسټونو غواړي چې د روڼ اندې مېرمن او د هغې په څېر د نورو کسانو لاسنيوی وکړي او له نوموړې سره مرسته وکړي، څو لوړې زده کړې پای ته ورسوي.

له لسو کلونو راهیسې د مېرمن صمیمي همکار وکیل احمد نېکزاد وایي، استاد صمیمي یوه له هغو فعالو او بریالیو مېرمنو ده چې حتی یو شمېر جوړ کسان هم نه شي ورسره پرتله کېدای.

هغه وويل چې مېرمن صميمي تل په ښه پلان جوړونې سره د معلولينو، ښځو او روڼ اندو په برخو کې ډېرې عدالت غوښتنې ترسره کړې دي.

که څه هم چې د مېرمن صمیمي اقتصادي وضعیت ډېر دردناک دی، خو بیا هم هڅه کوي چې په خپله سیمه کې د محمد صلی الله علیه وسلم په نوم یو دارالحفاظ جوړ کړي، تر څو ماشومانو، ځوانانو او مېرمنو ته د قران کریم د زده کړې زمینه برابره کړي.

دا مهال په هرات ولایت کې ګڼ شمیر معلولین او روڼ اندي کسان شته چې ځانګړي استعدادونه لري؛ خو له سختو تعلیمي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

کندوز: له پوهنتونه په لومړۍ درجه فارغ نابینا نورو نابینایانو ته د عدالت غوښتنې په برخه کې کار کوي

د حسیب الله په نوم ځوان چې په ترافیکي پېښه کې یې د دواړو سترګو نظر له لاسه ورکړی، وايي، له جګړې او تاوتریخوالي ډېرې ترخې خاطرې لري، هیله من دی چې په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي.

هغه ځوانان متحرک ځواک بللی او له دوی غواړي چې د علم له لارې سولې او یو بل زغملو ته کار وکړي.

۲۷ کلن حسیب الله د هېواد په شمال کې د کندوز ولایت اوسېدونکی دی.

د هغه په خبره، هيڅکله خپل معلولیت د دې لامل نه ګڼي چې له خدمت او عدالت غوښتنې لاس واخلي، بلکې هغه اوس مهال نورو ته یو مثال دی.

هغه د کندوزي ځوانانو ترمنځ ښه ځای لري او تل یې معلولینو ته د عدالت غوښتنې په تړاو ناستو کې ګډون کړی دی.

د نوموړي دغه هڅې او غیرت د دې لامل شوی چې اوس مهال سویډن کمېته کې د معلولینو د روزونکي په توګه کار وکړي.

حسیب الله وايي، ۹ کاله مخکې یې په یوه ترافیکي پېښه کې داسې مهال سترګې له لاسه ورکړې چې له دوولسم ټولګي فارغ و او غوښتل یې کانکور ازموینه ورکړي، خو د سترګو د دید د له لاسه ورکولو وروسته هر څه بدل شول.

هغه وویل: ((له ترافیکي حادثې وروسته د سترګو د درملنې لپاره ډاکتر ته لاړم، خو ډاکتر وویل چې د سترګو د ښه کېدو امکان دې نشته، د دغه خبر په اورېدو سره ناهیلی شوم، هغه دوستان چې ماته نږدې وو، ټول له ما لرې شول، هغه کسان چې ویل یې موږ درسره یو، له ما لرې شول.))

هغه وايي، دا ورته ډېره سخته وه چې نور خلک کانکور ته لاړل او دی ترې بې برخې پاتې شو؛ احساس یې کاوه چې نور هر څه پای ته ورسېدل.

حسیب زیاته کړه چې له معلولیت وروسته یې سربېره پر دې چې ډېر درد درلود او خپلوانو یې هم فاصله ترې نیولې وه، خو د کورنۍ په مرسته او هڅونه یې بېرته د ژوند له ستونزو سره مبارزه پیل وکړه او علمي فعالیتونه ته یې مخه کړه، سره له دې چې پوهنتون ته تګ راتګ ورته ډېر سخت و، خو د پوهنتون څلور کاله یې په لومړۍ درجه پای ته ورسول.

نوموړي وویل: ((له پوهنتونه تر فراغت وروسته مې هیله درلوده چې زده کړو ته دوام ورکړم، خو اقتصادي ستونزو له امله خپلې دې هیله ته ونه رسېدم.))

هغه چې همدا اوس معلولینو ته په بریل لیک تدریس کوي، وايي: ((ما هڅه وکړه معلولینو ته مې د بریل خط تدریس وکړ او اوس مهال ډېری ځوانان ښوونځي کې د بریل خط له لارې زده کړو ته دوام ورکوي، ډېری معلولینو ته مې د ښوونیزو کورسونو او کار زمینه برابره کړې ده.))

د حسیب الله په خبره، له هغه وروسته چې معلول شو، د نورو معلولینو له درده هم خبر شو چې خپلو لومړنیو حقونو ته لاسرسی نه لري.

هغه وايي، له تېرو څو کلونو کې یې ډېرو معلولینو ته د عدالت غوښتنه کړې چې خپل حقونه ترلاسه کړي.

دغه کندوزی ځوان وايي: ((هیله لرم چې هېواد ارام شي او خلک په ارامۍ کې ژوند وکړي، غواړم تحصیلاتو ته مې دوام ورکړم او د علم او پوهې له لارې خدمت وکړم، ځوانانو ته مې پیغام دادی چې افغانستان سرښندنې او فداکارۍ ته اړتیا لري، ځوانان باید د هېواد په ابادۍ کې رول ولري.))

حسیب الله وايي چې په افغانستان کې اوس نسبي امنیت دی، هیله لرم چې د افغانستان خلک د سولې او ورورولۍ تر چتر لاندې ژوند وکړي.

هغ وویل: ((هڅه دې وشي چې د ملي پیوستون او ملي یووالي لپاره کار وشي، هیله لرم له دې وروسته د دې شاهد نه وم چې زموږ لاس نور هېوادونو ته اوږد وي.))

د حسیب همکار محمد کاظم واحد د نوموړي د شخصیت او فعالیتونو په تړاو وايي: ((حسیب الله تل هڅه کړې، سربېره پر دې چې نابینا دی، د نورو معلولینو لاسنیوی کوي او په ډېرو مواردو کې هېوادوالو ته د عدالت غوښتنه هم کوي.

کاظم وايي، نور ځوانان هم باید د حسیب په څېر بشردوستانه فعالیتونه پیل کړي.

هغه له دولت او بهرنیو بنسټونو غواړي چې دغه کندوزي ځوان ته د نورو زده کړو زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په وروستیو څو لسیزو کې د خونړۍ جګړو شاهد و او د دغه هېواد ډېری ځوانان ترې ترخې خاطرې لري.

کابل: یوې نابینا ښځې په خپل همت لېسانس دوره تر وروستي سمسټره رسولې ده

د کابل ښار اوسېدونکې ۲۴ کلنه بنفشه په ډېره بېوزله کورنۍ کې نابینا دې نړۍ ته سترګې غړولې، خو په خپلو هڅو توانېدلې چې د ځان لپاره راتلونکی روښانه کړي.

مېرمن بنفشې وویل، ۱۳۹۵ کال کې د نابینایانو له مسلکي ښوونځي فارغه شوه او هغه مهال د کابل پوهنتون د سیاسي علومو څانګې لوړې نومرې د نابینایانو لپاره ۱۰۰ وې، دا د ۸۰ نومرو په ترلاسه کولو د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو څانګې ته بریالی شوه، خو د حقوقو او سیاسي علومو له څانګې سره د مينې له امله یې لوړې زده کړې د هېواد پوهنتون په همدې څانګه کې پیل کړې.

بنفشه حکیمي چې له سترګو یې اوښکې روانې وې، خپله کیسه داسې کوي: ((دقیق مې نه دي په یاد چې څو کلنه وم، خو د مور په خبر مې دوه کاله عمر مې درلود چې د شري پر ناروغۍ اخته شوم.))

نوموړې وویل، هغه مهال یې د کاپیسا ولایت د حصه اول ولسوالۍ په خم زرګر کلي کې ژوند کاوه چې پر شري ناروغۍ اخته شوه.

هغې چې د خپلو خبرو په جریان کې یې کله کله خپل لاسونه سترګو ته پورته کول، وویل، ژمی ډېر یخ و، مور مې ونه شو کړای ما ډاکتر ته بوځي.

مېرمن حکیمي چې سپین جاکټ یې پر ځان و او غوښتل يې مایک ته مخامخ کېني او سترګې کش کړي، زیاته کړه: ((زموږ په کلي کې یوازې یو ډاکتر و، مور مې هماغه ډاکتر ته بوتلم، خو د ناسم تشخیص له امله یاد ډاکتر زما مور ته ویلي وو چې لور دې په تیاره اتاق کې وساته.))

نوموړې یوه شېبه چوپ شوه، سر یې ګرېوان ته کوز کړ او په دواړو لاسونو یې کلک ونیو، په لوړ غږ یې اه وکړ او ویې ویل، مور یې څو ورځې تیاره اتاق کې وساتله، دغه کار یې د سترګو پر لید منفي اغېز وکړ.

هغې داسې مهال خپلې کیسې ته دوام ورکړ چې ځیني وخت احساس کېده چې ستونی یې له غریوه ډک دی، هڅه یې کوله خپل غم پټ وساتي، مخ یې کله یو او کله بل لور ته ګرځاوه او ویل یې، کورنۍ یې بېوزله وه، له نابیناتوب وروسته یې مور دا د درملنې لپاره پاکستان ته انتقال کړه.

هغې د خپلو سترګو اوښکې په ټکري پاکې کړې او کیسې ته یې دوام ورکړ، ویې ویل، په پاکستان کې یې ډاکتر سترګې جراحي کړې، خو مثبته پایله یې ورنه کړه او مور ته یې وویل چې که لور یې پنځه یا شپږ کلنه وای، حللاره یې درلوده، خو اوس نه ښه کېږي.

هغه سر راپورته کړ، په یوه لاس یې له مخ ټکری لرې کړ او بل لاس یې پر سر تېر کړ، ویې ویل، لومړۍ یې د نابینایانو په کورس کې زده کړې پیل کړې، د الفباء له زده کولو وروسته یې په راتلونکي کال کې د نابینایانو ښوونځي کې نوم لیکنه وکړه.

هغې د اسویلي په ایستلو سره زیاته کړه چې ډېرې اقتصادي ستونزې یې ګاللې، پلار یې چې اوس ژوندی نه دی، پر نشه یي توکو روږدی و، له همدې امله یې د کورنۍ ستونزو ته توجه نه لرله.

نوموړې زیاته کړه چې د زده کړو لپاره یې قوي اراده درلوده. هغه چې د نابینایانو لپاره تحصیل د ژوند دوام بولي، وویل: ((مخکې له خپلې مشرې خور سره ښوونځي ته تلم، ډېرې ملګرې مې درلودې، ما افسوس وکړ چې کاش ما هم درس ویلای او همځولې او ټولګیوال مې غمرازې وای او زما حالت یې درک کولای.))

هغې وویل، ټولګیوالو او نوي ملګرو یې دې ته د ژوند ډېرې هیلې ورکړې او له زده کړو سره یې لېوالتیا ډېره شوه.

د دې په خبره، مور یې د خلکو کورونه پاکول او له دې لارې یې نفقه پیدا کوله.

هغې چې سرې ګلدارې جامې او ګلابي پړونی یې پر سر و، وویل: ((د جاکټ، کیسه او خولۍ اوبدل یې هم زده دي او ځيني وخت یې ښوونځي کې نندارې ته وړاندې کول.))

د دې په خبره، د خپلې مور او خور لپاره هم جامې ګنډم.

هغې زیاته کړه چې د کورنۍ اقتصادي ستونزې یې دومره ډېرې وې چې څو ځلې یې هوډ وکړ ښوونځي پرېږدي خو د ښوونځي ادارې ورسره همکاري وکړه او بالاخره یې ښوونځی پر بریالیتوب پای ته ورساوه.

بنفشې په معصومانه خندا د خپل ښوونځي کتابونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، ډېرې هڅې یې کړې او د الله (ج) په مرسته یې وکولای شول کانکور ازموینې لپاره ښه چمتووالی ونیسي.

هغې د خپل کانکور کیسې ته په اشاره وویل، له شپو ورځو هڅو وروسته یې په داسې حال کې کانکور کې ۸۰ نومرې ترلاسه کړې چې هغه مهال د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي نومرې ۱۰۰ وې، زه په دې نومرو سره د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته بریالۍ شوم.

هغې وویل، د کانکور په ازموینه کې د بریالیتوب د خوښۍ یې ډېر وخت ونه شو، کله یې چې پوهنتون ته د نوم لیکنې لپاره مراجعه وکړه، د پوهنتون ادارې له خوا ورته وویل شول چې سمسټر پر خلاصېدو دی او باید یو کال تعجیل واخلي.

هغې دغه کیسه له اوښکو په ډکو سترګو داسې بیان کړه: ((کابل پوهنتون پر موږ نابینایانو په زور او جبر د تعجیل فورم لاسلیک کړ او پلمه یې وکړه چې د یاد سمستر درسونه تر ۲۰سلنه ازموینو رسېدلي دي.))

د بنفشې له سترګو اوښکې روانې شوې، د هغې شیبې انګار یې بیا تجربه کاوه چې تر څو ثانیو چوپتیا وروسته یې خبریال ته وویل: ((که نابینا نه وای داسې ورځې به مې نه لیدلې.))

هغې په دې اړه چې د نابیناتوب له امله یې څومره ستونزې لیدلې زیاته کړه، له زرګونو هیلو او هڅو سربېره یې د مور له خوا ډاډ ورکړل شو او نوموړې یې له ځان سره څو خصوصي پوهنتونونو ته بوتله، خو له بده مرغه ټولو وویل: ((دلته ټول محصلین بینا دي، دا نشي کولای له هغو سره زده کړې وکړي.))

هغې وویل، د څو ورځو په تېرېدو سره بېرته ناهیلې کور ته لاړه خو بیا یې د یوه مهربان ښوونکي په وسیله وکولای شول د خپلې خوښې څانګه (حقوق او سیاسي علوم) کې تحصیل ته دوام ورکړي.

بېنفشې وویل، مخکې یې د تېر نظام د معلولینو له وزارت څخه هر کال ۶۰زره افغانۍ ترلاسه کولې او له همدې پیسو یې د کور او زده کړو لګښتونه پوره کول.

هغې په غمجن غږ وویل، سږ کال دولت هيڅ پیسې نه دي ورکړې، د پوهنتون د دوو سمسټرونو فیس باید ورکړي، خو پیسې نه لري او نه پوهېږي یاد فیس څه ډول ورکړي.

هغې له نابینایانو سره د عامو خلکو له چلند هم شکایت وکړ او ویې ویل، مخکې خلکو له هغې سره جالب چلند درلود.

حکیمي زیاته کړه: ((یوه ورځ راته لار کې څو کسان ودرېدل او په منلډو یې وویل، وګورئ بنفشه پر لار روانه ده او ړوند جوړ شوی دی.))

هغې وویل، له نېکه مرغه اوس خلک له نابینایانو سره ښه چلند کوي او دا په دې برخه کې کومه ستونزه نه لري.

د بنفشې مور په داسې حال کې چې لاس یې له څيرې لستوڼي ښکارېده او هڅه یې کوله چې لاس یې پټ وي، خو دا چې جامې یې زړې وې، له یخ او سړې هوا د ژغورلو لپاره کافي نه وې، د پژواک خبریال ته وویل: ((بنفشه جانه مې درېیمه لور ده، ۱۰ کاله کېږي چې خاوند مې له لاسه ورکړی او د اولادونو نفقه خپله برابروم.))

هغه د خپل مخکني کار په اړه وايي، مخکې یې د یوه ډاکتر کور کې پاک کاري کوله، د نظام له بدلون وروسته هغه ډاکتر بهر هېواد ته لاړ او اوس کار نه لري.

نوموړې په دردمن غږ وویل، د کور ۵زره کرایه ورکوي او د خدای (ج) دربار ته حیرانه ده چې دغه پيسې له کومه پیدا کړي؟

د خپلې ناچارۍ اوښکې بندي او په صمیمانه موسکا وايي: ((بنفش مې ډېره ښه لور ده، په شتون یې ویاړم او هيڅ احساس نه کوم چې لور مې نابینا ده؛ ځکه تل په یوازې ځان خپلې زده کړې کوي او ستونزې یې حلوي.))

د هېواد پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد او رییس محمد ابوبکر اصولي د بنفشې په اړه وايي، هغه په څو سمسټرونو کې د (حزايي محکمو اصول، د جزا کود تحلیل او میراث حقوق) مضمونونه چې ډېر سخت مضمونونه دي، تدریس کړي او بنفشې په یاد مضمونونو کې تر ۸۰ لوړې نومرې اخیستې دي.

بنفشه د خپل ژوند کیسه په دې جلمو پای ته ورسوله چې دا په ژوند کې له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ ده، خو خوشاله ده چې اوس د خپلې خوښې پوهنځي کې اتم سمسټر لولي او هیله لري دغه دوره هم په بریالیتوب پای ته ورسوي.

Visits: 178

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.