ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د رابعه بلخي راډیو په دفتر کې د اورلګېدنې پېښه دې جدي وڅېړل شي»

«د رابعه بلخي راډیو په دفتر کې د اورلګېدنې پېښه دې جدي وڅېړل شي»

author avatar
16 Jan 2022 - 12:33
«د رابعه بلخي راډیو په دفتر کې د اورلګېدنې پېښه دې جدي وڅېړل شي»
author avatar
16 Jan 2022 - 12:33

کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۰): د افغانستان د خبریالانو مرکز، د بلخ له سیمه ییزې ادارې غواړي څو په مزارشریف ښار کې د رابعه بلخي راډیو په دفتر کې د اورلګېدنې څرنګوالی په جدي ډول وڅېړي او پایله دې یې له رسنیو سره شریکه کړي.

د یوه راپور له مخې، په مزارشریف ښار کې د رابعه بلخي راډيو په دفتر کې د اورلګېدنې له امله د یادې راډيو ټول وسایل  په بشپړ ډول سوځېدلي او دوو ماشومانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د رابعې بلخي راډیو دفتر د مزارشریف ښار لومړۍ ناحیه اړوند د یوې شپږ پوړیزې ودانۍ په درېیم پوړ کې دی. د بلخ پولیسو ویلي چې دغه پېښه په راډيو د برېښنا د ستونزې له امله رامنځته شوې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خبرپاڼه کې راغلي چې تر اوسه د یادې پېښې د قربانیانو هویت نه دی په ډاګه شوی، خو یوې سرچینې دغه مرکز ته ویلي چې یاد دوه ماشومان د ودانۍ په بل ځای کې وو چې د لوګي او اکسېجن د کمښت له امله مړه شوي دي.

سرچینه لیکي: «د افغانستان د خبریالانو مرکز پر یاده پېښه چې د دوو ماشومانو د وژل کېدو او د یادې راډیو اداري او کاري وسایلو له منځه تلو لامل شوې، خپل ژور خپګان څرګندوي، له سیمه ییزې ادارې غواړي چې د یادې پېښې څرنګوالی په جدي ډول وڅېړي او د پایله یې دې له رسنیو سره شریکه کړي.»

د افغان خبریالانو مرکز له رسنیو او له اړوندو نړیوالو بنسټونو غواړي چې په افغانستان کې اقتصادي ستونزو ته په کتو د یادې رسنۍ بیا فعالولو سره مرسته او همکاري وکړي.

رابعه بلخي راډیو یوه ځانګړې راډيویي شبکه ده چې د ۱۳۸۱ لمریز کال د کب میاشت کې په مزارشریف کې جوړه شوې چې ډېری پروګرامونه یې د ښځو اړونده مسایلو باندې څرخېدې.

Views: 78

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.