منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۸ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

د پاکستان د کراچۍ ښار سوداګرو له افغانستان سره لسګونو ټنه خوراکي توکو مرسته کړې

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۱۱ کتنې

کابل (پژواک، ۱۷مرغومې ۱۴۰۰): اسلام آباد کې افغان سفارت وايي چې د کراچۍ ښار يو شمېر سوداګرو دوی ته څه باندې ۸۵ ټنه خوراکي او نورو اړينو توکو مرستې سپارلې دي.

اسلام آباد کې د افغانستان سفارت په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي، يادې مرستې چې په څو لاريو کې بار دي، کراچۍ ښار کې افغانستان قونسلګرۍ ته سپارل شوې چې ډېر ژر به هېواد ته انتقال او پر اړمنو کورنيو به ووېشل شي.

سرچينې، د مرستو دقيقه اندازه او د مرسته شویو توکو نوعيت نه دی په ډاګه کړی.