مهترلام (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۰): په لغمان ولايت کې د خوړو نړيوال سازمان په مالي لګښت د يوه کانال، استنادي دېوال او يوه سربند جوړولو چارې پيل شوې.
چارواکي وايي، د خوړو نړيوال سازمان د دغو رغنيزو پروژو کارکوونکو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ورکوي.
د لغمان سینديزې فرعي حوزې رييس مولوي شیرجان راشیدي وويل چې د خوړو نړيوال سازمان په مالي لګښت او دMCA موسسې په تخنيکې همکارۍ د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې د يوه کانال، د اوبو د يوه سربند او استنادي دېوال جوړولو کارونه پيل شول.
هغه وویل، د یادو پروژو کارونه د شپږو مياشتو په جریان کې پای ته رسېږي چې ورسره سم به سلګونه کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.
نوموړي د خوړو نړيوال سازمان له مسوولينو مننه وکړه چې په ياده سيمه کې یې د دې پروژو کارونه پیل کړل او غوښتنه یې وکړه چې په راتلونکي کې دې دا ډول نورې پروژې هم تطبيق کړي، څو د خلکو ستونزې راکمې شي.
راشيدي دغه راز د پروژې د تطبيق کوونکې موسسې له مسوولینو وغوښتل چې په کارونو کې د شفافيت ترڅنګ کیفیت ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
ځايي اوسېدونکو د يادو پروژو پيل د سيمې لپاره ګټور ياد کړ.
د سيمې يوه قومي مخور ملک نقيب الله وويل چې اوسمهال افغانان کار او خوړو ته اړتيا لري نو نړيوالې ادارې بايد د دې ډول پروژو په پلې کولو سره خلکو ته د کار او غذا اسانتياوې برابرې کړي.
  . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP