ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اوونۍ په افغانستان کې ۴۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې  

تېره اوونۍ په افغانستان کې ۴۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې  

author avatar
29 Jan 2022 - 17:24
تېره اوونۍ په افغانستان کې ۴۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې  
author avatar
29 Jan 2022 - 17:24

کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۰): تېره اوونۍ، د افغانستان په تړاو ناروې کې د غونډو جوړول او د ملګرو ملتونو امنیت شورا له خوا د افغانستان د وضعیت ارزونه، په سیاسي ډګر کې مهمې کړنې وې، خو په امنیتي برخه کې بیا هم ۴۲ افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته.

  • اسلو کې د سرپرست حکومت پلاوي له بهرمېشتو افغانانو او د اتو هېوادونو له استازو سره خبرې وکړې.
  • د افغانستان لپاره د امریکا استازی وایي، اسلو کې یې له طالبانو سره په ډېرو مسایلو تفصیلي خبرې کړي.
  • د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان وضعیت وارزاوه.
  • جاپان وایي، کابل کې د سفارت د بیا پرانیستلو لپاره چمتووالی نیسي.
  • د اسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره ۴۰۵ میلیون امریکايي ډالره مرسته کوي.
  • امریکا کې د افغانستان سفارت بانکي حسابونه وتړل شول.
  • روسیې افغانستان کې د امریکا پر سیاستونو سختې نیوکې وکړې.
  • ښځینه لاریون کوونکې: دیني او ملي ارزښتونه مو دې وساتل شي.

مرګ ژوبله:

تېره اوونۍ په بغلان، هرات، هلمند، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې په بېلابېلو پېښو کې ۲۷ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

د راپورونو له مخې، په هرات ښار کې پر ملکي موټر د چاودنې له امله شپږ ملکي وګړي وژل شوي او د يادې چاودنې مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخيستی دی.

دغه راز، د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر رنجر موټر د ماين چاودنې پنځه امنيتي سرتېري ټپيان کړل.

د راپورنو له مخې، د بغلان حکومتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په خوست او اندراب ولسواليو کې د چاڼيزو عملياتو پر مهال ۱۵ غير مسوول وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

دغه راز، ناپېژاندو وسله والو د غور د تیورې ولسوالۍ امنیه قوماندان په هرات کې وژلی او د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو په راکټي بريدونو کې يو ماشوم وژل شوی دی.

همدارنګه، د کونړ په ماڼوګۍ او د هلمند په ګرشک او نادعلي ولسوالیو کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د راپورونو له مخې، د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ او د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د دوو ځوانانو جسدونه موندل شوي دي.

د راپورونو له مخې، وړمه اوونۍ په بدخشان، بغلان، بلخ، فارياب، کابل، خوست، کونړ، لغمان او پکتيا ولایتونو کې په بېلابېلو پېښو کې ۲۶ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو جګړو پر مهال به په اوونۍ کې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښته.

 

د ناروې ناستې

تېره اوونۍ د ناروې په پلازمېنه اسلو کې د افغانستان په اړه ناستې جوړې شوې. د چارو ځینو شنونکو دغه ناستې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره ښه پیل وباله، خو یو شمېر اروپا مېشتو افغانانو یې پر ضد احتجاج هم وکړ.

له دغو ناستو یوه د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ پلاوي او يو شمېر بهرمېشتو افغانانو تر منځ ناسته وه. د دغې ناستې ګډونوالو د هېواد د ټولو ستونزو يوازينۍ حل لار تفاهم او همکاري وبلله.

د دغې ناستې ګډونوالو د افغانستان سرپرست حکومت ته یوه طرحه وسپارله. د افغانستان له اوسني بحران څخه د وتلو لپاره ژر د ملګرو ملتونو سازمان په همکارۍ د ټولګډونه سیاسي بهیر پیل او د تېرېدونکې حقوقي دورې چوکاټ په توګه دې لنډمهاله اساسي قانون اعلان، د دغې طرحې له مهمو ټکو دي.

دغه راز بله ناسته له کابل څخه اسلو ته تللي پلاوي د اتو هېوادونو (امریکا، برېتانیا، ناروې، جرمني، ايټالیا، قطر، فرانسې او اروپایي ټولنې) له استازو سره درلوده.

د راپورونو له مخې، په دغه ناسته کې د امریکا له خوا د افغانستان کنګل شوې شتمني، دغه هېواد کې د يوه ټولګډونه حکومت رامنځته کېدل، په افغانستان کې بانکي ستونزو او د نورو مسایلو په اړه خبرې وشوې.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې ناروې کې یې د افغانستان د سرپرست حکومت پلاوي سره خبرو کې ویلي چې نړیواله ټولنه باید افغانستان کې دخیله وي، د سیاسي راتلونکې لپاره د افغانانو تر منځ د سلا مشورو پراخه بهیر باید پیل شي، خپل سرې نیونې ودرول شي، د نجونو ښوونځي پرانیستل شي، بشري حقونه مراعات شي او له داعش سره مبازره وشي. ده ویلي چې له افغانانو سره د بشري مرستو او له کنګله د افغانستان د پانګې ایستلو په اړه یې هم خبرې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وایي چې په حکومت کې د هر قوم، هرې ژبې او هر سمت خلک او د تېر حکومت ۵۰۰ زره مامورین شته، خو هڅه کیږي چې حکومت نور هم ټولګډونه شي او ټول خلک په حکومت کې ځانونه وویني.

د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، تېره اوونۍ له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د فشار راړولو پر ځای دې د تفاهم لار انتخاب کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، اسلو کې د افغانستان وضعیت ته درې ورځنۍ ځانګړې شوې ناسته کې د حکومت د پلاوي   ګډون له لاسته راوړنو ډک و؛ ځکه چې دغه ناستې د دې لامل شوې چې د دوی حکومت خپل دریځ، تګلارې، لاسته راوړنې، راتلونکي پلانونه او د نړیوالو اندېښنې مخامخ ځواب او تر ډېره ناسم پوهاوي حل کړي.

د امنیت شورا ناسته

تېره اوونۍ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې له کنګله د افغانستان د پانګې پر ایستلو او د دغه هېواد د سرپرست حکومت له خوا د ښځو حقونو ته پر درناوي او له افغانانو سره پر بشري مرستو ټینګار وشو او له دغه حکومته وغوښتل شول چې د ترهګرۍ او بشري حقونو په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.

د دغه حکومت چارواکو په وار، وار ویلي چې د دوحې تړون عملي کېدو ته ژمن دي.

د سفارت پرانيستل او له حکومت سره تعامل  

په افغانستان کې د جاپان سفیر ویلي چې هېواد یې په کابل کې د خپل سفارت د بېرته پرانیستلو لپاره چمتووالی نیسي.

دغه راز، فرانسه وایي د افغانستان له خلکو سره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي او د دغه هېواد له نوي حکومت سره تعامل غواړي.

د قطر د بهرنيو چارو وزارت د کابل هوايي ډګر د څو مهمو کليدي موضوعاتو ترڅنګ د دغه ډګر د ځينو برخو د مديريت او ګټې اخيستنې په اړه د افغانستان له سرپرست حکومت او ترکيې سره د هوکړې خبر ورکړ‌ى.

له افغانستان سره د نړیوالو مرستې

د اسیا پراختیایي بانک، د خوړو خوندیتوب، روغتیایي چوپړ او پوهنې په برخو کې له افغانستان سره ۴۰۵ میلیون امریکايي ډالره مرسته تایید کړه او وايي چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو د څلورو بنسټونو له لوري ولګول شي.

تېره اوونۍ مرکزي بانک وویل چې دوه ځله کابل ته ۳۲ – ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر د بشري مرستو لپاره رسېدلي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره په ليدنه کې ويلي چې نړيواله ټولنه له افغانانو سره د بېوزلۍ په له منځه وړلو کې د مرستو دوام ته قانع شوې ده.

په امریکا کې د افغانستان سفارت د بانکي حسابونو تړل کېدل

د امریکا متحده ایالتونو په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت او دوو قونسلګریو بانکي حسابونه تړلي او راپورونه ښیي چې دغې چارې هلته افغان دیپلوماټان له ستونزو سره مخ کړي دي.

په افغانستان کې د امريکا پر سیاستونو د روسیې نیوکې

روسیه وايي، په افغانستان کې د امریکا سیاست منافقانه و؛

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي سیاسي استازولي په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغانستان کې د امریکا د متحده ایالتونو د سیاست بریالي ښودلو لپاره هڅې «منافقانه» دي. سرچینې ویلي چې امریکا په افغانستان کې ترهګرۍ او د نشه يي توکو له زیاتوالي سره مرسته کړې ده.

د ښځو لاریون

کابل کې ښځینه لاریون کوونکو د دیني او ملي ارزښتونو پر ساتنې د ټينګار تر څنګ، د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه وکړه.

Visits: 172

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.