ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ په افغانستان کې ۳۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره اوونۍ په افغانستان کې ۳۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
15 Jan 2022 - 17:07
تېره اوونۍ په افغانستان کې ۳۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
15 Jan 2022 - 17:07

کابل (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۰): تېره اوونۍ، ملګرو ملتونو او چین په داسې حال کې له افغانانو سره پر بشري مرستو د ټینګار ترڅنګ، له کنګله د افغانستان د پانګې د ایستلو غوښتنه وکړه چې افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

  • ملګرو ملتونو له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره د پنځه میلیارد ډالرو غوښتنه وکړه.
  • امریکا له افغانستان سره د ۳۰۸ ميليونه ډالرو بشري مرستې اعلان وکړ.
  • د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي د یادې غوښتنې هرکلی وکړ.
  • د افغانستان حکومت: د دوحې تړون پلي کول د افغانستان او امریکا تر منځ ستونزې هوارولی شي.
  • د مولوي امیرخان متقي په مشرۍ پلاوي ایران کې له اسماعیل خان او احمدمسعود سره وکتل.
  • د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له حامد کرزي او عبدالله سره ټیلېفوني خبرې وکړې.
  • یو شمېر کابل مېشتې ښځې: کار او زده کړې غواړو.
  • تېره اوونۍ په افغانستان کې ۳۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ په کابل، هرات، فاریاب، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې په بېلابېلو پېښو کې ۲۲ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، ناپېژاندو وسله والو په هرات ښار کې يو صراف وژلی او د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې یې د يوې کورنۍ پنځه غړي وژلي او يو بل يې ټپي کړی دی.

دغه راز، د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د ګاز ډبې او ناچاودو توکو په چاودنو کې د ښوونځي نهه زده کوونکي او دوه ښځې وژل شوي، څلور ماشومان او يوه مېرمن ټپي شوې ده.

د راپورونو له مخې، په کابل ښار کې يوه کورنۍ وايي چې د دې ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند سیمې د تلاشۍ په یوه چک پاینټ کې یې پر موټر ډزې شوې او یوه پېغله لور یې په کې وژل شوې ده.

دغه راز د راپورونو له مخې، د فارياب په بلچراغ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د دوو سرګروپانو تر منځ نښته کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د راپورونو پر بنسټ، تېره اوونۍ د فارياب په مرکز ميمنې ښار کې د امنيتي ځواکونو د تصادفې ډزو له امله يو تن وژل شوی او یو بل ټپي دی. دغه راز، تېره اوونۍ په دغه ښار کې د یو لاریون پر مهال ډزو کې یو تن وژل شوی او څلور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، وړمه اوونۍ يوازې په کابل ښار کې دوه چاودنې شوې وې چې له امله يې دوه ملکي وګړي سرسري ټپيان شوي وو. دا په تېرو کلونو کې د مرګ ژوبلې تر ټولو ټیټه اوونیزه کچه ده.

 له افغانانو سره پر مرستو ټینګار

تېره اوونۍ ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د پنځه میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه وکړه، د امریکا متحده ایالتونو په ۲۰۲۲ کال کې له افغانستان سره د ۳۰۸ ميليونه ډالرو بشري مرستې اعلان وکړ، د خوړو نړیوال پروګرام له نړیوالو وغوښتل چې افغانستان ته د پیسو لېږد جاري وساتي، څو په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال کې له اړمنو افغانانو سره مرستې وکړي او ايران چمتوالی وښود چې له افغانستان سره د هند بشري مرستې د دغه هېواد له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.

هند شاوخوا څلور میاشتې مخکې له افغانستان سره د ۵۰زره ټنه غنمو او درملو مرسته اعلان کړه او پاکستان هم وویل،  هند کولی شي دغه توکي د پاکستان له لارې د افغانستان په موټرو کې ولېږدوي؛ خو تر اوسه دا کار نه دی شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالتونو، وروسته له هغه چې د افغانستان پخوانی حکومت د تېرې زمري میاشتې په وروستیو کې ړنګ شو او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو، د افغانستان نږدې لس میلیارد ډالره پانګه کنګل کړه او پر افغانستان یو لړ نور بندیزونه هم ولګول شول. د دغو بندیزونو له امله افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی دی.

«د افغانستان پانګه دې له کنګله وایستل شي»

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتریش او چین تېره اوونۍ د امریکا له متحدو ایالتونو وغوښتل چې د افغانستان شتمني دې له کنګله وباسي. چین دا هم وویل، امریکا دې پر افغانستان یو اړخیز لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

خلک، د ملګرو ملتونو سرمنشي او چین: امریکا دې د افغانستان شتمني له کنګله وباسي.

تېره اوونۍ کابل کې سلګونو کسانو هم د افغانستان د کنګل شوو پيسو د ازادېدو او د اوسني حکومت د په رسمت پېژندلو غوښتنه وکړه.

افغان چارواکي وایي، له امریکا سره د هغوی د دوحې تړون پلي کول د افغانستان او امریکا تر منځ ستونزې هوارولی شي او د افغان حکومت بهرنۍ پالیسي مثبته، بې طرفه، متوازنه او اقتصاد محوره ده.

بهرني سفرونه

تېره اوونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ پلاوي ایران او بیا ترکمنستان ته سفر وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې مولوي امیرخان متقي او ورسره پلاوی به د ترکمنستان له چارواکو سره د دوه اړخیزه سوداګرۍ، انرژۍ، نفتي توکو، ريل پټلۍ، له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګاز نللیکې غځولو (ټاپي) او تحصلي بورسونه په تړاو خبرې وکړي.

دغه راز د افغانستان حکومت وايي ایران ته تللي پلاوي له ایراني چارواکو او دغه راز د هرات له پخواني والي او د جمعیت اسلامي ګوند مخکښ غړي محمد اسماعیل خان او د یاد ګوند له یوه بل مهم تن احمد مسعود سره کتلي او ډاډ یې ورکړی چې کولای شي له کومې اندېښنې پرته هېواد ته راستانه شي.

محمد اسماعیل خان د تېرې زمري میاشتې په وروستیو کې هرات کې طالبانو ونیو، خو د اعلان شوې عفوې له مخې یې خوشی کړ. هغه له خوشي کېدو وروسته ایران ته ولاړ. احمد مسعود هم په پنجشېر کې د طالبانو پر ضد جبهه پرانیسته، خو وروسته له هغه چې پنجشېر د اوسني حکومت امنیتي ځواکونو ونیو، مسعود له هېواده ووت.

د راپورونو له مخې، د یادې جبهې یو تن – چې نه غواړي نوم یې څرګند شي-  رسنیو ته ویلي چې اسماعیل خان او مسعود یاد پلاوي ته د انتقالي حکومت طرحه وړاندیز کړه، خو پلاوي هغوی ته افغانستان ته د راستنېدو وړاندیز وکړ او په دې ترتیب دغه خبرې بې پایلې پاتې شوې.

له کرزي او عبدالله سره د توماس ویسټ خبرې

پخواني ولسمشر حامدکرزي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره د افغانستان له خلکو سره د بشر دوستانه مرستو د تسهیل، له ښوونکو، استادانو او روغتیایي کارکوونکو سره د مرستې او په افغانستان کې د زده کړو په ځانګړې توګه د نجونو لپاره د زده کړو د زمینې برابرولو په اړه ټیلېفوني خبرې کړې دي.

په ورته مهال، د پخواني حکومت د پخلاينې شورا مشر ډاکتر عبدلله عبدالله د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وسټ سره د اوسني بشري بحران، د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د نویو طرحو او عملي لارو چارو، د زده کړو او روغتیایي موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

د ښځو حقونو ته دې درناوی وشي

د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ ځینو ښځو د شپې له خوا کابل ښار کې پر دیوالونو لیکلي وو:« زه ښځه يم، کار او زده کړې زموږ حق دی، ډوډۍ، کار، خپلواکي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت ویلي چې د ښځو شرعي حقونو؛ لکه زده کړې، کار، ملکیت او … ته ژمن دی او ژر به د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه هم پرانیزي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.