کابل (پژواک، ۱۷مرغومې ۱۴۰۰): اسلام آباد کې افغان سفارت وايي چې د کراچۍ ښار يو شمېر سوداګرو دوی ته څه باندې ۸۵ ټنه خوراکي او نورو اړينو توکو مرستې سپارلې دي.
اسلام آباد کې د افغانستان سفارت په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي، يادې مرستې چې په څو لاريو کې بار دي، کراچۍ ښار کې افغانستان قونسلګرۍ ته سپارل شوې چې ډېر ژر به هېواد ته انتقال او پر اړمنو کورنيو به ووېشل شي.
سرچينې، د مرستو دقيقه اندازه او د مرسته شویو توکو نوعيت نه دی په ډاګه کړی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP