«د رابعه بلخي راډیو په دفتر کې د اورلګېدنې پېښه دې جدي وڅېړل شي»
د افغانستان د خبریالانو مرکز، د بلخ له سیمه ییزې ادارې غواړي څو په مزارشریف ښار کې د رابعه بلخي راډیو په دفتر کې د اورلګېدنې څرنګوالی په جدي ډول وڅېړي او پایله دې یې له رسنیو سره شریکه کړي.



