پل علم (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۰): د لوګر د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې یې ۳۰ هغه روغتیايي مرکزونه او درملتونونه تړلي چې ناقانونه فعالیت یې درلود.
دوی زیاتوي، دغه مرکزونه یې د اړوند ریاست د ګومارل شوي ډلې د څارنې په پایله کې تړلي دي.
د لوګر د عامې روغتیا رییس ډاکټر قدرت الله عادل پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو څو ورځو راهیسې یې د دغه ولایت په مرکز پل علم او
ولسوالیو کې د روغتیايي خدماتو د څارنې او ارزونې کمپاین پیل کړی دی.
هغه زیاته کړه، په دې لړ کې د اړوند ریاست د قوانینو د تطبیق او بررسۍ او درملو د لوی مدیرت له لوري ۳۰ روغتیايي مرکزونه چې درملتونونه، لابراتوارونه، کتنځایونه، ایکسرې مرکزونه او نور په کې شامل دي، تړل شوي دي.
دی وايي، دغه مرکزونه یې د مرکز پل علم ترڅنګ په محمد اغې، بره کي برک او خوښۍ ولسوالیو کې تړلي؛ ځکه د فعالیت قانوني جواز یې نه درلود او په نامشخصو ځایونو کې یې فعالیت کاوه.
د ده په خبره، د عامې روغتیا ریاست هڅه کوي قانون پر ټولو یو شان پلی کړي او د روغتیا اړوند د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.
ده خبر ورکړ چې د روغتیايي خدماتو او درملو اړوند به د بیو د کنټرول په برخه کې هم جدي ګامونه واخلي.
د لوګر اوسېدونکي خوشحال دي چې اړوند ریاست د روغتیايي مرکزونو او روغتیايي خدمتونو د څار لړۍ پیل کړې ده.
د محمد اغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد اکبر پژواک اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې ګڼ شمېر شخصي کلینیکونه، درملتونونه او لابراتوارونه د فعالیت قانوني جوازونه نه لري او د خدماتو پر معیار او کیفیت یې باور نه شي کېدای.
دی وايي، دا ستونزه د ولایت د مرکز په نسبت په ولسوالیو کې ډېره ده، له همدې امله دا ډېره مهمه ده چې ټول روغتیايي مرکزونه تر دقیق څار لاندې ونیول شي.
نوموړي دغه راز غوښتنه وکړه چې اړوند چارواکي دې د درملو د کیفیت او بیو د کنټرول په برخه کې هم اقدام وکړي؛ ځکه د درملو بیې ثابتې نه دي او د چا چې څومره زړه وي، په هماغه بیه درمل پلوري.
د یادونې ده، د لوګر د عامې روغتیا ریاست وړمه ورځ ۱۰ ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته درمل هم له منځه یووړل چې د روان کال په اوږدو کې په مرکز او ولسوالیو کې له درملتونونو او روغتیايي مرکزونو راټول شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP