کندهار (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۴): د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د احمدشاه بابا د کور د بیارغونې پرمهال د احمدشاهي دورې اړوند درې قلمه تاریخي اثار موندل شوي دي.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هنر او فرهنګ امر عبدالشکور څپاند نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغو موندل شوو اثارو کې یو ډبرین او بل خاورین څراغ او یو فلزي ځنځیر شامل دي.
نوموړي زیاته کړه، دغه اثار به تر بیارغونې او پاکولو وروسته د احمدشاه بابا د کور په کوچني موزیم کې د احمدشاهي دورې له نورو تاریخي توکو سره یو ځای نندارې ته کېښودل شي.
څپاند دغهراز ټینګار وکړ چې د تاریخي ودانیو د ساتنې او بیارغونې چارې په جدي توګه تعقیبوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP