ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بایډن: د داعش ډلې مشر الهاشمي دامریکایي ځواکونو لخوا په سوریه کې ووژل شو

بایډن: د داعش ډلې مشر الهاشمي دامریکایي ځواکونو لخوا په سوریه کې ووژل شو

author avatar
3 Feb 2022 - 21:35
بایډن: د داعش ډلې مشر الهاشمي دامریکایي ځواکونو لخوا په سوریه کې ووژل شو
author avatar
3 Feb 2022 - 21:35

کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۰) : د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان کړی چې د امریکا ځانګړو ځواکونو د سوریې شمال لوېدیځ کې د داعش ډلې مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي وژلی دی.

دجو بایډن له ټویټر څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې د امریکا د ځانکړو ځواکونو وړتیا او زړورتیا ستایل شوي او زیاته شوې چې په دغو عملیاتو کې ټول ښکېل امریکایان په خوندي ډول بېرته ورګرځېدلي دي.

دامریکا ولسمشر بایډن داسې مهال د سوریې په عملیاتو کې د داعش ډلې د مشر د وژلو خبره کړې چې تر دې مخکې سوري سرچینو د امریکا د ځانګړو ځواکونو په دغو عملیاتو کې د شپږو ماشومانو په ګډون د ۱۳ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

دغه عملیات په سیمه ییز وخت د (پنجشنبې) په شپه د سوریې د حکومت د وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې اتمه ښارګوټي کې شوي وو.

دغه ښارګوتی د سوریې ادلیب ولایت کې ترکیې سره پولې ته نږدې پروت دی.

ځايي سرچینو ويلي دغو عملیاتو کې ګڼو امریکايي چورلکو برخه اخیستې وه چې پر ځمکه له سخت مقاومت سره مخامخ شوې.

د داعش ډلې مخکنی مشر ابوبکر البغدادي هم په ۲۰۱۹ کال د همدغه اتمه ښار په شاوخوا ۱۶ کیلومترۍ کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی و.
د بي بي سي د راپور له مخې، سپینې ماڼۍ پر خپله رسمي ټویټرپاڼه د ولسمشر جو بایډن، د هغه د مرستیالې کماله هارېس او د ملي امنیت ټیم د ځینو غړو دغه تصویر خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي چې دوی د اسلامي دولت ډلې د مشر د له منځه وړلو عملیات څاري.

Visits: 242

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.