ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د غزني ملکي روغتون ډاکټران ډېر وخت د روغتون پر ځای خپلو شخصي کتنځایونو کې تېروي”

“د غزني ملکي روغتون ډاکټران ډېر وخت د روغتون پر ځای خپلو شخصي کتنځایونو کې تېروي”

author avatar
27 Jan 2022 - 16:07
“د غزني ملکي روغتون ډاکټران ډېر وخت د روغتون پر ځای خپلو شخصي کتنځایونو کې تېروي”
author avatar
27 Jan 2022 - 16:07

غزني (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۰): د غزني اوسېدونکي وايي، د ولایتي روغتون ډاکټران د ناروغانو په درملنه کې ناغېړي کوي او ان په رسمي وخت کې هم د دغه روغتون پر ځای په خپلو شخصي کتنځایونو کې بوخت وي.

د روغتون چارواکي دا ستونزه مني او وايي، دغو ډاکټرانو ته لومړی توصیه کوي او بیا اخطار ورکوي، که اصلاح نه شول نو له دندو به لرې شي.

د غزني ښار یوه اوسېدونکي وحیدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، ناروغ زوی یې له درېیو ورځو راهیسې په ولایتي روغتون کې بستر دی خو ډاکټران یې په وخت نه ګوري او درمل نه ورکوي.

هغه زیاته کړه: ((یوه ډاکټر زما زوی غرمه وکوت خو بیا تر سبا سهار یوولس بجو هیڅ ډاکټر نه پيدا کېده، ډېری یې شخصي معاینه خانې لري او همالته مصروف وي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.