اسعد اباد (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۰): د کونړې په ماڼوګي ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوی او درې نور کسان ټپيان شوي دي.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رییس مولوي نجیب الله حنیف نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ماین چاودنه پرون د ماڼوګي ولسوالۍ په مټین سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې د محمد علي په نوم کس له خپلو درېیو لمسیانو سره ټپي شوی دی.
بلخوا د اسعد اباد ولايتي روغتون يوې سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې د یادې پېښې له ځايه د يوه ماشوم مړی او دوه ټپيان ور وړل شوي دي.
خو سرچینې د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه معلومات ورنه کړل.
تر اوسه چا د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
Views: 188
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن