کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۰): ذبیح الله مجاهد وایي، د حکومت د رسميت پېژندنې په اړه شنه څراغونه ښودل شوي، د نظام مخالفین ګواښونه نه شي جوړولای، ځپل کېږي او د نظام د چارو لپاره لومړی د علماوو ناسته او وروسته ملي او د علماوو شوراګانې جوړېږي.
د افغانستان د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو مرستیال ذبیح الله مجاهد له پژاوک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د امارت زعیم مولوي هبت الله اخندزاده ځکه د رسنیو پر وړاندې نه دی راڅرګند شوی چې تر اوسه فضا په بشپړ ډول تر امنیتي پوښښ لاندې نه ده راغلې.
هغه د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني د څرګندونو په تړاو وایي چې «کودتا موږ په ده نه ده کړې، ده خپله صحنه پرېښوده» او هغه د سیاسي جوړجاړي لپاره ډېره «وخت کشي» وکړه.
ده دا هم وویل چې حکومت د قراردادونو د ټولو جزئیاتو خپرولو پلوی دی او پر مسلکي خبریالۍ اعتراض نه لري، خو باید د اوازو او پروپاګنډ مخه ونیول شي.
مجاهد زیاتوي چې د بیرغ په اړه به د ملت د استازو جوړېدونکی ارګان بحث وکړي. دی وایي، د ږیرې پرېښودل او د لونګۍ وهلو په څېر مسایل یوازې د توصیې په بڼه مطرح کېږي او جبري نه دي او د تحول پر مهال له زندانونو د تښتېدلو مجرمینو د بېرته نیولو لپاره هڅې روانې دي.
بشپړه مرکه:
پژواک: د اسلامي امارت زعیم مولوي هبت الله اخندزاده هرات، کندهار، هلمند او نورو ولایتونو کې له خلکو او مسوولینو سره لیدلي، خو ولې تر اوسه د رسنیو پر وړاندې نه دی راڅرګند شوی؟
مجاهد: د اسلامي امارت زعیم، عالیقدر امیرالمومنین شیخ الحدیت مولوي هیبت الله اخندزاده صېب کندهار، هلمند، فراه او هرات ته سفرونه کړي، له خلکو سره یې لیده او کاته کړي، ممکن دا پروسه د هېواد نورو برخو ته هم دوام وکړي، له خلکو سره به مخامخ وویني، دا اوس په کندهار کې له بېلابېلو مشرانو او سپین ږیرو سره پرله پسې لیده کاته لري، خو د ويډيو او عکس موضوع طبعاً تر اوسه پورې به ځيني ملحوظات لري، کېدای شي ځینې امنیتي ستونزې وي او یا نور مسایل د دې باعث شوي وي چې دی تر اوسه ويډيو او تصویر ته نه دی راغلی، خو له خلکو سره یې لیدل شته، پیغامونه هم تبادله کوي او له سپین ږیرو سره لیده کاته لري.
پژواک: د چا له خوا امنیتي ګواښونه موجود دي؟
مجاهد: یو شي ته باید تاسې متوجې وئ چې تر اوسه فضا په بشپړه توګه تر امنیتي پوښښ لاندې نه ده راغلې او موږ د فضا د کنټرول لپاره بشپړ وسایل هم نه دي ترلاسه کړي؛ نو کېدای شي کله کله ځیني د دین غلیمان وي چې کوم وخت کې شومه اراده وکړي، اړخ نه شو معلومولی چې د چا له خوا، خو موږ او تاسو اوس هم د ډرون ځيني پروازنو په ځینو ولایتونو کې وینو، اګرکه په دې مواردو باندې له امریکايي جهت سره بار بار یادونه هم شوې چې دا باید بندې شي، خو لا تر اوسه شته، ځيني داسې مسایل باعث کېږي چې احتیاط باید په خپل حد کې وشي.
پژواک: عمومي عفوه شوې، خو داسې راپورونه شته چې د مخکني نظام د ځواکونو ځیني کسان نیول کېږي، وهل او ټکول کېږي؛ ولې په دې برخه کې د مشرتابه له فرمان څخه سرغړونه کېږي؟
مجاهد: انساني ټولنه داسې جوړه ده چې زموږ زعیم خو لا یو بشر ده، د الله (ج) له فرمان څخه هم سرغړونې روانې دي، د انسانانو فطرت داسې دی چې کله- کله تمرد کوي، خو دغه شی ډېر نه دي، په سلو کې که یو دوه فیصده یا درې فیصده موږ لیدلي وي، هغه خلک چې عفوه ورته شوې، په کور ناست وي او چا تعقیب کړي وي یا انتقامي برخورد سره مخ شوي وي، دا د امارت د خلکو له خوا نه دي شوي، خو که داسې کوم عمل شوی هم دی، هغه له خپل موقفه استفاده کړې او خپلسری عمل یې کړی، نو هغوی نیول شوي، اوس موږ په زندان کې تر سل، دوه سوه ډېر داسې زندانیان لرو چې له دغسې مواردو یې سرغړونې کړې؛ دا موږ نه شو ویلی چې ولې یو څوک سرغړاوی کوي، خو دا ویلي شو چې که سرغړاوی کوي نو مجازات کېږي به.
پژواک: له افغانستان سره اوس مهال بشري مرستې په ډېرېدو دي، سره له دې چې دا د عامو خلکو لپاره دي، ولې داسې راپورونه شته چې په دې کې حکومتي مسوولین درغلي کوي او حتی اوسنیو ځواکونو لپاره هم ترې برخه اخیستل کېږي؛ څه فکر کوئ چې حکومت د خپلو ځواکونو اړتیاوې نه شي پوره کولی؟
مجاهد: اصلاً موضوع دا ده چې بشري مرستې څو رقمه دي، یو هغه مرستې چې د موسساتو له خوا مستقیماً د یوه قشر لپاره تخصیص شوې او موسسات یې په خپله تطبیقوي، حکومت پر هغو مرستو باندې نظارت لري؛ یعنې په عموم کې نظارت کوي چې حق خلکو ته وسپارل شي او د اړو خلکو باندې ووېشل شي؛ دویم رقم هغه مرستې دي چې د حکومت په اختیار کې دي، هغه د پنځو ادارو له خوا توزیع کېږي؛ د سره صلیب له خوا توزیع کېږي، پر مسکینانو، هغو سروې له سره تجدید کړې ده او د هغې سروې له مخې یې تقسیموي. دویم که طبي مواد یا دوا وي، د صحت وزارت له خوا توزیع کېږي، درېیم د حوادثو ضد ادارې له خوا تقسیمېږي، څلورمه برخه کې د مهاجرینو وزارت او پنځمه برخه د شهدا او معلولینو وزارت له خوا وېشل کېږي؛ په دې برخه کې که زموږ محتاج، معلول او نیازمند خلک په پام کې نیول شوي وي، نو وي به، خو دا هیڅکله په دې معنا نه ده چې نور مسکینان هېر شوي او له لېستونو غورځېدلي وي او ځینې بیا داسې مرستې هم شته چې ما په خپله ولیدې، ځینو تجارانو خاص زموږ له ځواکونو سره مرستې کړې؛ ځکه زموږ ځواکونه چې له شپږو میاشتو راهیسې راغلي، کابل ته یا نورو ولایتونو ته، په امنیتي کارونو باندې بوخت دي، خو معاش یې نه دی اخیستی او د خوراک لپاره هم معلوم او معین شی نه لري. د دوی لپاره ځینو تجارانو مرستې کړې دي، حتی دا مرستې زما په لاس هم اړمنو ته توزیع شوې چې زموږ په وزارتخانه کې ورکړل شوې؛ څوک چې پیره کوي او په خدمت بوخت دي، نو دا په دې معنا نه ده چې موږ د بل چا حق ورکړی، هغه مخصوص شوي دغو خلکو ته، نو په دې مورد به شکایت وي، د افغانستان خلک طبعاً قناعت اسانه نه کوي او وخت نیسي، خو د درغلیو سل په سلو کې اطمینان ورکوم چې په دې مورد کې درغلي نه شي کولی.
پژواک: اروزګان او پکتیا کې مسوولینو ویلي چې دولتي کارکوونکي باید ږېره پرېږدي او لونګۍ ووهي، دغه راز په پکتیا کې د موسیقۍ الې وسوځول شوې. حکومت ولې په دې حساس وخت کې پر دغسې مواردو ډېر تمرکز کوي، دا چې نور مهم لومړیتوبونه هم په مخکې لري؟
مجاهد: نه پوهېږم دا به هم چېرې د افرادو له خوا ویل شوي وي، که د حکومت داسې پلان وي نو یوه یا دوو ولایتونو کې نه وي، هغه په ټولو ولایتونو کې تطبیقېږي او د موسیقي الات چې په پکتیا کې سوځول شوي وو،… موږ تعقیب کړل، هغه د پخوا وخت ويډيو وه، اوسنۍ نه ده، خو بیا هم زه وایم چې د افرادو کله کله ځیني برداشتونه شخصي وي، یا ځیني اقدامات یې شخصي وي، د هغو مخه نیول کېږي، دا داسې یو پلان نه دی چې روزمره تکرارېږي، یا د یوې برنامې په شکل تکرارېږي، یا عام دی چې ټول خلک ترې متضرریږي؛ پېښه خو کله کله راځي، موږ او تاسو چې چېرې سفر کوو نو له یو تصادم سره مخ کېږو یا ترافیکي پېښه راځي، دا یوه قضیه ده چې پېښه شي او دا چې یو څوک تمرد وکړي، د حکومت له احکامو نه، یا یو څوک وځوروي یا یو چا ته یوه ستوغه خبره وکړي، یا یو مورد وړاندې کړي چې دا به خامخا کوئ، خو وروسته چې مسوولین پرې خبر شي، هغه هواروي؛ یعنې دا عامه خبره نه ده.
پژواک: په ولایتونو کې واليان لومړی رتبه چارواکي دي، خو د دې مسایلو په اړه تر ډېره والیانو سپارښتنې کړې دي.
مجاهد: زه بیا هم وایم چې دغه مورد د توصیې لپاره کېږي، ټول مشران چې کله تقریر کوي، وعظ کوي، مسوولینو، افرادو او هېوادوالو ته توصیه کوي، خو د جبري حکم په توګه باندې چې خامخا به پرې خلک مجازات کېږي، داسې نه دي شوي.
پژواک: یعنې دغه ډول مسایل تر اوسه نه دي جبري شوي؟
مجاهد: نه، دا تر اوسه په حکومتی چوکاټ کې نه دي وضع شوي، البته توصیه شوې ده، زموږ علمای کرام ټول وخت په ممبرونو باندې توصیه کوي، امر بالمعروف وزارت توصیه کوي او والي هم چې په یو ځای کې حاکم دی، هغه هلته خلکو ته توصیه کوي؛ نو که خلکو خبره ومنله دا ښه راځي؛ ځکه شریعي احکام ورته وايي، بل څه نه ورته وایي.
پژواک: حکومت بیا، بیا وايي چې د مخکني حکومت د دولتي ادارو کارکوونکي یې دندو ته غوښتي دي، خو معلومات ښيي چې تر اوسه د مخکني حکومت یو څارنوال او قاضي هم نه دی غوښتل شوی، ایا دوی مستثنی دي؟
مجاهد: دا اوس هم په ټولو ادارو کې کارکوونکي ۸۰ فیصده د مخکني حکومت خلک دي، له موږ سره فعالیت کوي او په اخلاص باندې روزمره کارونه پر مخ وړي، ځیني خلک، لکه مثلاً نظامي برخه کې، یا د قضا په برخه کې، له هغوی نه د دې وېره وه چې بېرته زموږ نظام خراب نه شي، رشوت، اختلاس او غلا په کې عامه نه شي؛ نو ځکه ځیني خلک نه دي غوښتل شوي. البته د ټولو ادارو اداري خلک غوښتل شوي، خو د صلاحیت والا خلک لکه قاضي، د قاضي مرستیال او دې ته نږدې خلک د مجبوریتونو له وجې چې غواړو دا قضا باید داسې نه وي لکه مخکې چې وه، مثبت تغییر په کې راشي او په شریعت برابره وي- [نه دي غوښتل شوي] هغه خلک چې مخکې بدنام وو، باید په دې برخه کې نه وي.
پژواک: د ملي بیرع په اړه به امارت تر کله چوپه خوله وي؟
مجاهد: دا یوه ملي مسئله ده، امارت به انشاءالله په دې مورد باندې کېدای شي په خپل وخت- چې کله د ملت د استازو یو ارګان جوړ شي- بیا به پرې بحث وکړي.
پژواک: ستا ترڅنګ اېښی سپین بیرغ ملي نه دی؟
مجاهد: دا هم موږ ملي بیرغ بولو، ټول ملت له لا اله الا الله او سپین بیرغ سره څه ستونزه نه لري، د ټول ملت نمایندګي کولای شي.
پژواک: نو پر بل ملي بیرغ باندې ولې تمرکز کېږي؟
مجاهد: هو، که غوښتنې موجودې وي، نو تر بحث لاندې نیول کېدای شي.
پژواک: له افغانستان سره د پاکستان راشه درشه د پخوا په پرتله ډېره ګرمه ده، تاسو ولیدل چې په لومړیو کې د ای اېس ای مشر کابل ته راغی، له هغه وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر راغی او ټاکل شوې وه چې تېره اوونۍ به د پاکستان د ملي امنیت سلاکار کابل ته سفر وکړ چې سفر یې لغوه شو، په داسې حال کې چې د ډیورند پر فرضي کرښه په اصطلاح د دواړو لورو له خوا تند غبرګونونه څرګندیږي، حتی لفظي شخړه وشوه، افغان سرحدي ځواکونو د پاکستان له خوا پر یاده کرښه د اغزن تار غځولو مخه ونیوه او پاکستان ته یې د توغندیز برید ځواب هم ورکړ، تاسو د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا اړیکې څنګه ارزوئ او ولې په دغه حساس وخت کې پر دغې حساسې مسئلې دواړه هېوادونه تمرکز کوي؟
مجاهد: اول تګ راتګ د مملکتونو د استازو ترمنځ دا معمول ده، لکه څرنګه چې موږ له پاکستان سره تګ راتګ لرو، تر هغه ډېر یې قطر سره لرو، له هغه نه ډېر یې ترکمنستان سره لرو، له هغه ډېر یې ایران سره لرو، چین سره یې لرو او د ټولو هېوادونو استازي افغانستان ته راغلي، البته کچې به یې مختلفې وي، خو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه دلته خلک راغلي او روزمره شکل باندې هم دلته استازي راځي. افغانستان اړیکو ته ضرورت لري؛ یو اړیکې دي او یو د یوه هېواد د نامشروع غوښتنو منل دي؛ افغانستان دې ته اړ دی چې له پاکستان سره ښې اړیکې ولري؛ ځکه ډېره اوږده پوله سره لرو، ملتونه مو سره شریک دي، ارزښتونه مو سره شریک دي، مذهب، ژبه او ډېر شیان مو سره شریک دي، دغسې له ایران سره هم همداسې ده، پر دې باید تعامل سره ولرو، حکومتي چارواکي باید لاړ او راشي چې دغو ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي او یو دا چې کله پر ډيورنډ کرښه باندې برخوردونه کېږي، موږ د دې طرفدار نه یو؛ ځکه د حکومت ساتل ثبات ته اړتیا لري، ملت ارامش ته اړتیا لري، د ډيورنډ موضوع د ملت موضوع ده او ملت ته باید فرصت ورکړل شي، کله چې ملت ارام شي او خپلې ستونزې حل کړي نو بیا به دغسې قضایا د حل لپاره وړاندې کوو.
پژواک: دا تقابل کله حلېږي؟
مجاهد: موږ هڅه کوو چې د تقابل سیاست تعقیب نه شي، د همکاریو سیاست تعقیب شي، هر وارې چې موږ دوی سره مجلس کړی، له پاکستاني جهته مو هم همداسې غوښتنه کړې ده، موږ باید په مقابله کې واقع نه شو او همکاري سره ولرو؛ ځکه د همسایه ګانو خلاصون هيڅ نه وي، همسایه هېوادونه له یو او بل سره تړلي وي، موږ که وغواړو یا ونه غواړو پاکستان به په همدې ځای وي او افغانستان به پر خپل ځای موقیعت لري، دغسې له ایران، ازبکستان، ترکمنستان او چین سره خو موږ د ښو اړیکو طرفدار یو، زموږ له راتګ سره له هېوادونو سره اړیکې ښې شوې دي او نور هم هڅه کوو.
پژواک: له پاکستاني چارواکو سره په تماسونو کې مو د ډيورنډ موضوع کله مطرح کړې ده؟
مجاهد: نه، ما مخکې هم اشاره وکړه، د ډيورنډ موضوع ډېره لویه ده، د حکومتونو د سطحې موضوع نه ده.
پژواک، خو د ډیورنډ پر فرضي کرښه وخت ناوخت تقابل او ستونزې رامنځته کېږي!
مجاهد: هو، دغه ستونزه د همدې لپاره جوړه هم وه چې دلته دا ملتونه وځوروي، دا کرښه د همدې مقصد لپاره تېره شوې هم ده، خو دلته عقلانیت ته ضرورت ده چې د دواړو خواوو ملتونه او هېوادونه په دې حساسه موضوع کې مسوولانه برخورد وکړي، خپلسرو اقداماتو ته لاره پرې نه ږدي، ځیني سیمه ییز برخوردونه به راغلي وي، خو موږ هم اجازه نه ورکوو چې د هغو لمن پراخه شي او له پاکستاني اړخه مو هم داسې حس کړې چې هغوی هم دا اجازه نه ورکوي، کوشش کوو چې دا وضعیت کنټرول شي، که چېرې په محلي سطحه زدو خورد راځي نو د حل لپاره یې حکومتونه وظیفه لري چې هغه لوی او بحراني نه شي او خدای مه کړه یو تنش ترې جوړ نه شي.
پژواک: د افغانستان په زندانونو کې ډېر مهم بندیان وو، ولې د امارت پر راتګ یا د مخکني نظام په ړنګېدو سره، زندانونه مات او مجرمین ازاد شول، اوس خلکو ته څومره ډاډ ورکولی شئ چې له زندانونو خوشي شوي مجرمین به بېرته به ونیول شي که څنګه؟
مجاهد: هو، متاسفانه داسې وشول، کله چې اسلامي امارت ښارونو ته رادننه شو، مخکې له دې چې موږ د ښار کنټرول په لاس کې واخلو، امنیتي کمربندونه مات شول، زندانونه هم مات شول، زندانیان حتی موږ ته په سړکونو کې مخ ته راووتل، نو په هغه وخت کې د دوی کنټرول، تفکیک او بېرته یې بندي کول سخت کار و، موږ چې کابل ته په لومړیو ورځو کې راغلو، دغسې په ولایتونو کې هم. متاسفانه زندانیان باید داسې نه وای خلاص شوي، موږ کوشش کاوه چې په کابل کې په ښه شکل امنیتي حالات تغییر وکړي او سپارنه وشي، خو ونه شول او اوس بېرته اطمینان ورکوو چې د هغو مجرمینو د نیولو لپاره هڅې روانې دي؛ حتی تر ډېره د داعش په نوم پدیدې ډېری افراد بېرته ونیول شول، همداسې د نورو مجرمینو هم تعقیب روان دی؛ که چېرې دعوه موجوده شي، هغه هم بېرته نیول کېږي، هڅه روانه ده، بېرته به ان شالله د غلاوو او جرمونو کچه ټیته ساتو او کوشش کوو چې کنټرول راشي.
پژواک: د اوسني نظام پر وړاندې کوم ګواښ موجود دی؟
مجاهد: اوس خو نظام نوی دی، مختلفې ستونزې لري، ګواښ زه مخکې نه وینم؛ ځکه ګواښ به هغه وخت وای چې خدای مه کړه یو لوی جنګ یې په مقابل کې وای، نو هغه وخت به ګواښ و، اوس ګواښونه نشته، خو ستونزې شته، لویه ستونزه اقتصاد دی چې باید پر پښو ودرېږي، د بېکارۍ کچه ټيټه شي او د خلکو اقتصادي ستونزې حل شي. دویم د امنیت مسئله ده چې تر ډېره حده پورې موږ ان شاءالله کامیاب شوي یو چې تأمین شي، یو څو فیصده چې لا هم د غلاوو او اختطاف غږ چېرې اورېدل کېږي، دا هم باید منفي شي، دا لویه ستونزه ده او درېیمه له هېوادونو سره د اړیکو ستونزه ده، له ټولې نړۍ سره د ښه تعامل د ايجاد ستونزه ده چې دا باید حل شي، ګواښ نه شو ورته ویلی، دا ټولې ستونزې شته، طبعاً کله چې نوی حالت منځته راځي نو داسې ستونزې وي.
پژواک: تاسو په لومړي کنفرانس کې وویل چې په افغانستان کې جګړه ختمه شوه، ولې تېره ورځ الفتح قل اردو ویلي چې په بلخ کې یې د مقاومت جبهې لس تنه ووژل، دغه راز د ځینو چاودنو او تلفاتو خبرونه هم شته، په دې اړه څه وایاست؟
مجاهد: هو جګړه ختمه ده، د جګړې جبهه موږ په مقابل کې نه لرو او تاسو هم موږ ته په فزیکي شکل کومه جبهه نه شئ ښودلی چې فلانکي ځای کې جبهه ده، خو دغه پټ کارونه یا جنایت چېرې چې څوک چاودنه وکړي، یا یو څوک برید وکړي او څوک ووژني، دا نو په ډېرو حکومتونو او نظامونو کې شته، خو حکومت وظیفه لري چې مخه یې ونیسي، دا چې ونیول شول او له منځه یووړل شول نو دا په دې معنا ده چې حکومت یې پر وړاندې ډېر جدي دی.
پژواک: دا ځینې کړۍ چې کله ناکله چاودنې کوي، څوک دي؟
مجاهد: دا دوه درې اړخه دي، یو اړخ یې د داعشي فتنه ګرو په نامه یوه ډله ده چې ځان مطرح کوي، اګرچې موږ یې فزیکي حضور نه ګورو، خو په پټ ډول ځینې چاودنې کوي او کله کله د مقاومت په نامه چې څوک غږ پورته کوي، هغه هم کله کله مزاحمتونه جوړوي… درېیمه برخه اختطاف او جنایت دي چې شخصي جنایتونه ترسره کېږي، هغه هم کله کله پر ورانکاریو لاس پورې کوي.
پژواک: په افغانستان کې د ژورنالېستانو ملې ټولنې د یوې ټولپوښتنې له مخې ویلي چې ۹۵سلنه خبریالان معلوماتو ته لاسرسی نه لري او په ازاد ډول ترلاسه کړي اطلاعات نه شي خپرولی. دغه راز په تېرو پنځو میاشتو کې ځیني خبریالان ووهل او وټکول شول او خبریالان هم اوس موږ ته وایي چې کله په ولایتونو کې خبرونه جوړوي، نو لومړی یې د اطلاعاتو او فرهنک ریاستونو ته استوي، حکومت دغه حالت ولې پر رسنیو راوستی؟
مجاهد: اصلي موضوع بله ده، دا د رسنیو د سانسور په معنا نه ده او زما نه په یادېږي چې په تېرو شپږو میاشتو کې چې زه په نشراتي معینیت کې کار کوم او ما د پژواک کوم خبر په اړه ویلي وي چې دا مه خپروئ. تاسو چې څنګه خپل نشرات درلودل، هغه رقم به یې لرئ، اساسي شی دا دی چې پروپاګند او شایعه افګني له خبر سره موږ جلا کړو؛ که خبریالان مسلکي برخورد ولري، نو پر مسلکي خبریال هيڅوک هم اعتراض نه لري، حق دې ووايي، څه چې پېښېږي هغه دې ووایي، هيڅوک نه ورته وايي چې دا حق مه وایه او حقیقت مه خپروه. یوه شایعه ده، یو پروپاګند دی او یو اتهام لګول دي، دا نو رسنیز مسوولیت نه دی، دا رسنۍ هم ردوي، د رسنیو په اصولو کې هم نشته، نو د دې مخنیوی موږ کوو. بل په ولایتونو کې چې خبریالانو ته ویلي چې تاسو د اطلاعات او فرهنګ له ریاست سره هماهنګي وکړئ او بیا کار وکړئ، د دې مقصد بل ځای دی، دا محدودیت نه دی چې موږ غواړو رسنۍ محدودې کړو، هغه دا دی چې زموږ ادارې ټولې نوې دي، او د ادارو په راس کې خلک هم نوې دي، اکثره چې خبریالان یوې ادارې ته ځي نو هغه مسوولین مرکو ته ورسره نه حاضرېږي او همداسې یې ځوابوي، یا هغوی له خبریالانو سره د برخورد په لحاظ مسلکي نه دي، کله کله خبریالان حوزو ته ځي، امنیتي ځایونو ته ځي، هلته له ستونزو سره مخ کېږي، لکه موږ چې د ځینو خبریالانو ټکول ولیدل، وسایل یې اخیستل کېږي، نو د دې لپاره چې خدای مه کړه خبریال تهدید نه شي، موږ د اطلاعات او فرهنګ پر ریاستونو دا لازمي کړه چې که چېرې کوم خبریال له چا سره مرکه کوله نو تاسو ورته زمینه سازي وکړئ چې هغه امنیتي ارګان یا قضايي ارګان ته چې خبریال ورسره مرکه کوي، موږ ورته ووایو چې دا خبریال دی، له دغې رسنۍ سره کار کوي او پر دې موضوع راپور جوړول غواړي، نو خبریال په اسانه سره هغه کار کولی شي او که موږ نه یو خبر او خبریال امنیې قوماندانۍ یا حوزې ته لاړ شي او له ناسم چلند سره مخ شي، تهدید شي او وسایل یې ضایع شي نو دا بیا په خبریالانو پورې اړه لري.
پژواک: یعنې تر اوسه چې خبریالان ټکول شوي، د هغوی د تېروتنو له امله دي؟
مجاهد: نه، ځينې ټکونې چې رامنځته شوې، د دوی نابلدتیا هم ده؛ په ډېرو برخو کې زموږ د پولیسو نابلدتیا هم ده، کله چې امنیتي کسان یو ځای د اشوب مخه نیسي، نو دا نه ګوري چې دلته خبریال دی، کامره ورسره ده، یا مسلکي څوک دی، نو دا نابلدي له حالاتو سره وي، خو موږ کوشش کوو چې دغسې پوهاوی منځ ته راولو، بعد له هغه به ټول شیان عادي شي او په ولایتونو کې به دغه قید هم لرې شي چې زموږ د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاستونو سره هماهنګي وکړئ، خو دا هماهنګي صرف د خبریالانو د مصوونیت لپاره ده، د بل شي لپاره نه ده، سانسور نه کوو، دوی چې څه رقم پوښتنه پوښتي ویې دې پوښتي، څه رقم معلومات چې غواړي، ویې دې غواړي، خو صرف چې موږ د دوی او هغې ادارې ترمنځ واسطه وشو.
پژواک: مجاهد صېب! د خبریالانو په منځ کې ولې یو ډول وېره موجود ده؟ ما په لومړي وار دوې میاشتې مخکې یوه مقاله له یوه ویب سایټه لرې کړه؛ یعنې په ناخوداکاه ډول زه وهڅېدم چې دا مقاله باید لرې کړم، څو د استخباراتو تر څار لاندې رانه شم، ولې له موږ سره دغسې یوه وېره موجوده وي؟
مجاهد: زه بیا هم وایم چې هماهنګي ته ډېره اړتیا ده، ته که چېرې زموږ له استخباراتو او یا له موږ سره ډيره ناسته پاسته ولرې او ترمنځ مو اعتماد وي، نو دا وېره له منځه ځي، یو شي کې خو باید احتیاط وشي چې موږ شایعه او پروپاګند له یوه راپور او خبر سره جلا کړو؛ که مسلکي برخورد خبریالان وکړي، نو موږ ستونزه ورسره نه لرو، په کومو ځایونو کې چې موږ ستونزې پیدا کړې دي، یا یو څوک احضار شوي، یا یو چا ته خبر رسېدلی چې دا مه کوه، نو هغه موارد وو چې د خبریالۍ له مسلکه خلاف وو او دا رسنۍ هم نه مني.
پژواک: شایعات هغه وخت له منځه ځي چې حکومت ځواب ویونکی و اوسي، په اړه یې له رسنیو او خبریالانو سره معلومات شریک کړي، کله چې له خبریال سره معلومات شریک نه شي او حکومتي سرچینې ځواب ورنه کړي، نو رسنۍ هم خپلو مسوولیتونو ته په پام کېدای شي خبر خپور کړي او دا هم کېدای شي چې په خبر کې ستونزه موجوده وي، هغه ستونزه چې د حکومتي سرچینې د څرګندونو پر بنسټ کېدای شي اصلاح شوې وای.
مجاهد: تر اوسه موږ دغه ستونزه تر ډېره حل کړې هم ده؛ مثلاً ما د ځان لپاره درې معاونین د دې لپاره ټآکلي چې که زه وخت ونه لرم او ستونزه وي نو معاونین مې باید ځواب ورکړي، په ولایتونو کې هم کار روان دی، په وزارتونو کې مو هم ویاندویان ټاکلي، حد د دغې ناخبرۍ ورو- ورو کمېږي، کار پرې روان دی.
پژواک: تېر حکومت به د پروژو جزئیات په اړوندو سایټونو کې خپرول او رسنیو به ترې ګټه اخیسته، خو اوس داسې څه نشته؛ څو ورځې مخکې د کانونو یوه پروژه داوطلبۍ ته وړاندې شوه خو اړوند اسناد یې رسنیو نه دي ترلاسه کړي؛ په ټوله کې که وپوښتو چې اطلاعاتو ته د لاسرسي ستونزه به کله حل کېږي؟
مجاهد: هو، اول خو د دغه قرارداد په اړه که تاسو اورېدلي وي، ټول جریان یې اعلان شو؛ د تدارکاتو ادارې هم فعالې شوې دي، البته که فعالیت یې بشپړ شوی نه وي خو هڅه روانه ده چې وشي او موږ د دې طرفدرا یو، هر قرارداد چې کېږي، باید له ټولو جزئیاتو سره له خلکو سره شریک شي، څو شفافیت په کې راشي او حکومت او کمپنۍ دې ته مجبور شي چې له قرارداد سره سم عمل وکړي، دا ښه ګام دی او موږ هڅه کوو چې همداسې یو څه وشي.
پژواک: راځو وروستي تحول ته؛ د دغه تحول مهمه برخه پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني و، دی له هېواده وتلی او په وروستۍ مرکه کې یې له بي بي سي سره ویلي چې پر ده کودتاه شوې؛ یعنې د کودتاه نوم یې کارولی، د هغه په خبره چې سیاسي جوړجاړی رامنځته نه شو، تاسو څه ځواب ورته لرئ؟
مجاهد: زه نه پوهېږم چې کودتا دی څه ته وايي، کودتا خو موږ په ده نه ده کړې، ده خپله صحنه پرېښوده او موږ کابل ته راغلو، جنګ خو و، دی د امریکایانو ملګری و، کله چې امریکایان له افغانستانه وتل، دی ترې مخکې ووت.
پژواک: غني د کودتا دلیل سیاسي جوړجاړی ښيي چې ونه شو؟
مجاهد: که دی کودتا هغه ته وايي، لکه ده چې خپله ورته اشاره کړې چې د ملي امنیت مسوول راغی او زه یې په چپلکو کې وایستم، دی دا به یادوي، دا به نه وايي چې موږ پرې کودتا کړې؛ موږ خو تحول راوست، تر لوګره، سروبي، میدان ښاره او تر پروانه چې ورسېدو، دوی ته مو ویل چې موږ نه در داخلیږو، تاسو حوصله وکړئ، پاتې شئ او امنیت ټينګ کړئ، که دوی پاتې وای، دا تحول ډېر ښه راته، دا څه زیانونه چې رسېدلي، د دې مخه هم نیول کېده، خو دی ټینګ نه شو تر هغه وخته، وتښتېد او د تښتې مسوول یې خپله دی دی.
پژواک: پخوانی ولسمشر یوه بله خبره د خپلو وتو په اړه کوي، وايي: «ما غوښتل چې سیاسي جوړجاړي ته لاره پرانیزم، اوس په افغانستان کې د طالبانو تسلط سوله او ملي یووالی نه دي راوستلي، خو زه په دې اړه یو بحث لرم.» بل دا چې د ده او له ټېم سره یې د اوسني حکومت کوم اړیکه شته که نه؟
مجاهد: یوه خبره خو دا ده چې دی هم افغان دی، د افغانستان په اړه به فکر لري، هغه نشو ردولی، ولې یو شی چې باید ووایو، په سوله ییز ډول که دا جریان حل شوی وای، دا یې ونه کړل، ډېره وخت کشي یې وکړه، له وضعیته یې سم درک نه درلود، موږ ورته بار بار ویلي، وضعیت داسې نه دی چې ته ورته کوم فکر کوې او موږ مجبورېږو چې تحول ته له نظامي لارې حل پیدا کړو؛ ولې تاسو لیدل چې د بندیانو د خلاصون قضیه یې وځنډوله، د مذاکراتو د پیل قضیه یې وځنډوله، حتی اخطارونه یې ورکول او په اخر کې یې جنګ اعلان کړ، ویل یې چې په شپږو میاشتو کې به ټول ځایونه بېرته ونیسم، دا تاسو د رسنیو په ارشیف کې وګورئ؛ کله چې دا رقم موقف نیول کېږي نو دا حللاره نه ده، دا له مقابل جهته سم درک کول او پېژندل نه دي چې هغوی په څومره قوت کې دي او د څومره د ملت نمایندګي ورسره ده، ده فکر کاوه چې یوه کوچنۍ ډله ده او یو چا به راهڅولې وي، جنګ به وکړي او په شپږو میاشتو کې به وضعیت تغییر کړي، نو سنجیده نه و روان، د دې باعث هم شو چې موږ د ده ناسنجیده حرکت او موقفګیري نظامي حل لارې ته مجبور کړو.
پژواک: ولې یې داسې دریځ خپل کړی و؟
مجاهد: نه پوهېږم، یا به یې درک سم نه درلود او یا به یې له موږ نه شناخت سم نه و او یا دا و چې څنګ ته یې داسې کسان نږدې کړي وو چې هغه جنګ طلبه وو؛ هغوی نن هم د جنګ خبرې کوي، لس کاله وروسته به یې هم کوي، په جنګ کې لوی شوي وو، اشوب یې لیدلی و او د اشوب له لارې یې غوښتل مخې ته لاړ شي، د هغو خلکو تر تاثیر لاندې به راغلی وي.
پژواک: اوس خو نظام جوړ شوی، له جوړښته یې شاوخوا پنځه میاشتې تېریږي، خو هېوادونو تر اوسه پر رسمیت نه دی پېژندلی، حتی شین څراغ یې هم نه دی ورکړی؟
مجاهد: څراغونه سته، دا چې زموږ د بهرنیو چارو وزیر او نور پلاوي بهرنیو هېوادونو ته ځي، له ورته پروتوکول سره مخ کېږي، دا د رسمیت پېژندلو په معنا ده، صرف رسمیت پېژندل اعلان شوي نه دي، دا یوه ستونزه شته، څو ورځې مخکې موږ اقتصادي کنفرانس درلود، د شلو هېوادونو نمایندګانو له موږ سره حضور درلود او څلوېښتو هېوادونو نورو په انلاین ډول ګدون کړی و، سفارت خانې خلاصې دي، پرون د اروپايي اتحادیې دفتر هم خلاص شو، نن زموږ هیئت ناورې ته تللی او هلته د یاد هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره ګوري. خو په اعلاني ډول تر اوسه رسمیت پېژندل نه دي شوي، ټول د امریکې سترګو ته ګوري او امریکا طبعاً، له موږ سره یې اوږده دښمنې کړې ده، دا چې موږ او دوی عادي حالت ته راځو، دا وخت اخلي او اسانه موضوع نه ده.
پژواک: د دغه حالت د له منځه وړو لپاره تاسو څه کوئ، تاسو وایاست چې د رسمیت پېژندلو څراغ بل شوی، خو لا اعلان نه دی، حکومت باید څه وکړي چې دا اعلان هم وشي؟
مجاهد: موږ هلې ځلې کوو؛ دنیا ته قناعت ورکوو چې د تقابل له سیاسته راووځي، د همکارۍ سیاست ته، د هغې ګټونکې هم نړۍ ده او هم افغانستان، څو موږ ثبات ته ورسېږو او اقتصادي ثبات هم راشي، رسمیت پېژندنه راشي، ډيپلوماټیکې اړیکې له هېوادونو سره ولرو، زموږ او افغانستان په اړه چې په نړۍ کې څه تشویشونه دي، دا رفعه کېږي.
پژواک: نړۍ په افغانستان کې د ټولګډون حکومت جوړښت، په حکومت کې د ښځو ګډون او د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو مسایل یادوي، څه فکر کوئ چې له ټولګډون حکومته د نړۍ تعریف څه دی او ستاسو په اند د افغانستان اوسنۍ سرپرسته کابینه ټولګډونه ده که نه او ولې دغو دوو درېیو مسایلو ته امارت مثبت ځواب نه ورکوي؟
مجاهد: دا موضوعات د بهانې په شکل استفاده کېږي؛ اصلي موضوع دا ده چې ممکن دوی دلته د نظام جوړښت په اړه اندېښنه ولري، یا به له امنیتي لحاظه تشویش لري، لکه کوم تعهدات مو چې ورکړي، پر هغو به لا ټینګ باوري نه وي، ځینې کړۍ ورته شکوک اچوي، لکه په امریکا کې هم دوې ډلې دي، یوې ډلې له موږ سره کلک نظامي مخالفت درلود، هغه نن هم تشویش اچوي او پروپاګند کوي او بله ډله راغله له موږ سره مذاکراتو ته کېناسته او بریالي هم شول چې جنګ پای ته ورسېد. د ټولګډون موضوع د افغانانو خپلمنځي موضوع ده، نړۍ پورې هیڅ تعلق نه لري، کوم هېواد زموږ په مزاج حکومت جوړ کړی چې موږ یې د هغوی پر مزاج جوړ کړو؟ په نوره نړۍ کې هم که حکومتونه جوړ شوي، د امریکا په مزاج نه دي، نه ټولګډونوالی په کې شرط شوی او نه د ښځو موضوعات په کې شرط شوي دي.
پژواک: هر څوک حق لري چې په خپله کابینه کې استازی ولري، خو تر اوسه په سرپرسته کابینه کې یوازې د اسلامي امارت کسان دي؟
مجاهد: دا جلا موضوع ده، که هغه ډلې او ټپلې چې یو وار یې امتحان ورکړی، کابیني ته راولو، دا کابینه هم بېرته تقسیمیږي، یا به حکومت له هغو مشکلاتو سره- چې په تېرو شلو کلونو کې ورسره مخ و، مخ کېږي- هغه خو د افغانستان د خلکو زیان دی، موږ د ځینو خلکو د غوښتنو لپاره هېواد بیا بحران ته نه بیایو. یو په کابینه کې د خلکو استازیتوب دی، خلک استازي لري، زه په کابینه کې ناست یم، اکثره وخت چې زه سوچ کوم ازبک هم په کې ناست دی، پښتون، تاجک او بلوڅ هم.
پژواک: خو د کابینې غړي له امارت سره تړاو لري، نور څوک په کې نشته.
مجاهد: امارت خو هم یوه دستګاه ده، یو حکومت دی؛ یعنې له یوه حکومت سره تړاو لري، امارت بل ګوند نه دی، موږ یو جلا حزب نه یو، موږ له خلکو جوړ یو ترکیب یو، البته که نور سیاسي جریانونه په حکومت کې نشته، نو له هغوی سره خو د اوس لپاره ځینې ستونزې لرو، دا معنا چې بېرته د حکومت بې ثباته کېدل ورسره تړلي، بیا د حق غوښتنې دي او د قومي تعصبونو پارېدلو ته زمینه برابرېږي.
پژواک: ولې له سیاسي جریانونو سره ستونزه لرئ؟
مجاهد: ستونزه دا ده چې هغوی یو وار امتحان ورکړی، مثبت امتحان یې نه دی ورکړی؛ ولس ترې ښه خاطره نه لري، زموږ نظام هم ورسره دغسې کېږي.
پژواک: څو ورځې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست په ایران کې له احمد مسعود او سماعیل خان سره وکتل؛ داسې ویل کېږي چې هغوی په واک کې د شریک کېدو ځیني وړاندیزونه کړي، تاسو په دې اړه څه وایاست؟
مجاهد: اصلاً زموږ لیدنه له قوماندان اسماعیل خان او احمد مسعود سره د دې لپاره وه چې دوی ته اطمینان ورکړل شي، هغوی هلته په ایران کې اوسېږي، تشویش به د خپل امنیت، د اموالو مصوونیت او داردستې په اړه لري، د دغې اندېښنې د رفعې لپاره موږ هلته ورغلي وو او خبرې مو ورسره وکړې، له هغوی سره د نظام په اړه نه خبرې شوې او نه هم اجنډا دا وه، دوی به غوښتنې لري او خبرې به کوي، خو د امارت له خوا دا موضوع مطرح نه ده.
پژواک: واک خو به بیا نه تقسيمېږي؟
مجاهد: نه، موږ د واک پر تقسیمېدو باور نه لرو؛ ځکه زموږ د هېواد شل کلن بحران يا دا څلوېښت کلن جنجال ته چې ګورو، دا د تقسیم بندیو نتیجه وه چې افغانان يې هم سره ووېشل، يو ملت وو، يو خلک وو، يوه جغرافیه کې مو د يو هدف لپاره کار کاوه چې دا هېواد اباد شي؛ ولې داسې تقسیم بندۍ رامنځته شوې، قومي کشمش رامنځته شو، سیاسي او ګوندي کشمکشونه؛ کابل په کنډواله واوښت، هېواد مو در په دره شو، شل کاله دلته د خدای بلا پيسې راغلې، افغانستان ته، ځای يې هم ونه نیو، بېرته دغه زدو بندونو، اختلافاتو او بې باوريو حیف او میل کړې، لاره برابره شوه چې خارج ته ووځي؛ نو اوس افغانستان خپل وارث پيدا کړی، هيڅ کله به يې بيا داسې حالت ته پرې نه ږدو چې خدای مه کړه هېواد بیا بحران ته ولاړ شي او یا تقسیمات رامنځته شي.
پژواک: د دویم مقاومت يوه غړي يونس قانوني هم يوه تازه مرکه کړې، هغه وايي، حتی خبرداری ورکوي چې پسرلی به حالات بدل شي او که چېرې طالبان؛ یعنې اوسنی حکومت يوې سياسي مرحلې ته داخل نه شي؛ نو له منځه به ولاړ شي؛ دوی وايي چې دا مقاومت يې هم د همدې په خاطر جوړ کړی چې د خلکو حقه غوښتنو ته د رسېدو لپاره هڅه وکړي، که نه جنګ يې وروستی اپشن دی، تاسو په دې اړه څه وایاست؟
مجاهد: نه، موږ د خلکو حقونو ته ځواب ویونکي یو، د هيچا حق تر تلف کېدو لاندې نه دی راغلی، له شمالي ولايتونو ونيسه تر جنوبي ولايتونو، له خلکو سره موږ په اړيکه کې يو، مسووليت مو حس کړی چې د خلکو حق باید ورکړل شي، دا ستونزه حل ده؛ البته د دغو څو تښتېدلو اشخاصو حقوق که په خطر کې غورځېدلي وي او خپل حق دا بولي چې پر څوکۍ ناست وي، بايد قدرت ولري، بايد رشوت ته لاسرسی ولري، غصب هم وکولای شي؛ که دا حق بولي، دا حق ده ته څوک نور نه ورکوي، افغانستان نور خپل وارث او څښتن پيدا کړی، نظام يې پيدا کړی؛ له هيڅ ستونزې سره نه مخ کېږو، موږ په قوت سره راغلي يو او په قوت به دا هېواد ساتو، موږ دومره سسته يا کمزورې اداره نه يو چې پسرلی به زموږ پر وړاندې خنډ جوړېږي او موږ به له منځه ځو، دا خوب او خيال نور بايد له سره ووځي، اصلي موضوع دا ده چې افغانستان باید د يو ملت په توګه ومنو، دا يو ملت دی، ګوندي تفرقې، قومي تفرقې او نورو تضادونو ته اجازه نشته، که څوک حق غواړي، زموږ غېږ ورته خلاصه ده، مطرح دې کړي، کوم حق يې پاتې دی چې موږ يې ورکړو؟ دغه جنابان چې خارج ته تللي، ملکيتونه يې ټول محفوظ دي، دلته يې چې څه بلډينګونه درلودل، که یې کورونه درلودل، محفوظ دي؛ په اختیار کې يې دي، راتلای شي، ژوند په کې کولای شي؛ او که غواړي چې بيا پر څوکيو باندې کېنې، هغه امتحان دوی ورکړی؛ ملت نور دوی نه غواړي؛ نو ښه دا ده چې دوی خپله دا ذهنیت بدل کړي.
پژواک: خو هغوی وايي چې ځينې سيمې به بېرته پسرلی ازادې شي او جنګ به وروستی اپشن وي.
مجاهد: نه، نه شي کېدای، تاسو مطمین و اوسئ، ولس ته ستاسو له لارې اطمینان ورکوم چې هيڅ مزاحمت امکان نه لري چې دوی يې جوړ کړي، يا يې څوک ومني؛ ډېر جدي به ځپل کېږي او ډېر جدي به يې ځواب ويل کېږي.
پژواک: د لويې جرګې يا د علماوو شورا خبره کېږي، ایا دا دواړه جرګې جوړېږي؟ که نه، له دې يوه جرګه جوړېږي؟ پخوانی ولسمشر حامد کرزی او نور سیاستوال د حکومت د داخلي مشروعيت لپاره د لويې جرګې د جوړېدو وړانديز کوي او امارت بیا د علماوو شورا د جرګې خبره کوي؟ کومه يوه اوس لومړیتوب لري؟
مجاهد: اصلاً موضوع دا ده چې حکومت د خپل جوړښت، ټينګښت او قوت لپاره بېلابېل اپشنونونه (انتخابونه) استفاده کوي او بايد وشي، اوسنۍ کومه د شورا موضوع چې مطرح کېږي، هغه د ځينو لويو مسايلو چې ديني اړخ او شرعي اړخونه لري، د هغو د حل لپاره د علماوو يوه ناسته اړينه بلل کېږي، پر دې باندې کار روان دی، امید سته چې دا ناسته وشي چې زموږ لوی مسايل- چې هغه ډېری يې شرعي اړخ لري- د هغو د ځوابولو لپاره حکومت ته علماء د اسلام له نظره حکم ورکړي، لار ورته وښيي چې حکومت پر دې لار ولاړ شي. دويمه موضوع دا ده چې د شورا جوړول هم اړين دي، هغه شورا به داسې شورا وي چې د ولاياتو په سطحه باندې به استازي په کې وي، هغه به يوه ملي شورا وي، دا په راتلونکي کې په پلان کې ده. همداسې د علماوو يوه دوامداره شورا هم په نظر کې سته چې بيا به د مملکت هغه شرعي او لوی امور په لاس کې لري؛ دا به په راتلونکي کې وي، نظام د دې جوړښت لپاره اړتيا ويني، خو د اقتصادي مشکلاتو له حل وروسته او د لږ ثبات له ټينګښت او دوام وروسته دا کارونه په نظر کې دي.
پژواک: تاسو درې انتخابونه وښودل، يوه مو د علماوو شورا وښوده، بله مو ملي شورا وښوده او بل مو د علماوو دوامداره شورا؛ دغه په لومړيو کې چې د علماوو کومه شورا جوړېږي؛ دوی به د امارت تګلاره ښيي او که نه د نظام د نوي ډول په اړه به خبره کوي؟
مجاهد: دا په اصل کې داسې پيشبیني شوې ده چې موږ يو څه لوی مسایل په مخکې لرو، دا د ښځو د ستونزې حل، د ښځو د تعليم، کار، د دې لپاره د مناسب چاپېریال جوړېدل، دغسې ځيني نور مسايل دي لکه بانکي مسايل، په دې کې د شرعي تګلارې عملي کېدل؛ دغه دې ته اړتیا لري چې له شرعي پلوه قضيې حل شي، حکومت ته پلان ورکړل شي چې داسې وکړه، دغه تاسې ته مجاز ده؛ د دې لپاره جوړېږي.
پژواک: یعنې اسلامي امارت ته پلان ورکړي؟
مجاهد:هو، حکومت ته پلان ورکړي چې دغه د شریعت چوکاټ دی، په دغه کې تاسو تلای شئ، نو دوه کاره به وشي، هم به حکومت له شريعي او د خلکو د غوښتنو له پلوه له مسوولیت څخه خلاص شي او هم به نړيوالو ته په ځينو قضاياوو کې ویلای شو چې دغه ده، زموږ تګلاره پر دې اساس ده، زموږ علما او خلک غوښتنه لري.
پژواک: دا شورا کله جوړېږي؟
مجاهد: پر دې باندې کار روان دی، اميد شته چې په راتلونکي کې جوړه شي.
پژواک: تاسو ملي شورا هم ياده کړه، له ملي شورا مطلب څه دی؟ دا شورا د کومو چارو لپاره جوړېږي؟
مجاهد: هغه به نو حکومت او نظام د شورا جوړښت ته اړتیا لري، په راتلونکي کې پلان کې شته، دا چې کله به موږ ور رسېږو، اقتصادي مسايل يې هم په منځ کې مطرح دي، نو هغه به د دې لپاره وي چې د خلکو استازولي وکړي، د بېلابېلو ولاياتو، د بېلابېلو جهتونو، د بېلابېلو قومونو، د هغوی استازولي وکړي، حکومت ته د يو مشاور ارګان په شکل باندې منځته راشي او ممد او همکار ارګان وي، دا بايد جوړه شي او هغه هم بايد په دوامدار توګه کار وکړي.
پژواک: که مهرباني وکړئ او د علماوو شورا په اړه هم معلومات راکړئ!
مجاهد: هغه ديني اړخ چې لري چې حل و عقد شورا هم ورته وايي او خبره شورا هم ورته وايي؛ دا شورا بايد منځته راشي، په هغې کې به د هېواد با نفوذه علمي شخصیتونه وي.
پژواک: لکه څوک، کولای شئ مشخص یې کړئ؟
مجاهد: نومونه خو يې نه شم اخيستی؛ ځکه هغه به د مشرتابه په پلان پورې اړه ولري، خو دا مواصفات يې ويلای شو چې ډېر عالي علمیت ولري، خبره خلک وي، پوه خلک وي، سياسي پوهه ولري؛ داسې خلک بايد راټول شي، په يو کم تعداد چې هغه په هېواد کې کله کله پېښې راځي، يو وارې امير نه وي، يا د حکومت بدلون ته اړتيا پېښېږي، يا د نظام ترميم او لويو پرېکړو ته؛ هغوی به بیا هلته صلاحیت لري چې اعمال نفوذ وکړي.
پژواک: اوسنی سرپرست حکومت به تر کومه دوام ولړي؟
مجاهد: دا هم داسې يوه موضوع ده چې باید بحث پرې وشي او هغه اړتياوې چې سرپرستي رامنځته کړې دي، هغه پوره شي، کله چې حکومت لږ ښه قوي شي او په بېلابېلو ادارو کې همه شمولیت زيات شي، پاسخګويي يې زياته شي؛ بيا به انشاءالله دغه نظام خپله عادي حالت ته ولاړ شي.
پژواک: حکومت تېره اوونۍ په هېواد کې د اسعارو بولۍ بندې کړې او اوس د افغانستان بانک د ورځې نرخ ټاکي خو صرافان دا کار له ازاد بازار سره په ټکر کې بولي او وايي چې بازار انحصاري شکل غوره کوي. تاسو په دې اړه څه وایاست؟
مجاهد: د هر مملکت لپاره د بازار او اقتصاد موضوع د هغه مملکت پر منافعو پورې تړلې ده؛ ملي ګټې يې مهمې دي؛ د بازار د ازادۍ مقصد که دا اوس دلته ګټو ایجابوله نو هغه وخت به دا مطرح شوې وه، ولې اوس په ګټه نه وه، موږ او تاسو وليدل د افغانۍ ارزښت ته يې صدمه وارده کړه او پر خلکو باندې يې نرخونه ډېر جګ کړل، خصوصاً د خوراکي موادو له ستونزو سره مخ شوو، دا ځينې کړۍ، مافيايي کړۍ دي چې داسې کار کوي؛ نو د دې لپاره چې حکومت مسوولیت لري، خصوصاً بانک او مالي اداره؛ هغوی بايد د کارپوهانو په مشوره د صرافيو او تجارانو لپاره بايد يوه اقتصادي کړنلاره جوړه کړي او پر هغې باندې عمل وشي؛ نو موږ داسې مطلقه ازادي د بازار نه غواړو، باید تر يوه حده انحصار وي.
Views: 2091
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP