ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترکیې د هرات زعفران پېرلو ته لېوالتیا ښودلې ده

ترکیې د هرات زعفران پېرلو ته لېوالتیا ښودلې ده

author avatar
9 Jan 2022 - 12:01
ترکیې د هرات زعفران پېرلو ته لېوالتیا ښودلې ده
author avatar
9 Jan 2022 - 12:01

هرات ښار (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۰): د هرات ولایت سیمه ییزه اداره د ترکیې او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او فرهنګي همکاریو له ډېرېدو د هرکلي ترڅنګ د هرات د زعفرانو پېرلو ته د ترکیې له لېوالتیا خبر ورکوي.

د هرات والي مولانا نوراحمد اسلام جار پرون په افغانستان کې د ترکيې له مرستيال سفير چنګيز ايديمير سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او فرهنګي همکاريو پر ډېرېدو ټينګار کړی دی.

‎په ورته مهال په کابل کې د ترکيې مرستيال سفير چنګيز ايديمير، هرات ولايت ته د خپل سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه، اقتصادي او فرهنګي اړيکو د پياوړتيا په اړه خبرې کړې دي.

‎د ترکیې مرستیال سفیر د هرات ولایت د زعفران په پېرلو کې د خپل هېواد له لېوالتیا هم خبر ورکړ.

‎هغه زیاته کړه چې په دې برخه کې به دوی لازمه همکاري وکړي.

هرات ته د دغه پلاوي د سفر په تړاو د ولایت له مقامه په خپره شوې خبرپاڼه کې د والي له قوله راغلي چې د هرات او ترکيې ترمنځ د هوايي دهلېز جوړول مهم دي او له ترکيې يې غوښتي چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

‎سرچینې لیکلي چې نوموړي دغه راز د ترکیې له مرستیال سفیره وغوښتل چې له دغه ولایته ترکیې او له هغه ځایه اروپايي هېوادونو ته د زعفرانو صادرېدو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

‎د يادونې ده، د نوي حکومت په راتګ او د دغه نظام د په رسمیت نه پېژندلو له امله د هرات ولایت د زعفرانو د پلور او صادراتو بازار ټکنی شوی دی.

Views: 173

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.