منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۴ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د غزني ملکي روغتون ډاکټران ډېر وخت د روغتون پر ځای خپلو شخصي کتنځایونو کې تېروي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۳۷۱ کتنې

غزني (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۰): د غزني اوسېدونکي وايي، د ولایتي روغتون ډاکټران د ناروغانو په درملنه کې ناغېړي کوي او ان په رسمي وخت کې هم د دغه روغتون پر ځای په خپلو شخصي کتنځایونو کې بوخت وي.

د روغتون چارواکي دا ستونزه مني او وايي، دغو ډاکټرانو ته لومړی توصیه کوي او بیا اخطار ورکوي، که اصلاح نه شول نو له دندو به لرې شي.

د غزني ښار یوه اوسېدونکي وحیدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، ناروغ زوی یې له درېیو ورځو راهیسې په ولایتي روغتون کې بستر دی خو ډاکټران یې په وخت نه ګوري او درمل نه ورکوي.

هغه زیاته کړه: ((یوه ډاکټر زما زوی غرمه وکوت خو بیا تر سبا سهار یوولس بجو هیڅ ډاکټر نه پيدا کېده، ډېری یې شخصي معاینه خانې لري او همالته مصروف وي.))

دی وايي، د ولایتي روغتون ډېری ډاکټران یوازې د حاضري لاسلیکولو لپاره راځي خو نور ټول وخت بیا په خپلو شخصي کتنځایونو کې بوخت وي.

د غزني د ګیرو ولسوالۍ اوسېدونکی احمد شاه هم ورته شکایت کوي او وايي، څه موده مخکې یې دغه روغتون ته ناروغ وروستلی و خو ډاکټرانو د نه پاملرنې له امله یې د ناروغۍ تشخیص نه کېده اخر اړ شو چې شخصي کلینیک ته یې بوځي.

دی زیاتوي، د ولایتي روغتون ډاکټران څو ځایه دنده لري او ان په رسمي وخت کې هم په روغتون کې نه پیدا کېږي.

د ده په خبره، یو شمېر ډاکټران بیا ناروغان هڅوي چې د ناروغۍ د تشخیص او ښې درملنې لپاره باید د هغوی شخصي معاینه خانو ته ورشي.

نوموړی وايي، دا ستونزه له کلونو را روانه ده، اوسنی حکومت یې د حل لپاره جدي ګامونه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د همدې ستونزې پر سر د چارواکو او یوه ډاکټر ترمنځ شخړه هم شوې او دغه ډاکټر یې وهلی دی.

د ولایتي روغتون یوه کارکوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک ته وویل: ((طالبانو د سلام رحماني په نوم ډاکټر په دې وهلی چې په رسمي وخت کې به د روغتون پر ځای په خپله شخصي معاینه خانه کې و او روغتون ته به ډېر کم راته.))

خو چارواکو رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي.

د غزني د ولایتي روغتون رییس مولوي محمد حنیف مصباح دا ستونزه مني او وايي، له دې وروسته دغسې ډاکټرانو ته لومړی توصیه کوي او بیا اخطار ورکوي، که اصلاح نه شول نو له دندو به یې لرې کړي.

هغه زیاته کړه، نور له داسې بې مسوولیته ډاکټرانو سره قراداد نه کوي ځکه دا د ولس حق تر پښو لاندې کول دي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې دا او نورې ستونزې حلوي څو خلکو ته غوره روغتیايي خدمات وړاندې شي.

د یادونې ده، څو ورځې مخکې د غزني اوسېدونکي د ولایتي روغتون د نسايي او ولادي څانګې له ناسمو خدماتو هم شکایت کاوه او ویل یې چې ډاکټرانې او قابلې د زېږون پر مهال د ميندو او ماشومانو روغتیا ته پام نه کوي، بلکې غیر مسلکي او ناسم چلند کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا